پنجشنبه, جون 11, 2026
Home Blog Page 17

اروپايي ټولنې؛د افغانستان لپاره خپل نوی استازی وټاکه

اروپايي ټولنې د افغانستان لپاره د خپل نوي چارسمبالي په توګه ایټالوی ډیپلوماټ، نیکولا بیلومو معرفي کړی دی.

بیلومو چې اوس مهال د اروپايي ټولنې د افریقايي چارو د څانګې مشري پر غاړه لري، په ډیپلوماټیک ډګر کې پراخه تجربه لري.

نوموړي مخکې په روانډا کې د اروپايي ټولنې د سفیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

ټاکل شوې ده چې د هغه ګومارنه د طالبانو د ‌حکومت له تایید او د اړوندو اداري پړاوونو تر بشپړېدو وروسته رسمي بڼه خپله کړي.

کوټه کې؛پر یوې ډاکټرې تېزاب شیندل شوي او بریدګر یې وژل شوی

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې پر یوې ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید شوی چې له امله یې نوموړې سخته سوځېدلې.

د پولیسو په وینا، پېښه د کوټې د ملکي روغتون دننه رامنځته شوې، یو کس د ډاکټرې ماه‌نور ناصر خونې ته ننوت او پر هغې یې تېزاب وشیندل چې وروسته له سیمې وتښتېد.

پولیس وایي، تورن همایون شاه نومېده او د همدې روغتون د لفټ چلونکی و. د چارواکو په وینا، نوموړي د تېښتې هڅه کوله، خو امنیتي ځواکونو محاصره کړ او د ډزو په تبادله کې ووژل شو.

د ځوانو ډاکټرانو ټولنې ویلي، د ډاکټر ماه‌نور ناصر د بدن شاوخوا ۳۵ سلنه سوځېدلې ده. نوموړې د لا ښ درملنې لپاره کراچۍ ته لېږدول شوې.

د پېښې له کبله ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو احتجاج کړی او د ځوانو ډاکټرانو ټولنې اعلان کړی چې له بېړنیو خدماتو پرته به په دولتي روغتونونو کې نور خدمات وځنډوي.

پولیس وایي، د برید د انګېزې د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان او هند کې د ځوانو نجونو تو ښځو پر مخ د تېزاب شیندلو پېښې ډېرې رامنځته کیږي خو په وروستیو کلونو کې د دغې چارې د مخنیوي لپاره حکومتونه لاس پکار شوې دي.

د لبنان؛د پوځ قوماندان پاکستان ته په رسمي سفر ولاړ

د لبنان پوځ اعلان کړی چې د دغه هېواد د پوځ قوماندان، رودولف هيکل پاکستان ته په رسمي سفر روان شوی دی.

د لبنان پوځ ویلي چې دا سفر د پاکستان د پوځ د لوی درستیز عاصم منير په بلنه ترسره کېږي.

تر اوسه د سفر د موخې او مودې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو دا سفر په داسې حال کې کېږي چې پاکستان د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړیتوب هڅې روانې ساتلې دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم ايران ته رسېدلی او هلته به له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

د ۹ هېوادونو؛له مزل وروسته د خوړو نړیوال پروګرام ۷۰۰ ټنه بېسکوېټ افعانستان ته را ورسېدل

د خوړو نړیوال پروګرام خبر ورکړی چې له ۹ هېوادونو څخه د ۱۵ زره کیلومتره اوږده سفر وروسته، ۴۰۰ ټنه غني شوي بسکټوېټ بالاخره افغانستان ته ورسېدل.

د دغه سازمان د اکمالاتو د ځنځیر مشرې کورېن فلېشر ویلي، له پاکستان سره د سرحدي لارو له تړل کېدو وروسته یې پرېکړه وکړه د افغان ماشومانو لپاره د خوړو نړیوال پروګرام غني شوي بېسکوېټ د ایران له لارې افغانستان ته ولېږدوي، خو په وینا یې، د هرمز تنګي له تړل کېدو سره د بېسکوېټ د جوپې لېږد له سختو ستونزو او ننګونو سره مخ شو.

کورېن زیاته کړې بلاخره پرېکړه وشوه چې دغه جوپه له اندونیزیا دوبۍ ته ولېږدول شي او له دوبۍ سعودي عربستان، بیا اردن، سوریې، ترکیې، جیورجیا، آذربایجان، ترکمنستان بیا د تورغونډۍ بندر له لارې افغانستان ته ورسېدل.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، دا بېسکوېټ به ۱۷۲ زره افعان زده کوونکو ته ووېشل شي.

دغه سازمان همداراز په خپله اېکس پاڼه لیکلي:«لوږه د لارو د بېرته پرانیستل کېدو انتظار نه کوي او موږ هم نه تم کېږو.»

پخوانی پاکستانی ډیپلوماټ: پاکستان باید له ایران مخکې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

د ایران له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو د آوازو په درشل کې پخواني پاکستاني ډیيلوماټ عبدالباسط ویلي، پاکستان باید له ایران مخکې دا کار وکړي او د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

نوموړي د ای بي اېن نیوز په نوم له یوې اردو رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې ښایي ایران په راتلونکو څو اوونیو کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، ځکه ایران غواړي چې د طالبانو له حکومت سره خپلې اړیکې لا ښې کړي او دا ډېره ښه خبره ده.

د عبدالباسط په وینا، کویټ کې هم د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته وسپارل شو، له دغې حکومت سره په اړیکو کې مثبت پرمختګونه روان دي.

دغه پخوانی پاکستانی ډیپلوماټ ټینګار کوي چې پاکستان دې ځان له ایران مخکې کړي او زر دې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

پخوانی امريکايي چارواکی:د ایران او امریکا کړکېچ د جي‌ډي وینس او مارکو روبیو پر سیاسي راتلونکي اغېز کولای شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال چارواکي جول روبین ویلي چې روان کړکېچ ښايي د چی‌ډي وینس او مارکو روبیو پر سیاسي راتلونکي اغېز وکړي.

روبین په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د ده په اند د جی‌ډي وینس لپاره سیاسي خطر تر نورو زیات دی، ځکه د بهرني سیاست او امنیتي مسایلو په اړه د حکومت پرېکړې کولای شي د نوموړي پر راتلونکي سیاسي دریځ اغېز ولري.

هغه زیاته کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي کړکېچ یا شخړې پایلې به د واشنګټن پر کورني سیاست او د ځینو مخکښو سیاستوالو پر سیاسي موقعیت هم اغېز وکړي.

د امریکا دفاع وزیر:اروپا د خطرناکو نظریو له یرغل سره مخ ده

د امریکا د دفاع وزیر پيټ هګسټ ویلي چې اروپا د سمندر له لارې د راتلونکو خطرناکو نظریو له یرغل سره مخ ده او د کډوالۍ موضوع یې د دویمې نړیوالې جګړې د ډي ـ ډې (D-Day) له تاریخي یاد سره تړلې ده.

هګست د فرانسې په نورماندي کې د متحدینو د پوځي ناستې د ۸۲مې کلیزې په مراسمو کې وویل چې نن د اروپا د ځینو هېوادونو ساحلونو ته د کښتیو له لارې داسې کسان رارسېږي چې د ده په وینا خطرناک نظریات له ځان سره راوړي.

هغه پوښتنه وکړه چې اروپایي پلازمېنې به کله د دې وضعیت پر وړاندې اقدام وکړي او زیاته یې کړه چې هیله لري لا هم د ستونزې د حل لپاره ناوخته نه وي.

دغه وینا د هغو مراسمو پر مهال وشوه چې د نورماندي د تاریخي عملیاتو کلیزه پکې نمانځل کېده؛ هغه عملیات چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د لوېدیځې اروپا د آزادولو لپاره ترسره شوي وو.

د افغانستان او هند؛ د ټېسټ لوبې د لومړۍ ورځ پای او د هند برلاسي

د افغانستان او هند ملي لوبډلو ترمنځ نن د هند په کوربتوب په چندیګړ لوبغالي یوازنۍ ټېسټ لوبه پیل شوه.

هندۍ لوبډلې د لوبې د پچې له ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه چې د لومړۍ ورځ تر پایه یې د درې لوبغاړو په زیان ۲۶۸ منډې وکړې.

د هند لپاره توپ وهنه کې جېسوال ۲۴، سای سودرسن ۸۱، کېل راهول ۱۰۰، شوبمن ګېل ۱۰۳ ناسوځېدلې او ریشب پنټ هم ۵۰ ناسوځېدلې منډې کړي چې سبا په دویمه ورځ به خپلې پاڼۍ ته دوام ورکړي.

د افغانستان لپاره بیا توپ اچوونه کې سلیم صافي دوه او ضیا شریفي یو لوبغاړی سوځولی دی.

اسلام‌اباد او دوشنبه: د افغانستان دننه ترهګرۍ د سیمې امنیت ته خطر پېښ کړی

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رحمیزاده رمضان همرو د افغانستان دننه د ترهګرو ډلو د شتون او فعالیتونو پر موضوع خبرې کړې دي.

د راپور له مخې، دواړو لورو په خپلې لیدنه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه او د نشه ‌يي توکو تولید د سیمې د هېوادونو لپاره جدي امنیتي ګواښونه جوړوي.

د هغوی په وینا، اوس مهال شاوخوا ۲۵ ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي، چې د سیمې د ثبات لپاره لوی خطر ګڼل کېږي.

په دې لیدنه کې دواړو وزیرانو همدارنګه د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا، د معلوماتو د تبادلې او د ترهګرۍ پر ضد د ګډو هڅو پر پراخولو هم ټینګار کړی دی.

دا خبرې د سیمه‌ ییز امنیت د وضعیت د ارزونې او د ګډو ګواښونو پر وړاندې د ګډې مبارزې د پیاوړتیا په موخه شوې دي.

پاکستان او روسیې؛د ناقانونه کډوالۍ او نشه‌ يي توکو پر ضد د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل

پاکستان او روسیې د غیرقانوني کډوالۍ او نشه‌ يي توکو د قاچاق پر ضد د ګډې همکارۍ نوي تړونونه لاسلیک کړي دي.

د راپورونو له مخې، دا تړونونه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولتسیف ترمنځ د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) د کورنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د قرغزستان په بیشکیک کې لاسلیک شول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایي، دواړو هېوادونو هوکړه کړې چې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي، د غیر قانوني کډوالو د بېرته ستنولو او د نشه‌ يي توکو د قاچاق پر ضد به ګډې هڅې زیاتوي.

همدارنګه دواړو لورو د معلوماتو تبادلې، ګډو عملیاتو او د نشه‌ يي توکو شبکو د له منځه وړلو لپاره د همکارۍ د پراخولو پرېکړه هم کړې ده.

پاکستان وایي، دا تړونونه د سیمه‌ ییز امنیت د پیاوړتیا او د ګډو جرمي شبکو پر ضد د مبارزې لپاره مهم ګام دی.