د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې پر یوې ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید شوی چې له امله یې نوموړې سخته سوځېدلې.
د پولیسو په وینا، پېښه د کوټې د ملکي روغتون دننه رامنځته شوې، یو کس د ډاکټرې ماهنور ناصر خونې ته ننوت او پر هغې یې تېزاب وشیندل چې وروسته له سیمې وتښتېد.
پولیس وایي، تورن همایون شاه نومېده او د همدې روغتون د لفټ چلونکی و. د چارواکو په وینا، نوموړي د تېښتې هڅه کوله، خو امنیتي ځواکونو محاصره کړ او د ډزو په تبادله کې ووژل شو.
د ځوانو ډاکټرانو ټولنې ویلي، د ډاکټر ماهنور ناصر د بدن شاوخوا ۳۵ سلنه سوځېدلې ده. نوموړې د لا ښ درملنې لپاره کراچۍ ته لېږدول شوې.
د پېښې له کبله ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو احتجاج کړی او د ځوانو ډاکټرانو ټولنې اعلان کړی چې له بېړنیو خدماتو پرته به په دولتي روغتونونو کې نور خدمات وځنډوي.
پولیس وایي، د برید د انګېزې د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان او هند کې د ځوانو نجونو تو ښځو پر مخ د تېزاب شیندلو پېښې ډېرې رامنځته کیږي خو په وروستیو کلونو کې د دغې چارې د مخنیوي لپاره حکومتونه لاس پکار شوې دي.

