یکشنبه, جون 7, 2026
Homeافغانستاناروپايي ټولنې؛د افغانستان لپاره خپل نوی استازی وټاکه

اروپايي ټولنې؛د افغانستان لپاره خپل نوی استازی وټاکه

اروپايي ټولنې د افغانستان لپاره د خپل نوي چارسمبالي په توګه ایټالوی ډیپلوماټ، نیکولا بیلومو معرفي کړی دی.

بیلومو چې اوس مهال د اروپايي ټولنې د افریقايي چارو د څانګې مشري پر غاړه لري، په ډیپلوماټیک ډګر کې پراخه تجربه لري.

نوموړي مخکې په روانډا کې د اروپايي ټولنې د سفیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

ټاکل شوې ده چې د هغه ګومارنه د طالبانو د ‌حکومت له تایید او د اړوندو اداري پړاوونو تر بشپړېدو وروسته رسمي بڼه خپله کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here