جمعه, جون 12, 2026
Home Blog Page 18

یوناما؛په کابل کې د ملګروملتونو د یوې کارکوونکې د وژل کېدو پخلی وکړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د ملګرو ملتونو اړوند د وګړو صندوق د کارکوونکې فرشتې عمادي د وژل کېدو پخلی وکړ.

یوناما د فرشتې عمادي پر وژل کېدو خواشینې او خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې یاد به یې تل تازه وي.
یوناما همداراز غوښتنه کړې چې په دې وخت کې دې د مرحومې عمادي د کورنۍ او خپلوانو محرمیت ته درناوی وشي.

خو یاد سازمان د نوموړې د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

له کابله ځایي سرچینې وایي، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق کارکوونکې فرشته عمادي د تېرې پنجشنبې په ورځ(غبرګولي ۱۴مه) د ناپېژاندو کسانو له لوري وژل شوې او تېره ورځ یې د جنازې او فاتحې مراسم ترسره شول خو د وژل کېدو د لامل په اړه یې تراوسه معلومات نشته.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکې فرشتې عمادي وژل کېدو یو ځل بیا په افغانستان کې د فعالو ښځو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راپورته کړي.

شکیله ناز؛ له یوې سختۍ ناروغۍ په ښه کېدو راغله

د پښتو موسیقۍ ځلانده ستورې شکیله ناز له سختې ناروغۍ ورو ورو په ښه کېدو راغلې او په خپلو پښو وګرځېده.

مېرمن ناز چې په پښو فلج شوې وه او د ملا تر ټولو سخت او پېچلی عملیات یې کړی بلاخره له خپل ځایه پورته او وګرځېده.

د نوموړې مېړه فاروق فراق په خپله فېسبوک پاڼه د شکیله ناز د ښه کېدو او له روغتونه کور ته د رخصتېدو خبر ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې د نوموړې روغتیا له څه مودې راهیسې خرابه وه او په روغتون کې تر درملنې لاندې وه.

پاکستان او ایران؛د سوداګرۍ لپاره شپږ نوې ځمکنۍ لارې فعالې کړې

پاکستان او ایران د سیمه‌ ییزې سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په موخه شپږ نوې ځمکنۍ لارې فعالې کړې دي چې د پاکستان بندرونه له ایران او د منځنۍ آسیا له بازارونو سره نښلوي.

د یورېشیا نېټ د راپور له مخې، د پاکستان حکومت د ټرانزیټي مقرراتو له تعدیل وروسته د درېیمو هېوادونو مالونو ته اجازه ورکړې چې د پاکستان له خاورې د ایران پر لور ولېږدول شي. دغه لارې د ګوادر، کراچۍ او قاسم بندرونه د ایران له سرحدي دروازو سره نښلوي.

شنونکي وایي، د نویو لارو په فعالېدو سره به د پاکستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې شي او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته به د مالونو د لېږد لپاره نوې اسانتیاوې برابرې شي.

راپور زیاتوي چې پاکستان په دې وروستیو کې د ایران له لارې ازبکستان ته د صادراتو لومړنۍ جوپه هم لېږلې ده. اسلام‌ آباد هیله لري چې دغه نوې لارې به د سیمې د سوداګرۍ کچه لوړه او د پاکستان د بندرونو اقتصادي اهمیت زیات کړي.

د راپور له مخې، دا اقدام د سیمې د ټرانزیټي دهلېزونو د پراختیا او د پاکستان، ایران او منځنۍ آسیا ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو په لړ کې یو مهم ګام بلل کېږي.

د پاکستان؛د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یو ځل بیا ایران ته توده منډه کوي

پاکستاني سرچینو ویلي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي به نن د شنبې په ورځ ایران ته سفر وکړي.

سرچینې وایي، محسن نقوي به له ایراني چارواکو سره د واشنګټن د وروستي وړاندیز او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د پرمختګ په اړه بحث وکړي.

راپورونه ښیي، د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو او مذاکراتو بهیر حساس پړاو ته رسېدلی او پاکستان هڅه کوي د دواړو لورو د دریځونو د نږدې کولو لپاره رول ولوبوي.

دا سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې اسلام‌اباد د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب هڅې مخته وړي.

محسن نقوي په دې وروستیو کې هم دوه ځل تهران ته سفر کړی و او هلته یې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدنې کړې وې.

تر اوسه د پاکستان او ایران چارواکو د دغه سفر د اجنډا په اړه جزییات نه دي ورکړي.

په پنجشېر کې؛ د ګیلاس نږدې ۱۳۰ ټنه حاصلات راټول شوي

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي وایي، په روان کال کې له دغه ولایت نږدې د ګیلاس ۱۳۰ ټنه حاصلات راټول شوي.

د یاد ولایت لپاره د طالبانو د کرنې ریاست وایي، یاده اندازه حاصلات له نږدې ۳۶۳ هکټاره باغونو ترلاسه شوي چې ارزښت یې څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو ته رسیږي.

د یاد ریاست وینا، له دغې ډلې ۲۰ ټنه یې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د صادرېدو لپاره چمتو شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کلونو کې په پنجشېر کې د ګیلاسو د باغونو پراختیا، د بڼوالۍ د فعالیتونو زیاتېدو او د اصلاح شویو نیالګیو وېش د دغې تازه مېوې په محصول کې هم زیاتوالی راوړی.

هانا نیومن: اروپا د طالبانو په اړه ناسم پیغام ورکوي

د اروپا پارلمان غړې هانا نیومن د طالبانو استازو ته اروپا ته د بلنې پر پرېکړې بیا نیوکه کړې ده.

هانا نیومن په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې میلیونونه افغانې نجونې د طالبانو له لوري له زده‌کړو محرومې دي، خو په همدې وخت کې د طالبانو استازي اروپا ته بلل کېږي.

نوموړې ویلي، دا اقدام هغو افغانانو ته چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي او همدارنګه هغو استبدادي رژیمونو ته چې د اروپا سیاستونه څاري، ناسم پیغام لېږي.

نوموړې دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کوي چې د رسنیو د راپورونو له مخې، اروپایي ټولنه د کډوالۍ او ځینو تخنیکي موضوعاتو په اړه د خبرو لپاره د طالبانو د یوه پلاوي د بلنې چمتووالی نیسي. اروپایي چارواکي وایي، دا خبرې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نه لري، خو دغه پرېکړه له نیوکو سره مخ شوې ده.

امريکايي شنونکي:ایران ښايي له عمان سره د هرمز تنګي د تېرېدونکو بېړیو د فیسونو په اړه هوکړې ته ورسېږي

امریکايي شنونکو ری تکیه او روئل مارک ګرېشت په یوه تحلیلي مقاله کې ویلي چې د فارس خلیج نوم د تاریخي او جغرافیایي دلایلو له مخې کارول کېږي او ایران د تاریخ په اوږدو کې، پرته له هغو دورو چې له کورنیو ستونزو یا بهرني تسلط سره مخ و، پر دې مهمې سمندري لارې اغېزمن نفوذ درلود.

دوی زیاتوي چې عمان د خلیجي هېوادونو په منځ کې تل له ایران سره نسبتاً نږدې او متوازنې اړیکې ساتلې دي او په ډېرو سیمه‌ییزو موضوعاتو کې یې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په پرتله جلا دریځ غوره کړی دی.

د مقالې لیکوالان باور لري چې له همدې امله دا امکان شته چې مسقط او تهران په راتلونکي کې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو بېړیو د احتمالي فیسونو یا نورو سمندري ترتیباتو په اړه ګډ تفاهم ته ورسېږي.

د يادونې وړ ده چې د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالې انرژۍ د لېږد یوه ستراتیژیکه دروازه بلل کېږي.

حامد کرزی:د افغان نجونو د لوړو زده‌کړو لپاره د قطر بنسټ هڅې ستايم

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د قطر د «ښوونه له ټولو پورته» بنسټ له هغو هڅو مننه کړې چې افغان نجونو ته د زده‌کړو فرصتونه برابروي.

کرزي ویلي چې د دغه بنسټ د بورسونو له لارې ۷۴ افغان نجونې توانېدلې دي چې د امریکا د بېلابېلو پوهنتونونو زده‌کړې بشپړې او فارغې شي.

هغه د دغو محصلانو د فراغت هرکلی کړی، د بریا مبارکي ورکړې او له هغو ادارو او بنسټونو یې هم مننه کړې چې د افغان نجونو د زده‌کړو د دوام لپاره کار کوي.

د طالبانو حکومت؛له جرمني څخه د افغان کډوالو د اخراج د الوتکې مخه نېولې

د جرمني ډي پي اې خبري اژانس په یو راپور کې ويلي، د طالبانو حکومت له جرمني څخه کابل ته د هغو افغان کډوالو د لېږد د الوتکې مخه نیولې چې ټاکل شوې وه له جرمني څخه وایستل شي.

راپور وايي، د طالبانو حکومت وایي د الوتنې د لغوه کېدو لامل په جرمني کې د خپلو دیپلوماتانو کمښت دی او ټینګار کوي چې د افغان کډوالو د اخراج د بهیر د همغږۍ لپاره نورو استازو ته اړتیا لري.

ویل کېږي چې دا مهال په جرمني کې یوازې دوه طالب استازي رسمي اعتبار لري.

له بلې خوا، د جرمني د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د طالبانو له حکومت سره د تعامل پر څرنګوالي اختلاف موجود دی؛ د بهرنیو چارو وزارت د سخت دریځ پلوی دی، خو د کورنیو چارو وزیر اندېښنه لري چې زیات فشار به د اخراج بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ:افغان ابدالیان د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره سریلانکا ته روان شول

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې د افغان ابدالیانو لوبډله د هند او سریلانکا الف لوبډلو پر وړاندې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون لپاره سریلانکا ته روانه شوې ده.

ټاکل شوې چې افغان لوبډله خپله لومړۍ سیالي د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د هند الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.