د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د فرانسې د ولسمشر ايمانويل مکرون له لوري د جياووه سرمشریزې ته د بلنې له امله مننه کړې؛ خو ویلي یې دي چې د مخکینیو ژمنو او بوختیاوو له کبله به په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.
هغه ويلي:«د فرانسې له ولسمشر څخه د بلنې لپاره مننه کوم او د نه ګډون په اړه خواشینی يم.»
نوموړي ویلي چې د پخوانیو رسمي ژمنو له امله نه شي کولای په سرمشریزه کې حضور ولري، خو د ګډون کوونکو هېوادونو لپاره یې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې ده.

