پنجشنبه, جون 11, 2026
Homeکورپاڼهټرمپ:له ایران سره د لوړې کچې تفاهم وروسته د پنجشنبې شپې بریدونه...

ټرمپ:له ایران سره د لوړې کچې تفاهم وروسته د پنجشنبې شپې بریدونه لغوه شول

‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران له حکومت سره د لوړې کچې سیاسي خبرو اترو له پرمختګ وروسته یې د پنجشنبې ماښام لپاره پر ایران د پلان شویو پوځي بریدونو او بمباریو امر لغوه کړی دی.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «Truth Social» کې لیکلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت په رهبرۍ کې د خبرو اترو د تایید او پرمختګ له امله یې د امریکا له لوري پلان شوي بریدونه درولي دي.

د هغه په وینا، د روانو مذاکراتو مهم اصول او وروستي جزئیات د امریکا، اسرائیل، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، ترکیې، پاکستان، بحرین، کویټ، اردن، مصر او یو شمېر نورو اړخونو له خوا په عمومي ډول منل شوي دي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې د احتمالي هوکړې د لاسلیک لپاره د وخت او ځای اعلان به ژر وشي، خو تر هغه وخته به د هرمز تنګي په شاوخوا کې د امریکا سمندري محاصره پر خپل ځای پاتې وي.

دا اعلان په داسې حال کې شوی چې ټرمپ له دې وړاندې د ایران پر ضد د سختو پوځي اقداماتو ګواښ کړی و او حتی یې د پنجشنبې شپې لپاره د «ډېر سخت» برید یادونه کړې وه؛ خو اوس داسې ښکاري چې د منځني ختیځ د یو شمېر هېوادونو په منځګړیتوب ډیپلوماټیکې هڅې د پوځي تقابل پر ځای د سیاسي تفاهم لور ته روانې دي.

تر اوسه د ایران چارواکو د ټرمپ د وروستي بیان په اړه رسمي او تفصیلي غبرګون نه دی خپور کړی، خو نړیوال څارونکي وايي چې که روانې خبرې بریالۍ شي، نو د سیمې د امنیتي کړکېچ د کمېدو او د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره به مهم ګام وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here