د خوړو نړیوال پروګرام خبر ورکړی چې له ۹ هېوادونو څخه د ۱۵ زره کیلومتره اوږده سفر وروسته، ۴۰۰ ټنه غني شوي بسکټوېټ بالاخره افغانستان ته ورسېدل.
د دغه سازمان د اکمالاتو د ځنځیر مشرې کورېن فلېشر ویلي، له پاکستان سره د سرحدي لارو له تړل کېدو وروسته یې پرېکړه وکړه د افغان ماشومانو لپاره د خوړو نړیوال پروګرام غني شوي بېسکوېټ د ایران له لارې افغانستان ته ولېږدوي، خو په وینا یې، د هرمز تنګي له تړل کېدو سره د بېسکوېټ د جوپې لېږد له سختو ستونزو او ننګونو سره مخ شو.
کورېن زیاته کړې بلاخره پرېکړه وشوه چې دغه جوپه له اندونیزیا دوبۍ ته ولېږدول شي او له دوبۍ سعودي عربستان، بیا اردن، سوریې، ترکیې، جیورجیا، آذربایجان، ترکمنستان بیا د تورغونډۍ بندر له لارې افغانستان ته ورسېدل.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، دا بېسکوېټ به ۱۷۲ زره افعان زده کوونکو ته ووېشل شي.
دغه سازمان همداراز په خپله اېکس پاڼه لیکلي:«لوږه د لارو د بېرته پرانیستل کېدو انتظار نه کوي او موږ هم نه تم کېږو.»

