پنجشنبه, جون 11, 2026
Home Blog Page 16

په اسرائیل کې د ډزو پېښه؛یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي

د اسرائیل د تيلو په یوه پمپ کې د ډزو په پېښه کې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وایي چې پېښه د یوه پټرولو تمځای په ساحه کې رامنځته شوې، خو د ډزو د انګېزې او د بریدګر د هویت په اړه لا تر اوسه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي.

امنیتي او روغتیايي ځواکونو د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

چارواکو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې او تمه ده چې نور جزییات به وروسته خپاره شي.

العربيه:محسن نقوي عباس عراقچي ته د بندیزونو د نرمولو په اړه پیغام وړی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تهران کې د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره کتلي دي.

دغه لیدنه د ایران او امریکا ترمنځ د روانو ډیپلوماټیکو هڅو او د پاکستان د منځګړیتوب په لړ کې ترسره شوې ده.

عربي رسنۍ العربیه د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې محسن نقوي ایران ته د امریکا له لوري د بندیزونو د نرمولو په تړاو یو پیغام رسولی دی.

تر اوسه د دې پیغام د محتوا په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.

راپورونه ښيي چې محسن نقوي تهران ته د پاکستان د لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو پیغامونه هم وړي او د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو د بن‌بست د ماتولو لپاره د نوو وړاندیزونو په اړه بحثونه کوي.

ذبيح‌الله مجاهد:په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله واله ډله فعالیت نه لري

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، د پاکستان او تاجکستان د کورنیو چارو وزیرانو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله واله ډله حضور نه لري او امنیتي ځواکونه د هېواد پر ټوله جغرافیه بشپړ کنټرول لري.

مجاهد له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، هغه ادعاوې چې ګواکې په افغانستان کې وسله والې ډلې فعالیت کوي، نوې نه دي او دا ډول خبرې د «اسلامي امارت» له بیا واکمنېدو وړاندې هم مطرح کېدې.

د نوموړي په وینا، د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی دی.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان او تاجکستان د کورنیو چارو وزیرانو د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون د سیمې لپاره امنیتي اندېښنې رامنځته کړې دي.

د سیمه‌ییزو بدلونونو په منځ کې مهم سفر؛د چین ولسمشر شمالي کوريا ته په رسمي سفر ځي

الجزیرې په یوه راپور کې ویلي چې د چین ولسمشر شي جینپینګ د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګ‌یانګ ته سفر کوي، چې دا یې په تېرو اوو کلونو کې لومړی رسمي سفر ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، دغه سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د شمالي کوریا پوځي پروګرام په چټکۍ سره پراخ شوی او سیمه‌ییز امنیتي وضعیت د پام وړ بدلونونه تجربه کوي.

راپور زیاتوي چې د چین او شمالي کوریا اړیکې له پخوا څخه نږدې دي، خو په وروستیو کلونو کې د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ هم همکاري زیاته شوې، چې د سیمه‌ییز توازن په اړه د بیجینګ اندېښنې زیاتې کړې دي.

راپور کې ویل شوي چې شمالي کوریا له ۲۰۲۳ کال راهیسې له روسیې سره د وسلو او پوځي تجهیزاتو په برخه کې همکاري پراخه کړې، چې د نړیوالو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ نوې بڼه یې رامنځته کړې ده.

راپور ټینګار کوي چې د شي جینپینګ دا سفر د سیمه‌ییزو اړیکو د توازن د ساتلو او د شمالي کوریا د نوې پوځي تګلارې د اغېزو د کنټرول هڅه ګڼل کېږي.

پولیتیکو:واشنګټن او تهران ممکن د مبهمو سیاسي حل‌لارو له لارې توافق ته ورسېږي

امریکايي رسنۍ پولیتیکو په یوه تحلیلي راپور کې ویلي چې که د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت او ایران رښتیا هم د توافق هڅه وکړي، نو ښايي دواړه اړخونه د داسې سیاسي او حقوقي مبهمو لارو چارو ته مخه کړي چې هر لوری وکولای شي له ښکاره شاتګ پرته دغه موافقه د خپلې بریا په توګه وړاندې کړي.

په راپور کې ویل شوي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ هر احتمالي توافق به د ډیپلوماټیک ابهام او د تړون د مادو د بېلابېلو تفسیرونو اړتیا ولري، داسې تګلاره چې په نړیوالو مهمو تړونونو کې مخینه لري.

تحلیل د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وروستیو څرګندونو ته هم اشاره کوي، چې ویلي یې وو واشنګټن به د ایران د بندرونو د بیا پرانیستلو په بدل کې نه بندیزونه لرې کړي او نه به هم تهران ته د کنګل شویو شتمنیو لاسرسی ورکړي.

خو د راپور له مخې، پولیتیکو ټینګار کوي چې د کنګل شویو او محدودو مالي شتمنیو ترمنځ توپیر شته، او همدا موضوع ښايي د دواړو خواوو ترمنځ د ممکنه مصالحې لپاره لاره پرانیزي.

د طالبانو حکومت د برېښنا شرکت:د کاسا-۱۰۰۰ پروژې عملي چارې په درې پړاوونو کې په چټکۍ روانې دي

د طالبانو حکومت د برېښنا شرکت وایي چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې عملي چارې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په درېیو پړاوونو کې په چټکۍ سره روانې دي.

د معلوماتو له مخې، دا پروژه د شاوخوا ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد ظرفیت لري او د منځنۍ اسیا برېښنا د افغانستان له لارې سویلي اسیا ته انتقالوي.

برېښنا شرکت زیاتوي چې د پروژې درې واړه پړاوونه د هېواد له شماله تر ختیځو سیمو او تر تورخم پورې غځېدلي، او د برېښنا د لېږد سلګونه ستنې پکې شاملې دي.

د چارواکو په وینا، د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به افغانستان هر کال شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالر عواید ترلاسه کړي.

کاسا-۱۰۰۰ د سیمې له مهمو انرژۍ پروژو څخه ګڼل کېږي چې د اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییز اتصال په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.

اسرائیل‌هیوم:ټرمپ پر ایران د فشار او پوځي تګلارې دوام ته ژمن دی

د اسرائیل ورځپاڼې اسرائیل‌هیوم په یوه تحلیلي راپور کې ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ایران په اړه متضادو څرګندونو سره سره، د هغه عملي اقدامات ښيي چې واشنګټن لا هم پر تهران د فشار زیاتولو او پوځي تګلارې د دوام اراده لري.

په راپور کې د اسرائیلي شنونکي ډیویډ واینبرګ له قوله ویل شوي چې ټرمپ اوسني کړکېچ ته د امریکا د ستراتېژیکو سیالانو لکه چین او روسیې پر وړاندې د یوې پراخې نړیوالې مقابلې په سترګه ګوري، چې ایران هم پکې د هغوی د متحد په توګه شامل دی.

تحلیل زیاتوي چې امریکا به یوازې د مصنوعي بریا اعلان ونه کړي او نه به هم خپل ځواکونه له سیمې وباسي، بلکې هڅه به وکړي د ایران هغه ګواښونه محدود کړي چې د خلیج عربي هېوادونو، اسرائیل او لوېدیځ لپاره ګڼل کېږي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې ټرمپ که څه هم ممکن په ځینو پړاوونو کې انتظار وکړي؛ خو په پای کې به د ایران پر وړاندې پوځي او امنیتي فشار ته دوام ورکړي.

په راپور کې د هغه د پخوانیو اقداماتو لکه له ایران سره د اټومي تړون څخه وتل، د قاسم سلیماني وژل کېدل او ځینې پوځي عملیات هم یاد شوي دي.

تحلیل ټینګار کوي چې د ایران په اړه د ټرمپ تګلاره نه تصادفي ده او نه بې‌ثباته، بلکې د هدفمن فشار یوه دوامداره پالیسي ده.

اسرائیل کې د حکومت ضد مظاهرې؛زرګونه کسانو په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه وکړل

د اسرائیل په بېلابېلو ښارونو کې د حکومت ضد نوې مظاهرې ترسره شوې، چې پکې ګڼ شمېر کسانو ګډون کړی و.

د راپورونو له مخې، په تل ابيب، بیت المقدس او حيفا ښارونو کې لاریونونه او اعتراضي غونډې جوړې شوې.

د هارتس ورځپاڼې د راپور له مخې، د تل ابیب اصلي مظاهره د ښار په مرکزي برخه کې د هبیما تیاتر څخه بهر جوړه شوې وه.

تر دې غونډې وړاندې مظاهره کوونکو په ښار کې لاریون هم وکړ، چې سلګونه کسان پکې ګډونوال وو.

مظاهره کوونکو د حکومت پر تګلارو نیوکې وکړې او د سیاسي بدلونونو غوښتنه یې وکړه.

سینټکام:د ایران له لوري توغول شوې دوه بې‌پیلوټه الوتکې مو نسکورې کړې

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ يا سينټکام ادعا کړې چې د ایران له لوري توغول شوې دوه بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي.

سینټکام په ټولنیزه شبکه ایکس کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د امریکا ځواکونو په منځني ختیځ کې هغه دوه ډرونونه وویشتل چې د دوی په وینا د هرمز تنګي په سیمه کې د نړیوال سمندري تګ راتګ لپاره ګواښ بلل کېدل.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې امریکایي ځواکونه په خپلو سنګرونو کې پر ځای دي او د ایران د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.

محسن نقوي تهران ته په سفر کې:د عاصم منير ځانګړی ليک مې مجتبی خامنه‌يي ته راوړی

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، تهران ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منير له لوري یې د ایران د ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي لپاره ځانګړی لیک او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شريف پیغام له ځان سره راوړی دی.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، محسن نقوي ویلي چې دغه لیک او پیغام د سیمې د اوسني وضعیت په تړاو دی.

نوموړي په تېره میاشت کې دوه ځله ایران ته سفر کړی و او د دغو سفرونو پر مهال یې د ایران له ولسمشر، د پارلمان له رئیس، د بهرنیو چارو له وزیر او د کورنیو چارو له وزیر سره لیدنې کړې وې.

راپورونه ښيي چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو او د احتمالي تفاهم د رامنځته کولو لپاره د منځګړي رول لوبولو هڅې کوي.