دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 16

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت:د امارتي وېشل شوو ځمکو پېر او پلور منع دی

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې هغه امارتي ځمکې چې خلکو ته د استوګنې او سرپناه جوړولو لپاره وېشل شوې دي، پېر او پلور یې قانوناً منع ګڼل کېږي.

وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پرېکړه د امارتي ځمکو د وېش، پلور او رغونې د اجازې قانون له مخې شوې او هدف یې د ځمکو د غیرقانوني راکړې ورکړې مخنیوی دی.

د معاملاتو لارښود دفترونو ته هم سپارښتنه شوې چې د دې ډول ځمکو د پېر او پلور له ثبت او منځګړیتوب څخه ډډه وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، که کوم دفتر یا اشخاص له دې لارښوونې سرغړونه وکړي، دفترونه به یې وتړل شي او د معاملې دواړه اړخونه به له قانوني چلند سره مخ شي.

ایران:د کابل او تهران ترمنځ سوداګري په بې ساري ډول لوړه شوې

د ایران د سویلي خراسان والي سید محمد رضا هاشمي ویلي چې له افغانستان څخه ایران ته د وارداتو کچې په وروستیو میاشتو کې د پام وړ زیاتوالی موندلی او نږدې ۸۵۰ سلنه لوړه شوې ده.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییوي مسوول محمد یوسف امین وايي چې ایران ته د افغانستان صادرات پراخ شوي دي او په دې کې تر ډېره معدني توکي، نوشابې، وچه مېوه، طبي بوټي او پنبه شامل دي.

د اقتصادي چارو شنونکي دغه پرمختګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم فرصت بولي، په ځانګړي ډول ځکه چې د افغانستان تولیدات د ایران بازارونو ته نږدې او اسانه لاسرسی لري.

په ورته وخت کې ویل کېږي چې د سوداګریزو محدودیتونو سره سره، د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي تعاملات په تدریجي ډول د زیاتېدو په حال کې دي او د صادراتو توازن هم بدلون مومي.

امریکا؛اداهو ايالت کې د هوايي نندارې پرمهال د دوو پرمختللو جنګي الوتکو خطرناک‌ ټکر؛ عمله ژغورل شوې

د امریکا د سمندري ځواکونو دوه پرمختللې جنګي الوتکې د «EA-18G Growler» ډول، د یکشنبې په ورځ د اداهو ایالت په یوه هوايي ننداره کې له یو بل سره ټکر شوي دي.

فاکس نیوز راپور ورکوي چې دا پېښه د ځايي وخت له مخې شاوخوا ۱۲:۱۰ بجې د «Gunfighter Skies» هوايي نندارې د دویمې ورځې پر مهال رامنځته شوې ده.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې د الوتکو د ټکر سخته او وېروونکې صحنه ښکاري چې د نندارچیانو ترمنځ یې اندېښنه راپورته کړې ده.

د امریکا سمندري ځواک تایید کړې چې د دواړو الوتکو څلور عملې په خوندي ډول ځانونه ایستلي او د پراشوټونو په وسیله ځمکې ته کوز شوي دي.

د طبي معاینې وروسته د هغوی روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی دی.

تر اوسه د دې پېښې دقیق علت نه دی معلوم، خو چارواکو یې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

کرملين:اټومي وسلې د روسیې د ملي امنیت ستنه ده او هېڅوک نه شي کولای اټومي ځواک ته ګواښ وکړي

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف یو ځل بیا ټینګار کړی چې اټومي وسلې د روسیې د ملي امنیت مهمه ستنه ده.

هغه ویلي، یو اټومي ځواک نه شي ګواښل کېدای او د هغه شتون په خطر کې نه شي اچول کېدای.

پسکوف د روسیې دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې د «سارمات» بالستیک توغندي د وروستي بریالي ازمایښت یادونه کړې او ویلي چې د روسیې اټومي ځواک د خطر د مخنیوي بنسټ جوړوي او هېواد ته ډاډ ورکوي.

نوموړي زیاته کړې چې اټومي وسلې د روسیې د ملي امنیت بنسټیزه او د دفاعي ستراتیژۍ نه بېلېدونکې برخه بلل کېږي.

«سارمات» د روسیې له نوې نسل درنو بالستیک توغندیو څخه دی چې ویل کېږي تر ۱۸ زره کیلومتره پورې واټن وهلی شي او څو اټومي سرګلولې لېږدولی شي.

روسي چارواکي دا توغندی د «اټومي سونامي» په نوم هم یادوي.

د کرملین ویاند زیاته کړې چې دا ډول وړتیاوې د روسیې پر ضد د هر ډول برید فکر له منځه وړي او د هېواد امنیت تضمینوي.

د قرغزستان ولسمشر:د منځنۍ اسیا امنیت د افغانستان ثبات پورې تړل شوی

د قرغزستان ولسمشر سدير جباروف ویلي، که قرغزستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غیر دایمي غړیتوب ترلاسه کړي؛ نو د افغانستان وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه د منځنۍ اسیا امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی دی.

د جباروف د رسنیز دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، قرغزستان د همدې لیدلوري پر بنسټ د افغانستان خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته بشري مرستو ته دوام ورکړی او د افغانستان د اقتصادي او سیاسي ادغام ملاتړ کوي.

هغه همداراز ټینګار کړی چې بشکېک له زیانمنو افغانانو سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دی او غواړي افغانستان د نړیوالې ټولنې فعاله برخه وګرځي.

دغه څرګندونې داسې مهال شوې چې قرغزستان هڅه کوي د ۲۰۲۷ ـ ۲۰۲۸ کلونو لپاره د امنیت شورا د غیر دایمي غړیتوب څوکۍ ترلاسه کولو په موخه د هېوادونو ملاتړ او رایې خپلې کړي.

روسي چارواکی:د طالبانو حکومت پر روسیې تر چین او نورو هېوادونو ډېر باور لري

په کابل کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم خبیبولین‌ویلي، چې د طالبانو حکومت د نورو هېوادونو په پرتله پر روسیې زیات باور او لېوالتیا لري، او د افغانستان په دننه کې د روسیې اعتبار لوړ ګڼل کېږي.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، خبیبولین د کازان ښار کې د روسیې ـ اسلامي نړۍ د غونډې په څنډه کې ویلي چې روسي شرکتونه دا مهال د افغانستان د نفتو، ګازو او کانونو د استخراج او تصفیې په برخو کې فعالیت کوي او دغه چارې له جدي ستونزو پرته روانې دي.

هغه ټینګار کړی چې مسکو په افغانستان کې د انرژۍ او طبیعي زېرمو په برخه کې خپل حضور پراخ کړی او د طالبانو حکومت هم له روسیې سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا هڅه کوي.

بلخوا، د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي چې روسیې ته په سفر تللی، د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اورچوک سره په لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

عزیزي همداراز ویلي، ځینې کړۍ هڅه کوي د کابل او مسکو اړیکې زیانمنې کړي؛ خو په وینا یې باید د دغو هڅو مخه ونیول شي او دواړه لوري خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.

د هرمز تنګي کړکېچ؛د یو بېرل برېنټ خام نفتو بیه ۱۱۰ ډالرو ته رسېدلې

د برېنټ خام نفتو بیه د دوشنبې ورځې د راکړې ورکړې په پیل کې ۱.۲ سلنه لوړه شوې او د هر بېرل بیه یې ۱۱۰.۶۳ ډالرو ته رسېدلې ده.

همداراز د امریکا د خامو نفتو بیه هم یو سلنه لوړه شوې او د هر بېرل په بدل کې ۱۰۶.۴۲ ډالرو ته رسېدلې ده.

د رويټرز د راپور له مخې، په فارس خليج کې د تازه بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو د نفتو بیې او د پورونو د اسنادو ګټه لوړه کړې ده.

رویټرز لیکلي چې پر متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان د ډرون بریدونو، د امریکا د ولسمشر له خبرداري او د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله د نړیوال بازار اندېښنې زیاتې شوې دي.

د «کپیتال ایکونومیکس» شنونکو خبرداری ورکړی چې که د هرمز تنګی تړلی پاتې شي، د نړۍ د نفتو زېرمې به په چټکۍ سره کمې شي.

د دوی په وینا، ښايي د روان کال تر جون میاشتې پورې د زېرمو وضعیت بحراني حد ته ورسېږي او د برېنټ نفتو بیه د هر بېرل لپاره له ۱۳۰ تر ۱۴۰ ډالرو، او حتی تر دې هم لوړه شي.

مسعود پزشکیان:ګاونډیو هېوادونو د ایران پر ضد د خپلو خاورو د کارېدو مخه نیولې، قدردانی یې کوو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سره په لیدنه کې ویلي، د ایران پر وړاندې د خپلو خاورو د کارونې د مخنیوي په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو همکاري د ستاینې وړ ده او تهران ورته ځانګړی اهمیت ورکوي.

په کابل کې د ایران سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، پزشکیان د خبرو پر مهال په ځانګړي ډول له افغانستان، پاکستان او عراق څخه مننه کړې چې د ایران پر ضد یې د خپلو خاورو د کارېدو مخه نیولې ده.

هغه ویلي، سیمه‌ییز امنیت او ثبات د ګډې همکارۍ له لارې پیاوړی کېدای شي او ایران هڅه کوي له اسلامي هېوادونو او د سیمې له نورو دولتونو سره خپلې سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي.

پزشکیان همداراز ټینګار کړی چې تهران د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا ته ژمن دی، او باور لري چې د سیمې هېوادونه کولای شي د همغږۍ او دوامدارو همکاریو له لارې د شته ګواښونو مخه ونیسي.

د یووالي مخاطب باید څوک وي، چا مات کړی؟

لیکوال احمد شاه ساحل

خبرې باید په مسولیت سره وشي، هغه که د یووالي وي او که حتا د شخړې.
لږ تر لږه دومره درک باید موجود وي چې معلومه کړو چاته د یووالي توصیه وکړو، څوک غلی دی او څوک مسلسل غږیږي، نه دا چې دواړه لوري په یوه تله وتلل شي.
منظور پښتین نور څه وکړي؟ ایمل ولي خان د هغه تحریک د یوې پراکسي ډلې ترڅنګ ودراوه، او د دې دریځ د دفاع لپاره یې نه یوازې د ګوند ټول غړي رامخته شول، بلکې هغه مطرحې څېرې هم ورسره ودرېدې چې خلکو پرې لوی حساب کاوه.
حتا موضوع دومره جدي ونیول شوه چې د ګوند له رسمي ادرسه یې تعقیبي اعلامیه خپره شوه او د ایمل ولي خان هغه دریځ ته رسمي بڼه ورکړل شوه؛ کوم ته چې تر اوسه هیڅ راز منطقي او مستند دلیل نه دی وړاندی شوی.

خو د دې هر څه باوجود، منظور پښتین خاموش پاتې شو.
نه یې ورته چلند وکړ او نه یې د اختلاف لمن پراخه کړه، یوازې ددې لپاره چې د پښتنو پام له اصلي مسلې او پنجابي ریاست څخه بل لوري ته وانه وړي. (منظور په شعوري ډول دا چوپتیا اختیار کړه، په دې خاطر هم چې د داخلي ټکر اور لا پسې تود نه شي. هغه په کراتو ویلي چې اصلي او یوازینی لوری یې معلوم دی؛ پاکستان دی، او هیڅکله نه غواړي چې د پښتنو مشرانو سره په تقابل کې ځان واقع کړي. حتا که هغوی غواړي هم.
دا خبره منظور پښتین ثابته کړې ده او تراوسه یې هیڅ پښتون سیاسي مشر ته د هغوی د تورونو او حتا سپکاوي ځواب ندی ورکړی.)

اوس که له دې وروسته څوک د اتفاق او یووالي خبره کوي؛ نو لږ تر لږه باید دومره انصاف وکړي چې مخاطب سم وټاکي.
خپله خبره داسې ونه کړي چې هدف یې منظور پښتین هم وي او ایمل ولي هم.
باید یوازې ایمل ولي وي، او د هغه او ګوند له غړو یې وغواړي چې د پښتنو ترمنځ نفاق ته لمن ونه وهي او تر دې زیات یې دښمن ته کمزوری نه کړي.
دا سمه نه ده چې ایمل ولي هم د شخړې پیل کوونکی وي، رسمي تورونه هم هغه ولګوي، د ګوند له ادرسه یې هم ملاتړ وشي؛ خو بیا د یووالي او اتفاق په نوم منظور پښتین هم د هغه ترڅنګ ودرول شي او داسي وښودل شي لکه دواړه چې په مساوي ډول د دې وضعیت مسول دي. اصلاً دلته د ایمل ولي د ”بې مسولیته کردار“ او د منظور پښتین د ”بې ساري زغم“ ترمنځ توپیر له منځه ځي، چې هیڅکله باید لاړ نه شي.

فرض کړه احمد راځي او محمود په کاڼو ولي. محمود د یو لوی مصلحت لپاره غلی پاتې کېږي او هېڅ غبرګون نه ښيي. اوس که ته راشې او د دواړو غوږونه ونیسې، دواړو ته یو ډول نصیحت پيل کړې، نو ایا دا به عدالت وي که د یو ډېر ښکاره واقعیت تحریف؟ ته که له احمد څخه د وار کولو پوښتنه نه کوې یا یې نه شې کولی، او یوازي نصیحت ورته کوې، خو دا هم مه کوه چې محمود ته د خپل زغم او خاموشۍ سزا ورکړې او د شخړي برخه یې معرفي کړې. شخړه او وار احمد کړي، اصولاً او منطقاً نصیحت او د اتفاق غوښتنه هم باید هغه ته وشي.
منظور پښتین خو اوس مهال د اتفاق په خاطر ځان خاموشه کړی. خو که ته یې بیا هم په دا ډول غوښتنو کې هدف ګرځوې، دا په غیر مستقیمه توګه دا مانا لري چې څومره ایمل ولي ملامت دی، هغومره منظور پښتین هم دی. په داسې حال کې چې منظور ددې مسلې څخه وړاندې هم غلی و، او اوس هم غلی دی.

په هر صورت، دا موضوع مې ځکه یاده کړه چيې ځینو دوستانو د دوی ترمنځ د یووالي هیله ښودلې، او دا ښه خبره هم ده. خو که په دې اړه سطحي او ناسنجول شوی چلند کیږي، نه یوازي بې انصافي او د عدالت پر وړاندې ښکاره دریدل دي، بلکې مقابل لوري ته نهایت زړه لږوي او هغه ته دا ښودل کیږي چې د اتفاق او یووالي په خاطر که څه هم تا پر خپل سپکاوي خاموشي اختیار کړه، خو بیا یې هم هیڅ ګټه یې درته ونه کړه. کوم ”نصیحت“ چې ایمل ولي ته کېده، هغه تاته هم کیږي، او د اتفاق کولو په کومو ”هیډلاینونو“ کې چې د ایمل ولي نوم راتلو، هلته ستا نوم هم لیکل کیږي، او په دې سره به د سلامت او ملامت د تشخیص پرته، د ”تور“ او د ”نصیحت“ بار پر دواړو مساوي ووېشل شي.

دا کار به نه یوازې د پي‌ټي‌ایم او منظور پښتین په حق کې ظلم وي، بلکې که څوک یې کوي، هغه به هم ښيي چې د لازم درک او حس څخه بې برخې دی. البته، زموږ هدف هیڅکله دا نه دی چې څوک دې د یووالي خبره نه کوي، سل ځله یې باید وکړي، اما لوری او مخاطب باید د انصاف او عدالت پر بنیاد وټاکي، نه د احساساتو.

پکار نه ده چې د منظور بې داغه لمن، داغداره وښودل شي!

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

ډونالډ ټرمپ:ایران لا هم د اټومي موافقې هڅه کوي؛ خو د پوځي اقدام خبرداری هم شته

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیل د ۱۲م ټلوېزیوني چینل سره په خبرو کې ویلي چې لا هم باور لري ایران د یوې موافقې ترلاسه کولو هیله لري، او تمه لري چې تهران به په راتلونکو ورځو کې نوې وړاندیز وړاندې کړي.

د راپور له مخې، ټرمپ د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لپاره د کوم وروستي ضرب‌الاجل له ټاکلو ډډه کړې؛ خو خبرداری یې ورکړی چې که د ایران اټومي پروګرام د امریکا غوښتنې پوره نه کړي، نو واشنګټن به لا سخت او جدي پوځي اقدام ته مخه کړي.

هغه زیاته کړې چې امریکا نه غواړي ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي، او ټینګار یې کړی چې د دې هدف د مخنیوي لپاره ټول انتخابونه پر مېز دي.