لیکوال احمد شاه ساحل
خبرې باید په مسولیت سره وشي، هغه که د یووالي وي او که حتا د شخړې.
لږ تر لږه دومره درک باید موجود وي چې معلومه کړو چاته د یووالي توصیه وکړو، څوک غلی دی او څوک مسلسل غږیږي، نه دا چې دواړه لوري په یوه تله وتلل شي.
منظور پښتین نور څه وکړي؟ ایمل ولي خان د هغه تحریک د یوې پراکسي ډلې ترڅنګ ودراوه، او د دې دریځ د دفاع لپاره یې نه یوازې د ګوند ټول غړي رامخته شول، بلکې هغه مطرحې څېرې هم ورسره ودرېدې چې خلکو پرې لوی حساب کاوه.
حتا موضوع دومره جدي ونیول شوه چې د ګوند له رسمي ادرسه یې تعقیبي اعلامیه خپره شوه او د ایمل ولي خان هغه دریځ ته رسمي بڼه ورکړل شوه؛ کوم ته چې تر اوسه هیڅ راز منطقي او مستند دلیل نه دی وړاندی شوی.
خو د دې هر څه باوجود، منظور پښتین خاموش پاتې شو.
نه یې ورته چلند وکړ او نه یې د اختلاف لمن پراخه کړه، یوازې ددې لپاره چې د پښتنو پام له اصلي مسلې او پنجابي ریاست څخه بل لوري ته وانه وړي. (منظور په شعوري ډول دا چوپتیا اختیار کړه، په دې خاطر هم چې د داخلي ټکر اور لا پسې تود نه شي. هغه په کراتو ویلي چې اصلي او یوازینی لوری یې معلوم دی؛ پاکستان دی، او هیڅکله نه غواړي چې د پښتنو مشرانو سره په تقابل کې ځان واقع کړي. حتا که هغوی غواړي هم.
دا خبره منظور پښتین ثابته کړې ده او تراوسه یې هیڅ پښتون سیاسي مشر ته د هغوی د تورونو او حتا سپکاوي ځواب ندی ورکړی.)
اوس که له دې وروسته څوک د اتفاق او یووالي خبره کوي؛ نو لږ تر لږه باید دومره انصاف وکړي چې مخاطب سم وټاکي.
خپله خبره داسې ونه کړي چې هدف یې منظور پښتین هم وي او ایمل ولي هم.
باید یوازې ایمل ولي وي، او د هغه او ګوند له غړو یې وغواړي چې د پښتنو ترمنځ نفاق ته لمن ونه وهي او تر دې زیات یې دښمن ته کمزوری نه کړي.
دا سمه نه ده چې ایمل ولي هم د شخړې پیل کوونکی وي، رسمي تورونه هم هغه ولګوي، د ګوند له ادرسه یې هم ملاتړ وشي؛ خو بیا د یووالي او اتفاق په نوم منظور پښتین هم د هغه ترڅنګ ودرول شي او داسي وښودل شي لکه دواړه چې په مساوي ډول د دې وضعیت مسول دي. اصلاً دلته د ایمل ولي د ”بې مسولیته کردار“ او د منظور پښتین د ”بې ساري زغم“ ترمنځ توپیر له منځه ځي، چې هیڅکله باید لاړ نه شي.
فرض کړه احمد راځي او محمود په کاڼو ولي. محمود د یو لوی مصلحت لپاره غلی پاتې کېږي او هېڅ غبرګون نه ښيي. اوس که ته راشې او د دواړو غوږونه ونیسې، دواړو ته یو ډول نصیحت پيل کړې، نو ایا دا به عدالت وي که د یو ډېر ښکاره واقعیت تحریف؟ ته که له احمد څخه د وار کولو پوښتنه نه کوې یا یې نه شې کولی، او یوازي نصیحت ورته کوې، خو دا هم مه کوه چې محمود ته د خپل زغم او خاموشۍ سزا ورکړې او د شخړي برخه یې معرفي کړې. شخړه او وار احمد کړي، اصولاً او منطقاً نصیحت او د اتفاق غوښتنه هم باید هغه ته وشي.
منظور پښتین خو اوس مهال د اتفاق په خاطر ځان خاموشه کړی. خو که ته یې بیا هم په دا ډول غوښتنو کې هدف ګرځوې، دا په غیر مستقیمه توګه دا مانا لري چې څومره ایمل ولي ملامت دی، هغومره منظور پښتین هم دی. په داسې حال کې چې منظور ددې مسلې څخه وړاندې هم غلی و، او اوس هم غلی دی.
په هر صورت، دا موضوع مې ځکه یاده کړه چيې ځینو دوستانو د دوی ترمنځ د یووالي هیله ښودلې، او دا ښه خبره هم ده. خو که په دې اړه سطحي او ناسنجول شوی چلند کیږي، نه یوازي بې انصافي او د عدالت پر وړاندې ښکاره دریدل دي، بلکې مقابل لوري ته نهایت زړه لږوي او هغه ته دا ښودل کیږي چې د اتفاق او یووالي په خاطر که څه هم تا پر خپل سپکاوي خاموشي اختیار کړه، خو بیا یې هم هیڅ ګټه یې درته ونه کړه. کوم ”نصیحت“ چې ایمل ولي ته کېده، هغه تاته هم کیږي، او د اتفاق کولو په کومو ”هیډلاینونو“ کې چې د ایمل ولي نوم راتلو، هلته ستا نوم هم لیکل کیږي، او په دې سره به د سلامت او ملامت د تشخیص پرته، د ”تور“ او د ”نصیحت“ بار پر دواړو مساوي ووېشل شي.
دا کار به نه یوازې د پيټيایم او منظور پښتین په حق کې ظلم وي، بلکې که څوک یې کوي، هغه به هم ښيي چې د لازم درک او حس څخه بې برخې دی. البته، زموږ هدف هیڅکله دا نه دی چې څوک دې د یووالي خبره نه کوي، سل ځله یې باید وکړي، اما لوری او مخاطب باید د انصاف او عدالت پر بنیاد وټاکي، نه د احساساتو.
پکار نه ده چې د منظور بې داغه لمن، داغداره وښودل شي!
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

