دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 15

الجزیره:تهران خپل څوارلس ماده ییز وړاندیز د اسلام آباد په منځګړیتوب مقابل لوري ته سپارلی

د الجزیرې د راپور له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ غیر مستقیمې خبرې اترې د پاکستان په منځګړیتوب لا هم روانې دي.

د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې تهران خپل وروستی مذاکراتي وړاندیز، چې ۱۴ مادې لري، د پاکستان له لارې مقابل لوري ته سپارلی دی.

راپور زیاته کړې، چې دا معلومات د ایران د مذاکراتي ټیم یوې نږدې سرچینې هم تایید کړې دي.

رویټرز:پاکستان ۸ زره پوځیان او پوځي تجهیزات سعودي عربستان ته استولي

رویټرز خبري اژانس د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې پاکستان د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره ۸ زره پوځیان، د جنګي الوتکو یو سکواډرون او د هوايي دفاع سیستم دغه هېواد ته لېږدولي دي.

د راپور له مخې، دغه ځواکونه د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د دفاعي تړون له مخې سعودي عربستان کې ځای پر ځای شوي او بشپړ عملیاتي چمتووالی لري.

د راپور له مخې، سرچینو ویلي، د دې پوځي اقدام هدف دا دی چې که پر سعودي عربستان بیا بریدونه وشي، نو پاکستان به د خپل متحد هېواد امنیتي ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې، اسلام اباد د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب رول هم لوبوي.

سهیل اپرېدي:د پنجاب حکومت له خېبر پښتونخوا سره ظلم کوي

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپرېدي د پنجاب حکومت له لوري دې صوبې ته د غنمو او اوړو پر لېږد لګېدلی بندیز غندلی او ویلي یې دي چې دغه اقدام د اساسي قانون خلاف او له خېبر پښتونخوا سره «ظلم» دی.

نوموړي پېښور کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال وویل، د پاکستان د اساسي قانون د ۱۵۱مې مادې له مخې هېڅ یوه صوبه نه شي کولی د خوراکي توکو پر لېږد بندیز ولګوي.

سهیل اپرېدي وویل، د پنجاب حکومت ته یې څو ځله د غنمو او اوړو د بندیز په تړاو لیکونه استولي، خو په خبره یې، سره له دې چې فدرالي حکومت هم له موضوع خبر دی، بیا هم د پنجاب حکومت مخه نه نیول کېږي.

هغه زیاته کړه: «د خېبر پښتونخوا خلک، سره له دې چې دغه صوبه برېښنا، ګاز او نورې سرچینې برابروي، بیا هم په لوړه بیه اوړه اخلي، چې دا ناوړه چلند دی.»

سهیل اپریدي د سي‌اېن‌جي (CNG) د ځنډولو پرېکړه هم وغندله او ویې ویل چې دا ډول اقدامات د خېبر پښتونخوا پر خلکو اضافي فشار زیاتوي.

خیبر پښتونخوا؛سویلي وزیرستان کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې د یوه سیمه‌ییز ملک په ګډون درې کسان وژلي

د خیبر پښتونخوا د سویلي وزیرستان په واڼه ښار کې د یوې زورورې چاودنې له امله د احمدزي وزیر قبیلې مخور مشر ملک طارق وزیر وژل شوی او له هغه سره لږ تر لږه دوه نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سیمې امنیتي سرچینو ویلي، پېښه د واڼه د رستم بازار په مزدحمې سیمې کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ملک طارق وزیر موټر له بازار څخه تېرېده.

د راپورونو له مخې، چاودېدونکي توکي مخکې له مخکې د یوه سوداګریز مرکز مخې ته ځای پر ځای شوي وو چې د موټر په رسېدو سره وچاودېدل.

په دې برید کې څلور کسان ټپیان شوي هم دي چې ځینې یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو حکومت:د واخان سړک پروژه به د روان کال تر پایه بشپړه شي

د طالبانو حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د بدخشان ولایت د فیض‌اباد ښار له مرکز څخه د واخان دهلېز تر لارې د چین تر پولې غځېدونکی مهم سړک په چټکۍ سره د جوړېدو په حال کې دی.

د دغه وزارت په وینا، د ټولټال څه باندې ۱۲۱ کیلومتره اوږد دغه سړک د ۳۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت په دوو بېلابېلو پړاوونو کې رغول کېږي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د لومړي پړاو کارونه، چې د واخان له بزهای ګنبد څخه د چین تر سرحدي نقطې پورې نږدې ۵۰ کیلومتره مسیر رانغاړي، بشپړ شوي او دغه برخه تر نړیوالې پولې رسېدلې ده.

همدارنګه د دویم پړاو کارونه، چې د بروغیل له سیمې تر بزهای ګنبد پورې شاوخوا ۷۱ کیلومتره اوږدوالی لري، د جغل‌اچونې په برخه کې نږدې درې‌څلورمه برخه مخته تللي او پاتې چارې یې روانې دي.

الجزیره:امریکا ښايي په راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې پر ایران جګړه بېرته پیل کړي

الجزیرې راپور ورکړی، چې امریکا ښايي په راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې د ایران پر ضد خپل پوځي اقدامات بېرته پيل کړي.

د راپور له مخې، د دوحې د لوړو زده کړو انسټیټیوټ د رسنیو چارو استاد، محمد المصري الجزیرې ته ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بېلابېلو سخت‌دریځو کړیو تر فشار لاندې دی، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د ادارې جګړه‌غوښتونکي چارواکي هم پکې شامل دي.

د هغه په وینا، ټرمپ تمه لرله چې ایران به ژر د امریکا غوښتنو ته غاړه کېږدي، خو تهران تر اوسه هغه ډول انعطاف نه دی ښودلی چې واشنګټن یې هیله لرله.

د راپور له مخې، المصري زیاته کړې، د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د ټرمپ وروستۍ لیدنې هم هغه پایله نه ده ورکړې چې سپینې ماڼۍ تمه لرله.

هغه خبرداری ورکړی، چې د ایران پر ضد جګړه د امریکا لپاره له سیاسي او اقتصادي پلوه په یوې سترې ستونزې بدله شوې، خو ټرمپ ښايي د “بریا اعلان” له نشتوالي امله د جګړې له درولو ډډه وکړي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت:د هیواد په ۲۰ولایتونو او ۱۹۴ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین پیل شول

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د پولیو ضد واکسین دویم فرعي ملي کمپاین یې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې پیل کړی دی.

د وزارت په وینا، دغه کمپاین به د هېواد د مرکزي، ختیځ، سوېل، لوېدیځ، سوېل ختیځ، شمال او شمال ختیځو حوزو په ۱۹۴ ولسوالیو کې تطبیق شي.

چارواکي وایي، د کمپاین پر مهال به شاوخوا ۸.۳ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د پولیو ضد واکسین ترلاسه کړي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د کمپاین د پرانیستې پر مهال ویلي، وزارت یې له نړیوالو همکارو ادارو سره په ګډه هڅه کوي چې په افغانستان کې د پولیو ویروس د خپرېدو مخه ونیسي او ماشومان له دې ناروغۍ خوندي وساتي.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه ساري ناروغي ده چې تر ډېره کوچني ماشومان اغېزمنوي او افغانستان لا هم د هغو محدودو هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي چې د دې ناروغۍ پېښې پکې ثبتېږي.

اوچا:ډنمارک له افغانستان سره د ۵.۴۹ میلیونه ډالرو بشري مرستې اعلان وکړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې ډنمارک د افغان اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره له پنځه میلیونه ډالرو زیاته مالي مرسته ځانګړې کړې ده.

د اوچا د معلوماتو له مخې، ډنمارک د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۵.۴۹ میلیونه امريکايي ډالر ورکړي، څو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له زیانمنو او بې‌وزلو خلکو سره بېړنۍ مرستې وشي.

اوچا ویلي، دغه مالي ملاتړ به هغو کورنیو ته ورسېږي چې د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او وروستیو طبیعي پېښو له امله له سختو بشري ننګونو سره مخ دي.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت:د امارتي وېشل شوو ځمکو پېر او پلور منع دی

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې هغه امارتي ځمکې چې خلکو ته د استوګنې او سرپناه جوړولو لپاره وېشل شوې دي، پېر او پلور یې قانوناً منع ګڼل کېږي.

وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پرېکړه د امارتي ځمکو د وېش، پلور او رغونې د اجازې قانون له مخې شوې او هدف یې د ځمکو د غیرقانوني راکړې ورکړې مخنیوی دی.

د معاملاتو لارښود دفترونو ته هم سپارښتنه شوې چې د دې ډول ځمکو د پېر او پلور له ثبت او منځګړیتوب څخه ډډه وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، که کوم دفتر یا اشخاص له دې لارښوونې سرغړونه وکړي، دفترونه به یې وتړل شي او د معاملې دواړه اړخونه به له قانوني چلند سره مخ شي.

ایران:د کابل او تهران ترمنځ سوداګري په بې ساري ډول لوړه شوې

د ایران د سویلي خراسان والي سید محمد رضا هاشمي ویلي چې له افغانستان څخه ایران ته د وارداتو کچې په وروستیو میاشتو کې د پام وړ زیاتوالی موندلی او نږدې ۸۵۰ سلنه لوړه شوې ده.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییوي مسوول محمد یوسف امین وايي چې ایران ته د افغانستان صادرات پراخ شوي دي او په دې کې تر ډېره معدني توکي، نوشابې، وچه مېوه، طبي بوټي او پنبه شامل دي.

د اقتصادي چارو شنونکي دغه پرمختګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم فرصت بولي، په ځانګړي ډول ځکه چې د افغانستان تولیدات د ایران بازارونو ته نږدې او اسانه لاسرسی لري.

په ورته وخت کې ویل کېږي چې د سوداګریزو محدودیتونو سره سره، د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي تعاملات په تدریجي ډول د زیاتېدو په حال کې دي او د صادراتو توازن هم بدلون مومي.