د برېنټ خام نفتو بیه د دوشنبې ورځې د راکړې ورکړې په پیل کې ۱.۲ سلنه لوړه شوې او د هر بېرل بیه یې ۱۱۰.۶۳ ډالرو ته رسېدلې ده.
همداراز د امریکا د خامو نفتو بیه هم یو سلنه لوړه شوې او د هر بېرل په بدل کې ۱۰۶.۴۲ ډالرو ته رسېدلې ده.
د رويټرز د راپور له مخې، په فارس خليج کې د تازه بېپیلوټه الوتکو بریدونو د نفتو بیې او د پورونو د اسنادو ګټه لوړه کړې ده.
رویټرز لیکلي چې پر متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان د ډرون بریدونو، د امریکا د ولسمشر له خبرداري او د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله د نړیوال بازار اندېښنې زیاتې شوې دي.
د «کپیتال ایکونومیکس» شنونکو خبرداری ورکړی چې که د هرمز تنګی تړلی پاتې شي، د نړۍ د نفتو زېرمې به په چټکۍ سره کمې شي.
د دوی په وینا، ښايي د روان کال تر جون میاشتې پورې د زېرمو وضعیت بحراني حد ته ورسېږي او د برېنټ نفتو بیه د هر بېرل لپاره له ۱۳۰ تر ۱۴۰ ډالرو، او حتی تر دې هم لوړه شي.

