سياېناېن راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د وړاندیز شوې هوکړې له مخې، دواړو لورو ته ۶۰ ورځې وخت ورکړل شوی څو وروستۍ موافقه نهايي کړي.
د راپور له مخې، د ایران پر ضد د بندیزونو کمېدل به د تهران له لوري د لوړې کچې غني شویو یورانیمو زېرمو سپارلو پورې تړلي وي.
سياېناېن د ټرمپ ادارې د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله لیکلي:« تر هغه چې یورانیم ونه سپارل شي، تهران ته به هېڅ پیسې ورنه کړل شي.»
راپور زیاتوي چې دغه احتمالي تفاهم لا هم د خبرو په پړاو کې دی او تر اوسه د دواړو هېوادونو له خوا په رسمي ډول نهايي شوی نه دی.

