د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیل د ۱۲م ټلوېزیوني چینل سره په خبرو کې ویلي چې لا هم باور لري ایران د یوې موافقې ترلاسه کولو هیله لري، او تمه لري چې تهران به په راتلونکو ورځو کې نوې وړاندیز وړاندې کړي.
د راپور له مخې، ټرمپ د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لپاره د کوم وروستي ضربالاجل له ټاکلو ډډه کړې؛ خو خبرداری یې ورکړی چې که د ایران اټومي پروګرام د امریکا غوښتنې پوره نه کړي، نو واشنګټن به لا سخت او جدي پوځي اقدام ته مخه کړي.
هغه زیاته کړې چې امریکا نه غواړي ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي، او ټینګار یې کړی چې د دې هدف د مخنیوي لپاره ټول انتخابونه پر مېز دي.

