یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 16

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې؛د ورښتونو او سېلابونو له امله ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې خبر ورکړی چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د پلازمېنې په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د تالندې او برېښنا، ږلۍ، بارانونو او سېلابونو له امله ۲۸ تنه مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز د یادې ادارې د ویاند محمد یوسف حماد په وینا، ۱۷۶ کورونه په بشپړ ډول او ۵۳۴ کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي.

په ټوله کې، د روان لمریز کال د وري میاشت له شپږمې نېټې راهیسې تراوسه په هېواد کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله ۲۸۵ تنه مړه شوي او ۳۵۴ تنه ټپیان شوي او ۱۸۸۴ کورونه په بشپړ او ۷۸۰۰ کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي.

روانه اوونۍ هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د توپانونو، تالندې او برېښنا، درنو بارانونو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.

د طالبانو حکومت؛د ۶ روغتونونو د جوړولو په ګډون ۱۵ رغنیزې پروژې منظور کړې

د طالبانو حکومت د تدارکاتو کمېسیون د ۴.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې منظورې کړې.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ نن د تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې ۳۱ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې په پای کې د ۴.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې منظورې شوې او په ۷ پروژو کې د یو لړ تعدیلاتو پر راوړلو پرېکړه وشوه.

په منظور شویو پروژو کې د بلخ ولایت د حیرتان بندر د ۱۴ کیلو مټره سړک جوړول او د کابل – لوګر سړک د یوې برخې جوړول او دغه راز په شپږو ولایتونو کې د عمومي روغتونونو او برېښنا رسونو شبکو جوړول بشپړول شامل دي.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، ټولې منظور شوې پروژې د «اسلامي امارت» له خوا تمویلیږي.

له مشهور مزاحیه هنرمند؛سټیفن کولبرټ سره د ډونالډ ټرمپ سیاسي شوخي

ډونالډ ټرمپ په مصنوعي ځیرکتیا د سي بي سي ټلوېزیون په مشهور مزاحیه ویاند سټیفن کولبرټ وېډیو جوړه کړې او په خپله اېکس پاڼه یې خپره کړې.

کولبرټ تېره شپه په سي بي سي ټلوېزیون د “ The Late Show” وروستۍ ژوندۍ خپرونه وړاندې کړه او له ۳۳ کالو وروسته یاده خپرونه وتړل شوه.

د دغې خپرونې له تړل کېدو وروسته ټرمپ په سټیفن کولبرټ داسې طنزي وېډیو جوړه او خپره کړې چې د خپرونې په پای کې ښاغلی کولبرټ له څټ راونیسي او په خځل دانۍ کې یې واچوي. د ټرمپ دا کار له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی او ډېری څارونکو یې همدا وېډیو برعکس جوړه کړې ده.

د امریکا مشهور مزاحیه هنرمند او د شپنۍ خپرونې کوربه سټیفن کولبرټ له ۱۱ کلونو وروسته له خپلې خپرونې “The Late Show” سره مخه ښه وکړه، د نوموړي خپرونه په امریکا کې د سیاسي طنز له تر ټولو مشهورو خپرونو ګڼل کېده.

راپورونه وایي، سي بي سي د خپرونې د بندېدو لامل اقتصادي ستونزې بللې دي، خو ځینې خلک باور لري چې د ډونالډ ټرمپ پر ضد د کولبرټ سخت طنز هم د دې پرېکړې یو لامل کېدی شي.

ټرمپ؛ د امریکا او ایران ترمنځ د سیاسي اړ و دوړ له امله د خپل زوی واده کې ګډون نه کوي

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي د خپل زوی ډونالډ ټرمپ جونیېر د واده مراسمو کې ګډون ونه کړي، ځکه اوسنی وخت «حساس» دی او خپله باید په واشنګټن کې پاتې شي.

راپورونه وایي چې د ډونالډ ټرمپ جونیېر واده به له بېټېنا انډرسن سره د باماس په یوه شخصي او کوچنۍ ټاپو کې ترسره شي.

ټرمپ ویلي، زوی یې غواړي چې دی ګډون وکړي، خو د ایران اړوند روان وضعیت او حکومتي مسؤلیتونه د ده لپاره مهم دي.

هغه همدارنګه ویلي چې خلک به یې یو کې هم پرېنږدي، که واده ته ولاړ شي، هم ورباندې به نیوکې وکړي او که ولاړ نه شي، بیا به هم تر نیوکو وي.

همدارنګه ویل کیږي چې د ټرمپ د زوی د واده مراسم د نړۍ اوسني سیاسي وضعیت له امله محدود او شخصي ترسره کیږي او د لویو مراسمو پلان هم بدل شوی دی.

د افغانستان کریکټ بورډ؛د روانې میاشتې وروستیو پنځو ورځو کې د هند خلاف افغان لوبډله اعلانوي

د افغانستان کریکټ بورډ د غوراوي کمېټه به د مې میاشتې په وروستیو ورځو کې د هند پر وړاندې د یوازینۍ ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړي.

د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې په کور دننه له تمریناتي کمپ څخه هم یو شمېر وړ لوبغاړي په لوبډله کې شاملیږي.

افغانستان او هند به خپله یوازینۍ ټېسټ لوبه د جون له ۶مې تر ۱۰مې نېټې پورې د هند په کوربتوب ترسره کړي.

د پاکستان؛ لومړی وزیر د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ چین ته روان شو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف په څلور ورځني سفر لپاره چین ته ولاړ.

نوموړی له خپل پلاوي سره لومړی د هانګژو ښار ته روان شوی او وروسته به بېجینګ ته ځي.

ټاکل شوې شهباز شریف د چین له ولسمشر شي جی‌نپېنګ او نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري. همداراز به د سي پیک دویم پړاو اړوند سوداګریزو غونډو او د همکاریو د هوکړه لیکونو په مراسمو کې هم ګډون وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړ، لومړی وزیر به د علي بابا ګروپ سوداګریز شرکت له مرکزي دفتر هم لیدنه وکړي او د چین له مشهورو شرکتونو سره به د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان حکومت ویلي، د شهباز شریف دا سفر به د پاکستان او چین ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

چین؛د ډبرو سکرو کان کې د ګازو د زورورې چاودنې له امله ۹۰ کسان وژل شوي

د چین د شانشي ولایت په لیوشن یو د ډبرو سکرو په یوه لوی کان کې د ګاز د زورورې چاودنې له امله لږ تر لږه ۹۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د چین د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، پېښه د جمعې په ماښام شاوخوا ۷:۲۹ بجې رامنځته شوه چې په کان کې ۲۴۷ کارکوونکي په دنده بوخت وو.

د راپور له مخې، چاودنه د ناڅاپي زهرجنو ګازونو د خپرېدو لامل شوه چې ګڼ شمېر کارکوونکي یې بې‌هوښه او بند کړل.

ویل کېږي، ډېری قربانیان د کاربن مونو اکساید د لوړې کچې د تنفس له امله اغېزمن شوي دي.

راپورونو زیاته کړې، چې د ژغورنې ټیمونو له شپږو بېلابېلو واحدونو څخه ۳۴۵ کسان سیمې ته لېږلي، خو د کان دننه شرایط لا هم خطرناک بلل کېږي.

هند غوره لیګ؛غضنفر له بریالي سفر وروسته هیواد ته را ستنیږي

افغان ځوان توپ اچوونکی محمد غضنفر چې روان پړاو هند غوره لیګ (IPL) کې د ممبي انډینز لوبډلې برخه دی، ټاکل شوې د روانې مې میاشتې په ۲۶مه نېټه هېواد ته راستون شي.

غضنفر تر اوسه پورې د ممبي انډینز لپاره په ۱۰ لوبو کې ۱۴ ویکټې اخیستي دي او خپله وروستۍ لوبه به د مې په ۲۴مه ترسره کړي.

بل لور ته د افغانستان بل ستوری راشد خان د ګجرات ټایټنز لوبډلې سره د کوالیفایر پړاو ته رسېدلی چې دا د هغه او د لوبډلې لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي.

رحمت الله نبیل:بلوڅې ښځې نورې د چوپتیا نه، بلکې د مقاومت سمبول ګرځي

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د بلوڅ بېلتون‌پال غورځنګ په تازه تحول غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، د وسله‌والو بلوڅو ډلو په تبلیغاتي او رسنیز ډګر کې د ښځو راڅرګندېدل د دې غورځنګ په روایت، سمبولیک حضور او ټولنیز نفوذ کې د پام وړ بدلون څرګندوي.

هغه ویلي، له چوپتیا تر مقاومت پورې د بلوڅو ښځو حضور دا ښيي چې د بلوڅ بېلتون‌پال تحریک هڅه کوي خپل پیغام پراخ، اغېزناک او د ټولنې بېلابېلو قشرونو ته ورسوي.

دغه غبرګون وروسته له هغې مطرح کېږي چې د «بلوڅ لېبریشن آرمي» د رسنیزې څانګې له لارې د لومړي ځل لپاره د یوې ښځینه قومندانې «شېناز بلوڅ» ویډیویي پیغام خپور شو.

بلوڅ ازادۍ غوښتونکې ډلې؛د لومړي ځل لپاره د ښځینه قومندانې ویډیویي پیغام خپور کړی

د بلوڅ ازادۍ غوښتونکې ډلې د رسنیزې څانګې «هکال مېډیا» له لارې د لومړي ځل لپاره د یوې بلوڅې ښځینه جنګیالۍ قومندانې «شېناز بلوڅ» پیغام خپور کړی دی.

د راپورونو له مخې، شېناز بلوڅ په خپل ویډیویي پیغام کې د بلوڅ ملت او نړیوالو ته خبرې کړې دي او د خپلې خاورې او ولس د ازادۍ په شعار یې تاکید کړی او زیاته کړې چې د پاکستاني ریاست او پوځ پر وړاندې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

ویل کېږي چې نوموړې د بلوڅ ازادۍ غوښتونکي تحریک له ښځینه قومندانانو څخه ده او دا لومړی ځل دی چې د دغې ډلې یوه ښځینه جنګیالۍ په رسنیو کې راڅرګندېږي.

وړاندې تر دې، په بلوچستان کې د پاکستاني پوځ سره مخامخ جګړه کې هم بلوڅو میرمنو جګړې کړي، او ځانمرګي بریدونه یې هم ترسره کړي دي.