د چین د شانشي ولایت په لیوشن یو د ډبرو سکرو په یوه لوی کان کې د ګاز د زورورې چاودنې له امله لږ تر لږه ۹۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د چین د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، پېښه د جمعې په ماښام شاوخوا ۷:۲۹ بجې رامنځته شوه چې په کان کې ۲۴۷ کارکوونکي په دنده بوخت وو.
د راپور له مخې، چاودنه د ناڅاپي زهرجنو ګازونو د خپرېدو لامل شوه چې ګڼ شمېر کارکوونکي یې بېهوښه او بند کړل.
ویل کېږي، ډېری قربانیان د کاربن مونو اکساید د لوړې کچې د تنفس له امله اغېزمن شوي دي.
راپورونو زیاته کړې، چې د ژغورنې ټیمونو له شپږو بېلابېلو واحدونو څخه ۳۴۵ کسان سیمې ته لېږلي، خو د کان دننه شرایط لا هم خطرناک بلل کېږي.

