د خیبر پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، په سلګونه زره پاکستانیان د بهرنیو هېوادونو تابعیت لري، پښتانه دې هم د افغانستان تذکره واخلي.
ښاغلي اڅکزي د اختر په درېیمه ورځ په چمن کې ولسي غونډې ته ویلي: «په لکونه پاکستانیان چې دوه ګونی تابعیت لري ګناه نه ده، نو ولې زما لپاره ګناه وګڼل شي؟ ټول د افغانستان تذکرې واخلئ او په ویاړ سره یې ښکاره کړئ چې دا زما تذکره ده.»
محمود خان همداراز افغانستان د ټولو پښتنو ګډ کور یاد کړی او ټینګار یې کړی چې افغانستان د ټولو پښتنو عزت، ګډ کور او د نیکونو ټاټوبی دی. د اڅکزي په وینا، څوک چې پر افغانستان خوا نه بدوي، هغه نه مسلمان دی او نه پښتون دی.
نوموړي پر پاکستان هم توندې نیوکې کړي چې ګواکې ترهګري یې د پښتنو خاورې ته راوړه او اوس یې په سترګو کې خاورې هم اچوي.
د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د چمن ولسونو ته په وینا کې زیاته کړې: «ته (پاکستان) ولې زموږ په سترګو کې خاوري اچوي؟ موږ ټوپک کله پېژنده؟ موږ کلاشنکوف کله پېژنده؟ خو تا راوړه. تا ویل چې افغانستان کې روسان راغلي او جهاد دی، نن چې ستا ورسره ښکر بند دی، نو ورسره کېنه او مجلس ورسره وکړه.»
د خیبر پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په خپلو خبرو کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل پاکستان د امریکا په غوښتنه پر ډیورنډ کرښه اغزن تار لګولی دی او په وینا یې، زما د پلار او نیکه ځمکې د همدې تار هغې غاړې ته پرتې دي. زه به خپلو ځمکو ته څنګه ځم؟
نوموړي پر پښتنو غږ وکړ چې که د تګ راتګ اجازه را نه کړل شي، نو دا تار به ورو ورو له بېخه وباسو، زه درسره یم او ملګری مو یم.
په همدې حال کې، د ښاغلي اڅکزي دا څرګندونې په ولسي غونډه کې له پراخ او تود هرکلي سره مخ شوې دي.

