د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د بلوڅ بېلتونپال غورځنګ په تازه تحول غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، د وسلهوالو بلوڅو ډلو په تبلیغاتي او رسنیز ډګر کې د ښځو راڅرګندېدل د دې غورځنګ په روایت، سمبولیک حضور او ټولنیز نفوذ کې د پام وړ بدلون څرګندوي.
هغه ویلي، له چوپتیا تر مقاومت پورې د بلوڅو ښځو حضور دا ښيي چې د بلوڅ بېلتونپال تحریک هڅه کوي خپل پیغام پراخ، اغېزناک او د ټولنې بېلابېلو قشرونو ته ورسوي.
دغه غبرګون وروسته له هغې مطرح کېږي چې د «بلوڅ لېبریشن آرمي» د رسنیزې څانګې له لارې د لومړي ځل لپاره د یوې ښځینه قومندانې «شېناز بلوڅ» ویډیویي پیغام خپور شو.

