د اتلانتيک امریکايي مجلې په تحلیلي مقاله کې راغلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریالي معاملهکوونکي شهرت لري، خو په مهمو نړیوالو مذاکراتو کې یې څو ځله مطلوبې پایلې نه دي ترلاسه کړې.
د مقالې لیکوال استدلال کوي چې د ایران او امریکا ترمنځ روانې خبرې د ټرمپ د مذاکراتي تګلارې کمزورۍ څرګندوي.
د هغه په وینا، ټرمپ د ایران سره د احتمالي هوکړې په اړه بېلابېل او کله ناکله متضاد دریځونه خپل کړي، چې د خبرو اترو بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
په مقاله کې ویل شوي چې ایراني مذاکره کوونکي د کلونو دیپلوماتیکې تجربې لرونکي دي؛ خو د ټرمپ اداره په ځینو مواردو کې له کافي چمتووالي او روښانه ستراتیژۍ پرته مذاکرات پر مخ وړي.
لیکوال زیاتوي چې سپینه ماڼۍ د ایران سره د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره تر فشار لاندې ده، او تهران هڅه کوي له همدې وضعیت څخه د خپلو ګټو لپاره استفاده وکړي.
د مقالې له مخې، که څه هم ښايي دواړه لوري په پای کې یوې موافقې ته ورسېږي؛ خو د هغې د بریالیتوب او دوام په اړه لا هم ګڼې پوښتنې موجودې دي.

