د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف په څلور ورځني سفر لپاره چین ته ولاړ.
نوموړی له خپل پلاوي سره لومړی د هانګژو ښار ته روان شوی او وروسته به بېجینګ ته ځي.
ټاکل شوې شهباز شریف د چین له ولسمشر شي جینپېنګ او نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري. همداراز به د سي پیک دویم پړاو اړوند سوداګریزو غونډو او د همکاریو د هوکړه لیکونو په مراسمو کې هم ګډون وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړ، لومړی وزیر به د علي بابا ګروپ سوداګریز شرکت له مرکزي دفتر هم لیدنه وکړي او د چین له مشهورو شرکتونو سره به د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.
د پاکستان حکومت ویلي، د شهباز شریف دا سفر به د پاکستان او چین ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

