ډونالډ ټرمپ په مصنوعي ځیرکتیا د سي بي سي ټلوېزیون په مشهور مزاحیه ویاند سټیفن کولبرټ وېډیو جوړه کړې او په خپله اېکس پاڼه یې خپره کړې.
کولبرټ تېره شپه په سي بي سي ټلوېزیون د “ The Late Show” وروستۍ ژوندۍ خپرونه وړاندې کړه او له ۳۳ کالو وروسته یاده خپرونه وتړل شوه.
د دغې خپرونې له تړل کېدو وروسته ټرمپ په سټیفن کولبرټ داسې طنزي وېډیو جوړه او خپره کړې چې د خپرونې په پای کې ښاغلی کولبرټ له څټ راونیسي او په خځل دانۍ کې یې واچوي. د ټرمپ دا کار له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی او ډېری څارونکو یې همدا وېډیو برعکس جوړه کړې ده.
د امریکا مشهور مزاحیه هنرمند او د شپنۍ خپرونې کوربه سټیفن کولبرټ له ۱۱ کلونو وروسته له خپلې خپرونې “The Late Show” سره مخه ښه وکړه، د نوموړي خپرونه په امریکا کې د سیاسي طنز له تر ټولو مشهورو خپرونو ګڼل کېده.
راپورونه وایي، سي بي سي د خپرونې د بندېدو لامل اقتصادي ستونزې بللې دي، خو ځینې خلک باور لري چې د ډونالډ ټرمپ پر ضد د کولبرټ سخت طنز هم د دې پرېکړې یو لامل کېدی شي.

