شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 150

ذبیح الله مجاهد:په نورستان کې ښځې له درنو فزیکي کارونو منع شوې

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی چې په نورستان کې ښځې له درنو فزیکي کارونو منع شوي دي.

د مجاهد په وینا، دا پرېکړه د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده د حکم (۱۷مه فتوې) د عملي کولو په موخه شوې.

د یادونې ده چې د نورستان ښځې تر دې دمه په کرنې، لرګیو راټولولو او څارويو ساتلو کې بوختې وې.

د برېښنا شرکت:د سختو واورو له امله د شمالي سالنګ برېښنا لین قطعه شوی

د افغانستان د برېښنا شرکت خبر ورکړی چې د شمالي سالنګ په شاول سیمه کې د برېښنا وارداتي لین د سختو اقلیمي شرایطو او درنو واورو له امله زیانمن شوی دی.

یاد شرکت ویلي، چې د سلواغې میاشتې پر ۲مه د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا یوه پایه ولوېده او د لین یو برخه پرې شوې، چې د وارداتي برېښنا لېږد یې له ستونزو سره مخ کړ.

شرکت وایي، د سیمې د بیا نښلولو او ترمیم لپاره د اړوندو ادارو په همغږۍ تخنیکي ټیمونه چمتو دي او هڅه کوي چې ژر تر ژره د برېښنا لېږد په عادي حالت کې راوګرځي.

د یادونې ده چې هېواد کې وروستیو اورښتونو او واورې ګڼ خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

نیویارک‌ټایمز:د ایران حکومت له انقلاب وروسته تر ټولو کمزوري پړاو ته رسېدلی

0

نیویارک‌ټایمز وایي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له څو استخباراتي راپورونو خبر شوی چې ښيي د ایران د حکومت دریځ په بې‌ساري ډول کمزوری شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ، د ایران حکومت پر واک خپل کنټرول د ۱۳۵۷ کال له انقلاب وروسته تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

راپور زیاتوي، پراخو اعتراضونو د حکومت بنسټونه لړزولي، ان هغه دودیز مرکزونه چې د علي خامنه‌ای ملاتړ یې کاوه هم اغېزمن شوي دي.

سره له دې چې حکومت اعتراضونه په سخت او خونړي ډول ځپلي؛ خو لا هم له جدي نازک وضعیت سره مخ دی.

فرانسه:له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومانو ته د ټولنیزو رسنیو کارول بندوو

0

د فرانسې ملي شورا یو نوی قانون تصویب کړی چې له مخې یې له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومانو ته د ټولنیزو رسنیو کارول منع کېږي.

دا قانون د ماشومانو د رواني سلامتۍ او خونديتوب د ساتنې په موخه طرحه شوی دی.

یاده لایحه اوس د فرانسې د مشرانو جرګې (سنا) ته لېږل کېږي.

که چېرې سنا هم دا قانون تصویب کړي؛ نو د ۱۵ کلونو نه کم عمره ماشومانو لپاره به په ټول هېواد کې د ټولنیزو شبکو کارول په رسمي ډول منع شي.

فرانسوي چارواکي وایي، ټولنیزې رسنۍ پر ماشومانو منفي اغېزې لري او دا بندیز به د هغوی د ذهني ودې او ټولنیز چلند د خوندي کولو لپاره مهم ګام وي.

د یادونې وړ ده چې استرالیا هم تېر کال په ډسمبر میاشت کې ورته قانون نافذ کړ، چې له مخې یې له ۱۶ کلونو کم عمره ماشومانو ته د ټولنیزو رسنیو کارول محدود شوي دي.

افغان ایواک:د ناټو د افغان همکارانو د خوندیتوب لپاره مو نړیوال ائتلاف جوړ کړ

د افغان ایواک ادارې اعلان کړی چې د ناټو له پخوانیو افغان همکارانو د ملاتړ لپاره یې له لوکل سټف انټرنشنل سره یو نوی نړیوال ائتلاف رامنځته کړی دی.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، یاد ائتلاف به هڅه وکړي څو د بېلابېلو هېوادونو ژمنې منسجمې کړي او دا ډاډ ترلاسه کړي چې هغه افغانان چې له نړیوالو ځواکونو سره یې کار کړی، له خطر سره یوازې نه پرېښودل کېږي.

افغان ایواک وایي، د دې نوښت موخه دا ده چې په راتلونکو نړیوالو ماموریتونو کې د سیمه‌ییزو همکارانو د ساتنې لپاره روښانه او عملي اصول جوړ شي او د تېر په څېر د هغوی د هېرېدو مخه ونیول شي.

ګاردین:د امریکا احتمالي برید پر ایران د سیاسي مشرتابه د نښه کولو لپاره دی

0

ګاردین وايي، د امریکا احتمالي برید پر ایران به د اټومي پروګرام پر ځای د د سیاسي مشرتابه علي خامنه‌یي د نښه کولو لپاره وي.

د راپور له مخې، ددې برید موخه به د خلکو د اعتراضونو بېرته راژوندي کول وي.

د «یواس‌اس آبراهام لینکلن» جنګي بېړۍ د ډلې له ځای پر ځای کېدو وروسته، تهران د نوي برید لپاره چمتووالی نیسي.

ګاردین لیکي، امریکا د اسرائیلي جګړه‌ییزو الوتکو په همغږۍ د پراخ برید توان لري.

د یادونې ده چې د امریکا جنګي بېړۍ لا وروستي موقعیت ته نه دي رسېدلي، خو د ایران د برید په واټن کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:ایران دې اټومي او توغندیز پروګرامونه او د نیابتي ډلو ملاتړ بند کړي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ایران د نړۍ تر ټولو لوی د دولتي ترهګرۍ ملاتړی هېواد بللی.

واشنګټن له تهران غوښتي چې اټومي فعالیتونه، بالستیک توغندي او د نیابتي ډلو ملاتړ ودروي.

د وزارت په وینا، د ایران حکومت د خلکو اقتصاد او بنسټیز خدمات له پامه غورځولي دي.

د یاد وزارت پت خبره، د ایران حکومت د هېواد شتمني د نیابتي ډلو او اټومي وسلو پر څېړنو لګوي.

دا څرګندونې د هغو راپورونو په ځواب کې شوې چې د اسرائیل پېژندنه د سولې شرط بلل شوې وه.

بنیامین نتانیاهو:د ایران هر ډول ګواښ به له سخت او قاطع ځواب سره مخ شي

0

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو خبرداری ورکړی چې د ایران له لوري پر اسراییلو د هر ډول زیان رسولو هڅه به له سخت او قاطع ځواب سره مخ شي.

نتانیاهو ویلي، پر اسراییلو احتمالي برید به لویه تېروتنه وي او زیاته کړې یې ده چې هماغه یو ځل هم ډېر دی.

هغه ټینګار کړی چې اسراییل به د خپل امنیت پر وړاندې هېڅ ډول ګواښ ونه زغمي.

د اسراییلو لومړي وزیر همدارنګه ویلي چې د هر ډول ګواښ پر وړاندې، چې د ده په وینا د «اختاپوس له سر» څخه راولاړېږي، اسراییلي ځواکونه په بشپړ چمتووالي کې دي او د هرې سناریو مقابلې ته تیار دي.

د لبنان د حزب الله عمومي منشي:پر علي خامنه‌اي برید به امریکا او سیمې ته په نه جبرانیدونکي قیمت تمام شي

0

د لبنان د حزب‌الله عمومي منشي نعیم قاسم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په توند غبرګون کې ویلي: “د ایران د رهبر امام سید علي خامنه‌اي ګواښل یوازې د یوه شخصیت پر وړاندې دریځ نه دی، بلکې د هغو لسګونو میلیونو کسانو سپکاوی او ګواښ دی چې له هغه پیروي کوي”.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغسې ګواښونو پر وړاندې چوپ پاتې کېدل د منلو وړ نه دي، او ټینګار یې کړی چې ټول اړین ګامونه او چمتووالی به ونیول شي، تر څو د دې ډول فشارونو او ګواښونو پر وړاندې ځواب ورکړل شي.

هغه خبرداری ورکړی چې پر علي خامنه‌اي برید به ټولې سیمې ته په ډېر نه جبرانیدونکي قیمت تمام شي.

متحده عربي امارات:زموږ خاوره او هوايي فضا د ایران پر وړاندې د برید لپاره نه کارول کېږي

0

متحده عربي اماراتو په تازه اعلامیه کې ویلي، چې د ایران پر وړاندې به هېڅ ډول پوځي عملیاتو لپاره خپله هوايي فضا، خاوره او سمندري حوزې و نه کاروي او په دې اړه به هېڅ لوجیستیکي ملاتړ هم نه برابروي.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په تازه اعلامیه کې واضحه کړې، چې هېواد به یې د سیمه‌ییزو کړکېچونو د حل یوازینۍ لار په خبرو اترو، د تاوتریخوالي کمولو، د هېوادونو حاکمیت ته پر درناوي او د نړیوالو قوانینو په رعایت کې ویني.

دوی ټینګار کړی چې د سیمې د ثبات لپاره د زور کارول نه بلکې ډیپلوماتیکې لارې چارې او د باور فضا رامنځته کول اړین دي.

متحده عربي اماراتو یاد وضاحت په داسې مهال کې ورکړ چې، له ایران سره د امریکا او اسرائیل ګډو پوځي ګواښونو زور اخیستی، او د ایران له ګواښونو څخه یې خپله بې طرفي واضحه کوي چې د دوی له خاورې او اډو به پر ایران هیڅ ډول ګوزار نکېږي.