د طالبانو حکومت د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د کازان نړۍوال فورم په څنډه کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي سره لیدلي دي.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا، مستقیمو سوداګریزو راکړو ورکړو او د ګډ اقتصادي کمیسیون د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم ویلي، هغه کړۍ چې هڅه کوي د کابل او مسکو اړیکې خرابې کړي، باید مخه یې ونیول شي.
روسي لوري هم د دې لیدنې پر مهال هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي، څو د همکاریو نوی پړاو پیل شي.

