د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د امریکا او اسرائیل ترمنځ د ایران پر ضد د احتمالي نویو پوځي عملیاتو لپاره چټک چمتووالی روان دی.
دغه راپور چې د منځني ختیځ د دوو چارواکو له قوله خپور شوی، وایي چې د راتلونکې اونۍ په پیل کې د ایران پر هدفونو د بیا برید احتمال تر غور لاندې دی.
په دغو پلانونو کې د نظامي او زیربنایي اهدافو پر ضد پراخ هوایي بریدونه او همداراز د ځانګړو ځواکونو ځمکني عملیات شامل دي، څو د ایران د اټومي موادو په اړه معلومات ترلاسه شي.
راپور زیاتوي چې د ځانګړو عملیاتو ځواکونه چې سیمې ته استول شوي، ښایي په دې ماموریت کې وکارول شي، خو دا ډول عملیات د زرګونو ملاتړ کوونکو سرتېرو اړتیا لري.
نیویارک ټایمز د امریکایي چارواکو له قوله لیکي چې د امریکا د سمندري ځواکونو شاوخوا ۵ زره په وسلو سمبال او نږدې ۲ زره ځانګړي چتربازان (له ۸۲م هوایي فرقې) په سیمه کې د امر په انتظار دي.
همداراز نظامي چارواکو ویلي چې دغه ځواکونه ښایي د ایران د اټومي تاسیساتو، په ځانګړي ډول د اصفهان د اټومي سایټ په څېر ځایونو ته د لاسرسي او امنیت لپاره وکارول شي، څو ځانګړي عملیات کوونکي هلته دننه شي او د اړتیا وړ مواد ترلاسه کړي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکارانو تر اوسه د راتلونکو ګامونو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

