د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام د تازه راپور له مخې، په افغانستان کې د خوارځواکۍ وضعیت خطرناک حد ته رسېدلی.
یاد سازمان وایي چې له پاکستان سره د لارو تړل کېدل، وروستیو سېلابونو او زلزلو، او د بشري مرستو کمښت د میلیونونو افغانانو د خوړو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
د پروګرام په وینا، د منځني ختیځ روان کړکېچ د سون توکو بیې لوړې کړې او د اکمالاتي لارو په ګډوډېدو سره یې افغانستان ته د مرستو رسولو بهیر هم اغېزمن کړی دی.
د دې ادارې په خبره، د مرستو د بودجې د کمښت له امله ګڼې کورنۍ د خوړو له شدید کمښت سره مخ دي، په ځانګړي ډول ماشومان او ښځې د خوارځواکۍ تر ټولو ستر قربانیان بلل کېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې که بېړنۍ مالي مرسته ور ونه رسېږي، راتلونکو میاشتو کې به بشري بحران لا ژور شي.
د همدې موخې لپاره یاد سازمان د خپلو راتلونکو شپږو میاشتو مرستندویه عملیاتو د دوام لپاره د ۳۵۰ میلیونه ډالرو عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.

