جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 135

د کانونو وزارت کې د فساد راپورونه؛د یاد وزارت د امو دریا د نفتي حوزې رئیس او دوه لوړپوړي سلاکاران د فساد په تور نیول شوي

د طالبانو حکومت د کانونو وزارت څخه یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته ویلي، چې ددې وزارت د امو دریا د نفتي حوزې رئیس او حقوقي سلاکار مفتي عبدالصمد، او یو بل سلاکار مطیع‌الله حقاني د فساد په تور نیول شوي دي.

سرچینې ویلي، مفتي عبدالصمد شاوخوا لس ورځې وړاندې نیول شوی؛ خو د مطیع‌الله حقاني د نیول کېدو په اړه ضد او نقیض راپورونه موجود دي.

مطیع‌الله حقاني تر دې وړاندې هم د یوې قضیې په تړاو د شاوخوا اووه لکه امریکایي ډالرو د بډې اخیستو په تور تورن شوی و.

حماسه میډیا هڅه وکړه چې په دې تړاو د طالبانو حکومت د استخباراتو ادارې څخه د اړوندې موضوع په تړاو جزیات واخلي؛ خو د استخباراتي ادارو سرچینو ویلي، چې یاد کسان دا مهال د دوی په بند کې نه دي او د نیولو په اړه یې رسمي تأیید نه شته.

کریم خُرم:د اپسټین نوې افشا شويو اسنادو د لوېدیځ د سیاسي نخبه‌ګانو اخلاقي فساد بربنډ کړ

وروسته له دې چې له درې میلیونه نوو خپرو شوو اسنادو سره د جېفري اپسټین قضیه یو ځل بیا نړیواله توجه ځان ته واړوله او د راپورونو له مخې، لا درې میلیونه نور اسناد هم په راتلونکو ورځو کې خپرېږي، د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس کریم خرم وایي، دا اسناد یوازې د یو فرد جنایت نه، بلکې د لوېدیځ د سیاسي، اقتصادي او فکري نخبه‌ګانو د اخلاقي سقوط بشپړ انځور وړاندې کوي.

ښاغلي خرم په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د اپسټین قضیه دا څرګندوي چې یو شمېر ځواکمن سیاستوال او میلیاردران د انسانانو ترمنځ د نابرابرۍ پر فلسفه باور لري او ځانونه له نورو انسانانو «برتر» ګڼي.

نوموړی ادعا کوي چې اپسټین د نړیوالو مشرانو د بلیک‌میل لپاره کارول کېده او د ماشومانو پر ضد جنسي جنایتونه د یوې منظمې شبکې برخه وه.

د کریم خرم په وینا، د غزې جګړه او د اپسټین افشا شوې دوسیې ښيي چې لوېدیځ نور اخلاقي مشروعیت نه لري چې نړۍ ته د بشري حقونو او عدالت درس ورکړي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت:د بهرنۍ جګړې زهرجن میراث، افغانستان کې د سرطان پېښې زیاتې کړې

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د دفتر د مقام عمومي رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم، د سرطان د پوهاوي په یوه غونډه کې ویلي، چې هغه هېوادونه او ځواکونه چې په افغانستان کې یې کیمیاوي وسلې کارولې، باید د خپلو کړنو حساب ورکړي او د رامنځته شوو زیانونو تاوان ورکړي.

نوموړي وویل: «د تاوان ورکول یوازې اخلاقي مسوولیت نه دی، بلکې پر هغو اړخونو قانوني مکلفیت هم دی چې کیمیاوي وسلې یې کارولې دي.»

حلیم زیاته کړه، چې اوس مهال روغتیايي مرکزونو ته داسې ډېر ناروغان مراجعه کوي چې د بمبارۍ، باروتو، چاودېدونکو توکو او نورو جګړه‌ییزو موادو له امله په سرطان اخته شوي دي.

د هغه په وینا، بهرنیو ځواکونو د افغانستان د جګړې پر مهال له هېڅ ډول وسلې ډډه نه ده کړې او د دې وسلو اوږدمهاله اغېزې اوس په تدریجي ډول د ولس پر روغتیا راڅرګندېږي.

ازبکستان او پاکستان؛د ۴.۶میلیارده ډالرو په لګښت، د ټرانس افغان ریل پټلۍ د عملي کار پیل هوکړه کړې

ازبکستان او پاکستان د ټرانس افغان رېل‌پټلۍ د سترې اقتصادي پروژې د میداني سروې او عملي کار د پیل رسمي هوکړه وکړه.

دا پروژه چې شاوخوا ۶۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د افغانستان له خاورې تېرېږي او مرکزي اسیا د پاکستان له بندرونو سره نښلوي.

یاده پرېکړه د پاکستان او ازبکستان د بین‌الحکومتي کمېسیون په لسمه غونډه کې شوې، چې مشري یې د پاکستان د صدراعظم ځانګړي سلاکار هارون اختر خان او د ازبکستان وزیر لذیذ قدرتوف کوله.

دواړو هېوادونو همدارنګه هوکړه کړې چې د ګډو اقتصادي پروژو لپاره نوی عملیاتي چوکاټ جوړ کړي، څو همغږي زیاته او د تطبیق بهیر ګړندی شي.

ټرانس افغان رېل‌پټلۍ به د ترمذ څخه پیل، د میدان ښار او لوګر له لارې تر خرلاچي پورې وغځېږي او بیا به د پاکستان د رېل شبکې سره ونښلول شي.

د دې پروژې له بشپړېدو سره به افغانستان د سیمې د ترانزیټ مهم دهلېز بدل شي او د مرکزي اسیا هېوادونو ته به د کراچۍ بندر له لارې سمندري سوداګرۍ ته مستقیم لاسرسی برابر شي.

د پروژې ټول لګښت شاوخوا ۴.۶ میلیارده ډالر اټکل شوی.

د پاسپورټ عمومي ریاست:روان کال په هېواد کې د پاسپورټونو وېش نږدې ۸۰۰ زرو ته رسېږي

د طالبانو حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست ویلي، چې د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه په ټول هېواد کې ۷۸۷ زره ۷۵۰ پاسپورټونه وېشل شوي.

یاد ریاست ویلي، چې په دغه شمېر پاسپورتونو کې د مودې غځول شوي پاسپورټونه او بهرنیو اقامه لرونکو ته صادر شوي پاسپورټونه هم شامل دي.

په ورځني منځګړیتوب، د ۲ زره کسانو لپاره د پاسپورټ اړوند چارې ترسره کېږي.

وال‌سټریټ ژورنال:ډونالډ ټرمپ د ایران د تهاجمي کړنو له امله د خبرو پرېښودو امکان څېړي

0

وال‌سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د ایران د چارواکو له لوري له امریکا سره د خبرو د پرېښودو له ګواښونو سره هممهاله، یو شمېر امریکايي چارواکو ویلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تهران د «تهاجمي کړنو» له امله د مذاکراتو د پرېښودو اختیار ارزولی دی.

راپور زیاتوي چې امریکا د سه‌شنبې په ورځ د ایران یوه بې‌پیلوټه الوتکه هغه مهال وویشته چې د امریکايي ناو هواپیمابر «ابراهام لینکلن» پر لور روانه وه.

سره له دې، رویټرز د یوې سیمه‌ییزې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې امریکا او ایران پلان لري چې د جمعې په ورځ په عمان کې خبرې اترې ترسره کړي.

رویټرز:ایران او امریکا راتلونکې جمعه د عمان په کوربه توب خبرې پیلوي

0

د رویټرز د راپور له مخې، تمه ده چې د امریکا او ایران استازي د راتلونکې جمعې په ورځ په عمان کې خبرو ته کیني.

د راپور له مخې دغه غونډه وروسته له هغې پلان شوې چې د تهران د غوښتنې په اساس د ترکیې پر ځای د عمان په کوربه‌توب ترسره شي.

په راپور کې راغلي، تهران غواړي خبرې یوازې د پخوانیو مذاکراتو دوام وي او د هسته‌یي برنامې څخه بهر، لکه د بالستیک توغندیو موضوعاتو ته پراخه نه شي.

ټي‌ټي‌پي؛د طالبانو د حکومت له لوري د وسلو ورکولو تورونه رد کړل

د پاکستاني طالبانو تحریک د شریعت محکمې یوه قاضي د سي‌اېن‌اېن سره په مرکه کې رد کړې چې د طالبانو حکومت دې ټي‌ټي‌پي ته وسلې ورکوي.

قاضي امیر محمد محسود ویلي چې دا تورونه بې‌اساسه دي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې له امریکا پاتې شوې وسلې د ټي‌ټي‌پي لاس ته ورغلې دي؛ خو د طالبانو حکومت څو ځله دغه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې د ټي‌ټي‌پي موضوع د پاکستان کورنۍ مسله ده او باید خپله یې حل کړي.

اتحادالمجاهدین؛په سویلي وزیریستان کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې د پاکستاني پوځ دې ځانونه لیرې وساتي

0

د سویلي وزیرستان د اعظم ورسک سیمې اوسېدونکو ته د اتحادالمجاهدین وسله والې ډلې له خوا د شپې پاڼو له لارې خبرداری ورکړل شوی، چې له امنیتي ځواکونو دې ځانونه لرې وساتي او خپل ماشومان دې د امنیتي پوستو او د هغوی فعالیتونو ته نږدې نه پرېږدي.

د راپورونو له مخې، پاڼې د یادې ډلې جیش خراسان څانګې خپرې کړي دي.

په یادو پاڼو کې خلکو ته سپارښتنه شوې چې د امنیتي ځواکونو روغبړ ونکړي او د ممکنه خطرونو مخنیوي ته پام وکړي.

په سیمه کې د پاکستاني ادارو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

بلوچستان؛د اورګاډي خدمتونو ځنډ پاکستان ته درې میلیونه روپۍ زیان رسولی

0

د پاکستان د اورګاډي ملي ادارې ویلي، چې په بلوچستان کې د اورګاډي خدمتونو ځنډ دې هېواد ته شاوخوا درې میلیونه روپۍ مالي زیان رسولی.

دغه راز د بولان میل اورګاډي، چې له کراچۍ څخه کویټې ته ځي، د روانې میاشتې تر ۱۲مې نېټې پورې ځنډول شوی دی.

سربېره پر دې، د پنجاب او بلوچستان ترمنځ د ډېره اسماعیل خان-لورلايي او کویټه-تفتان لارې د تېرو پنځو ورځو راهیسې تړل شوې دي، چې د ترانسپورټ او مساپرو لپاره یې لویې ستونزې رامنځته کړې دي.