جمعه, مې 22, 2026
Homeافغانستانبریتانیا طالبانو ته:د ښځو او لوستي نسل له ګډون پرته اقتصادي پرمختګ...

بریتانیا طالبانو ته:د ښځو او لوستي نسل له ګډون پرته اقتصادي پرمختګ ناشونی دی

د افغانستان لپاره د برتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي د طالبانو حکومت د اقتصاد له وزیر دین محمد حنیف سره په لیدنه کې د افغانستان په اقتصادي ودې کې د لوستي قشر او ښځو پر مهم رول ټینګار کړی دی.

لینډزي په خپل ایکس پاڼې لیکلي، د افغان ښځو فعاله ونډه کولی شي د اقتصاد لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي او د هغوی د ګډون د پراخېدو لپاره باید عملي زمینه برابره شي.

دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې د ښځو پر کار او زده‌کړو محدودیتونه لا هم د نړیوالو اندېښنو اصلي محور ګڼل کېږي، خو طالبان یې د خپل شرعي دریځ برخه بولي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here