د سوریې ولسمشر احمد الشرع ویلي، سوریه نه د بهرنیو دسیسو د ازمایښت ځای دی او نه هم داسې ډګر چې د نورو هېوادونو او لورو هیلې او موخې پکې عملي شي.
نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی چې د سوریې ملي حاکمیت، خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا د معاملې وړ نه ده او هېواد به يې د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې د خپلو ملي ګټو دفاع وکړي.
د سوریې ولسمشر زیاته کړې، د هېواد راتلونکی باید د سوریې د خلکو له ارادې سره سم وټاکل شي او هېڅ بهرنی لوری باید د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

