جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 134

محسن نقوي؛اسلام آباد کې د چین سفیر ته د بلوچستان په وسله والو بریدونو کې د چینایي اتباعو د ساتنې ډاډ ورکړی

0

اسلام آباد کې د چین سفیر جیانګ زایډونګ، د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره کتلي او په بلوچستان کې وروستي وسله وال بریدونه یې غندلي.

نقوي د چینایي اتباعو او پانګو ساتنه د پاکستان ملي لومړیتوب بللی.

نقوي سفیر ته د امنیتي اقداماتو په اړه تفصیلي معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې د ځانګړې خونديتوب واحد به جوړ شي تر څو د چینایي اتباعو او پروژو امنیت لا پیاوړی شي.

دواړو لوریو په ترهګرۍ ضد مبارزه، استخباراتي معلوماتو شریکولو، او سایبر جرمونو مخنیوي کې د پراخې همکارۍ هوکړه وکړه او د پاکستان او چین ستراتیژیکې ملګرتیا د لا پیاوړتیا ژمنه یې کړې.

ډونالډ ټرمپ:د ایران مذهبي مشر علي خامنه ای «باید ډیر اندیښمن اوسي»

0

د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ، د چهارشنبې ورځ د ان‌بي سي تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه ای «باید ډیر اندیښمن اوسي».

نوموړي وویل: «هو، زما په اند باید ډیر اندیښمن وي. لکه څنګه چې پوهیږئ، هغوی زموږ سره په مذاکره کې دي.»

دا خبرې په داسې حال کې شوي چې راپورونه د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د منځپانګې او د ترسره کېدو د ځای په اړه اختلاف ښيي.

ټرمپ دوه اونۍ وړاندې هم په یوې بلې مرکې کې علی خامنه‌ای «مریض سړی» او «د ایران د تباهۍ عامل» بللی و او ویلي یې وو چې «وخت راغلی چې په ایران کې نوي مشرتابه ته لار ومومو.»

عباس عراقچي:جرمني یو وخت د امریکا لپاره د پرمختګ انجن بلل کېده، خو اوس د شاتګ په انجن بدل شوی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جرمني پر سیاسي مشر فریدریش مرتس نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې جرمني چې یو وخت د اروپا د پرمختګ انجن و، اوس د شاتګ په انجن بدل شوی دی.

عراقچي ویلي، چې تېر سپټمبر په نیویارک کې د مرتس په ټینګار، د اروپا درېیو هېوادونو (E3) د ایران د اټومي مذاکراتو کې خپل رول پای ته ورساوه او د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بیا فعالېدو هڅه یې وکړه، خو اوس همدا مرتس هڅه کوي بېرته هماغو مذاکراتو ته د ورګرځېدو اجازه ترلاسه کړي.

د هغه په وینا، کله چې اسراییلو د ۲۰۲۵ کال په جون کې له زرو ډېر ایرانیان ووژل، مرتس پرې خوشالي وښوده او دا یې د خواشینۍ پر ځای د خوښۍ خبره وبلله.

عراقچي همداراز وویل، چې مرتس په عامه توګه ادعا کړې وه چې ایران ګواکې یوازې څو اوونۍ د سقوط تر پړاو پورې پاتې دی، چې دا یې هم خیالي تصور پاتې شوی.

نوموړي ویلي، د جرمني ولس یو لوی ولس دی او د بشریت لپاره یې سترې علمي او صنعتي لاسته راوړنې لري، او ایران تل له جرمني سره د ښو اړیکو غوښتونکی پاتې شوی، خو دا د افسوس وړ ده چې دا مهال داسې یو کس د جرمني استازیتوب کوي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:متحده عربي اماراتو ۱۰۸تنه افغان بندیان ازاد کړل

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د متحده عربي اماراتو له بندخونو شاوخوا ۱۰۸ تنه افغان بندیان د دغه هېواد د ملي ورځې په مناسبت خوشې شوي دي.

د یاد وزات ویاند حافظ ضیا احمد تکل په وینا، دا اقدام د وزارت د ځانګړي هدایت او په متحده عربي اماراتو کې د “اسلامي امارت” د سفارت د پرله‌پسې هڅو په پایله کې ترسره شوی دی.

نوموړي ویلي، د خوشې شویو افغانانو له ډلې یو شمېر یې هېواد ته راستانه شوي او د پاتې کسانو د ستنېدو بهیر به د اړوندو قانوني پروسو تر بشپړېدو وروسته په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي.

وزارت د متحده عربي اماراتو د دولت او اړوندو ادارو له همکارۍ او بشردوستانه اقدام څخه مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې په بهر کې د افغان بندیانو د قضیو د تعقیب لپاره به خپلې هڅې دوامداره وساتي.

قزاقستان:په استانه کې د افغانستان د تماس ډلې غونډه د فبرورۍ په ۱۶ ترسره کېږي

د ازبکستان لپاره د قزاقستان سفارت اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو د تماس ډلې راتلونکې غونډه به د فبرورۍ په ۱۶مه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې ترسره شي.

د سفارت د معلوماتو له مخې، دا موضوع د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي اسمت‌الله ارګاشف او په ازبکستان کې د قزاقستان سفیر بیبوت اتامکولوف ترمنځ په لیدنه کې وڅېړل شوه.

دواړو لوریو د افغانستان پر روان اقتصادي او بشري وضعیت خبرې کړي او ټینګار یې کړی، چې د سیمې له اقتصادي همکاریو سره د افغانستان یوځای کول د سیمې د ثبات او پرمختګ لپاره مهم ګام دي.

جي‌ډي ونس:د ټرمپ اصلي موخه دا ده چې د خامنه‌اي په څېر لېوني او بې‌مسؤلیته کسان له اټومي وسلو لرې وساتي

0

د امریکا د ولسمشرۍ مرستیال نوماند جي‌ډي ونس ویلي، چې په ایران کې د پرېکړو اصلي واک د اسلامي جمهوریت د رهبر په لاس کې دی او ولسمشر عملاً مهم رول نه لري.

ونس په یوه تلویزوني مرکه کې ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ښکاره ډول د رهبر سره مستقیم تماس لري او همدا هغه کس دی چې امریکا ورسره اړیکه نیسي، خو نوموړي ټینګار کړی چې له داسې یوه هېواد سره دیپلوماتیک تعامل ډېر ستونزمن دی، ځکه اصلي پرېکړه کوونکي ته مستقیم لاسرسی نشته.

هغه زیاته کړه: «دا یو ډېر عجیبه هېواد دی د دیپلوماسۍ لپاره، ځکه ته نشې کولی له هغه چا سره خبرې وکړې چې واقعاً د هېواد مسؤل دی.»

جي‌ډي ونس وویل، چې ډونالډ ټرمپ کولی شي مستقیم له ولادیمیر پوتین او شي جین‌پینګ سره ټیلیفوني خبرې وکړي، حتا له هغو هېوادونو سره چې اړیکې یې له امریکا سره ډېرې ترینګلې دي، خو د ایران په قضیه کې دا امکان نشته.

نوموړي وویل: «دا چې موږ نشو کولی د ایران له واقعي رهبر سره مستقیمې خبرې وکړو، دا کار دیپلوماسي ډېره سخته او پېچلې کوي.»

ونس د ایران د اټومي پروګرام په اړه هم وویل، چې ټرمپ د عراق له تجربې درس اخیستی او هېڅکله نه غواړي تاریخ بیا تکرار شي.

د هغه په وینا، د ټرمپ اصلي موخه دا ده چې «لیوني او بې‌مسؤلیته کسان» اټومي وسلو ته لاسرسی ونه مومي، ځکه دا کار به په ټوله نړۍ کې د اټومي وسلو خطرناکه سیالي پیل کړي او نړیوال امنیت به له جدي ګواښ سره مخ کړي.

عباس عراقچي:له امریکا سره اټومي خبرې د جمعې په ورځ مسقط کې ترسره کېږي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې له متحده ایالاتو سره د اټومي موضوع په تړاو خبرې اترې د جمعې په ورځ شاوخوا د سهار په لسو بجو د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره کېږي.

عراقچي د دغو خبرو د تنظیم او کوربتوب له امله د عمان له حکومت او خلکو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د عمان له‌خوا ټول اړین ترتیبات نیول شوي دي.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې دا خبرې به د دواړو لوریو ترمنځ د تفاهم او ډیپلوماټیکو حل‌لارو په لور یو ګټور ګام وي.

بل لورته د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، سیدعباس عراقچي یو ډېر باخبره او له پراخې تجربې برخمن شخصیت دی، چې د ډیپلوماسۍ له لارې د ملي امنیت د پیاوړتیا ژوره پوهه لري.

پزشکیان ټینګار کړی، چې د امریکا پر وړاندې پوځي‌محوره بهرنۍ تګلاره تر ټولو د باور وړ لاره ده، او زیاته کړې یې ده چې ډیپلوماسي‌محوره بهرنۍ پالیسي د همدې پوځي‌محور سیاست یوه برخه ګڼل کېږي، نه جلا مسیر.

د هغه په وینا، د ایران بهرنۍ تګلاره باید د ملي ګټو، امنیت او ځواک پر بنسټ ولاړه وي او ډیپلوماسي باید د همدې چوکاټ دننه وکارول شي.

د شریرو سکتاریستانو په ځواب کې

0

لیکنه: کاندید اکاډمیسین محمد اعظم سیستانی
ژباړه: نجیب پاڅون

کله چې د افغانستان  واکمنان ډیورنډ کرښه تر پوښتنې لاندې راولي او د پښتونستان ملي داعیه مطرح کوي، نو د پاکستان له حکومته مخکې، قومي سکتاريستان تر ټولو سخت غبرګون ښيي او د ډیورنډ کرښې د له منځه وړل کېدو مخالفت کوي.
تازه د همدې سکتاریستانو له ډلې یوه یې د مالیې پخواني وزیر ښاغلي احدي سره په مرکه کې دا ادعا مطرح کړه، چې ګواکې امیر عبدالرحمن خان د ډیورنډ په تړون کې یوازې د قبایلي سیمو خاوره انګرېزانو ته نه ده سپارلې، بلکې د امو سیند شمال ته پرتې ځمکې، یعنې د اوسني تاجکستان او د ترکمنستان پنجده سیمه یې هم روسیې ته ورکړې دي.
دلته دا پوښتنه پیدا کېږي، چې که د افغانستان واکمنان ډیورنډ کرښه نه مني او د هغې غاړې د سیمو د یوځای کېدو خبره کوي، نو ولې دوی د شمالي پولې، یعنې د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د روشان (تاجکستان) او پنجده (ترکمنستان) د بېرته یوځای کېدو غوښتنه نه مطرح کوي؟

د پاکستان‌پلوه سکتاريستانو په ځواب کې باید وویل شي: 

۱ – تاریخي، کلتوري او عاطفي ګډ عناصر شته، چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې پښتانه د افغانستان له ولس، په ځانګړي ډول له پښتنو سره نښلوي. دا ډول ګډ احساسات د امو سیند هغې غاړې خلکو کې په تېره د شمالي افغانستان له تاجک او ترکمن قومونو سره نشته.

۲- د پښتونستان ازادۍ‌غوښتونکي ځوانان هره ورځ او هره اوونۍ د افغانستان درې رنګه بیرغ پورته کوي او د «لر او بر یو افغان» شعار ورکوي، چې یا وژل کېږي او یا زندانونو ته اچول کېږي. خو د امو سیند شمال ته داسې کوم حرکت نه شته او نه پخوا و.

۳- ګیله‌من وزیر، چې یو انقلابي شاعر او پښتون مبارز و یو له همدې ازادۍ‌غوښتونکو ځوانانو څخه و. د افغانستان نوم ورته تر ټولو سپېڅلې کلمه وه. هغه د افغان او افغانستان د مینې له امله درې ځله زنداني شو او سختې شکنجې ورکړل شوې، تر څو د پاکستان د توتالیتر رژیم پر ضد له شعر ویلو لاس واخلي؛ خو ان د شکنجې تر سیوري لاندې یې هم د افغانستان نوم پر لوړ غږ یادوه.
هغه په ۲۷ کلنۍ کې، د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۲مه، د پاکستاني استخباراتي اجنټانو له لوري ووژل شو (انا لله و انا الیه راجعون).
د هغه د جنازې په ورځ، په وزیرستان کې لږ تر لږه دوه میلیونه پښتنو ګډون وکړ. د ګیله‌من وزیر مرګ، لږ تر لږه پنځوس میلیونه پښتانه، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې، په ویر کې کېنول.
حال دا چې د امو سیند شمال ته د هم‌ژبو قومونو لپاره هيڅوک نه بندي شوي او نه وژل شوي دي.

۴- د ډیورنډ کرښې سویل ته مېشت پښتانه، د برتانوي هند له واکمنۍ راهیسې، داسې یوه ورځ هم نه لري چې د انګرېزانو او وروسته د پاکستان د حکومت پر ضد یې پاڅون نه وي کړی او د پنجاب د واکمنانو پر وړاندې یې خپله کرکه او انزجار نه وي څرګند کړی.
خو د شوروي اتحاد د واکمنۍ پر مهال، د امو سیند شمال ته داسې کوم ولسي مقاومت نه دی لیدل شوی.

۵- هغه مهم ټکی چې د افغانستان واکمنان د ډیورنډ کرښې د لغوه کولو او د له منځه وړو لپاره اړ باسي هغه دا دی چې دا کرښه په بې‌رحمانه ډول د داسې ولس پر زړه تېره شوې، چې ګډ کلي، ګډې کروندې، ګډې ویالې او کاریزونه، ګډ جوماتونه، ګډې هدېرې او ګډ کلتور لري.
حال دا چې د امو سیند پوله یوه طبیعي پوله ده، چې شاوخوا ۱۱۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د هغې په ټاکلو کې هېڅ قوم په دوه برخو نه دی وېشل شوی.

۶-  د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو پښتنو کې د پښتونولۍ، ازادۍ‌غوښتنې او د بهرني واک او ځواک پر ضد د مبارزې روحیه، که د روښاني غورځنګ له دورې ورتېر شو، د خوشحال خان خټک له وخته تر ننه پورې نږدې څلور سوه کلنه مخینه لري، او د پاکستان د واکمنۍ پر ضد دا مبارزه هم په تېرو ۷۸ کلونو کې هېڅکله نه ده درېدلې.
د خان عبدالغفار خان، خان عبدالصمد خان او فقیر ایپي (میرزا علي خان) په څېر مشرانو د پښتونستان د ازادۍ لپاره کلونه کلونه زندانونه ګاللي او خپل ژوند یې قربان کړی دی.
د دوی په لاره کې سلګونه نور ځوانان لکه عثمان کاکړ، طاهر داوړ، ارمان لوڼی، عارف افغان، ګیله‌من وزیر، مفتي منیر شاکر او نور د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) له لوري وژل شوي دي.

۷- د ډیورنډ کرښې هغې غاړې پښتنو د لوېدیځو او ختیځو یرغلګرو پر ضد جګړو کې د افغانستان له ولس سره اوږه په اوږه جګړه کړې او قربانۍ یې ورکړې دي، حال دا چې د امو سیند شمال ته خلک یوازې نندارچیان پاتې شوي او هېڅ عملي مرسته یې نه ده کړې.  

۸- د افغانستان د خپلواکۍ په جګړه کې د ډیورنډ هغې غاړې پښتنو فعاله ونډه اخیستې او زرګونه ځوانان یې قرباني کړي دي، خو د امو سیند شمال ته ان یو کس هم پکې ګډون نه دی کړی.

۹- د سقاوي اغتشاش( اړ دوړ) پر مهال، د ډیورنډ کرښې هغې غاړې پښتنو د افغانستان د ژغورنې لپاره مهم رول لوبولی او د پکتیا د لښکر سره یوځای یې د خپلو سرونو په قربانۍ کابل ته لاره هواره کړه او ارګ یې له بچه سقاو (حبیب‌الله کلکاني) پاک کړ.
«د جنرال یارمحمد وزیري » د افغانستان د نجات تاریخ» وګورئ»

۱۰- د شوروي یرغل پر مهال، د ډیورنډ هغې غاړې پښتنو پنځه میلیونه افغان کډوال په پېښور او کوټه کې مېشت کړل او د شوروي ځواکونو پر ضد یې جګړه وکړه، حال دا چې د امو سیند شمال ته خلک یواځې د سندرو په اورېدو او نڅا بوخت وو.

۱۱- د امریکا او متحدینو د یرغل پر مهال هم، د ډیورنډ هغې غاړې پښتنو د افغان کډوالو کوربتوب وکړ او د اشغال پر ضد یې مبارزه وکړه. د منظور احمد پښتین په وینا، یوازې په وزیرستان کې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۸ پورې ۴۰ زره کسان وژل شوي، ۳۲ زره نادرکه شوي، ۱۴۰۰ ښځې وژل شوې او ۱۷۰ زره کورونه ویجاړ شوي دي.
حال دا چې د همدې مودې پر مهال، د تاجکستان ولس هېڅ عملي مقاومت نه دی کړی او یواځې یې د شبنم ثریا سندرې اورېدلې.

۱۲ـ د منظور احمد پښتون په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ، د پښتنو د ملي بیدارۍ او یووالي زیری ورکوي. د دې غورځنګ مشرۍ ته د منظور پښتون رسېدل، د پښتني ولس د نسل‌وژنې د مخنیوي لپاره د یوه ژغورونکي د راڅرګندېدو نښه ګڼل کېږي. دغه ویښ ځوان پښتون  د پاکستان د پوځي استخباراتو بدنامه اداره د پښتنو پر نسل‌وژنه تورنوي.
یوه اردو پرې تورنول چې د څلوېښت میلیونه پښتنو نسل‌وژنه کوي دا اسانه کار نه دی که څوک غواړي داسې غږ پورته کړي؛ نو باید لومړی خپل سر په لاس کې ونیسي او بیا د مبارزې ډګر ته ورننوځي، منظور پښتون همداسې یو زړور کس دی.
بې له شکه، د پښتنو د ژغورنې غورځنګ پښتنو کې ژور او ملي یووالی رامنځته کړی دی او د پاکستان پوځي استخباراتي اداره یې دې ته اړ ایستلې، چې د هغو پښتنو ځوانانو شتون وزغمي، چې سره خولۍ پر سر کوي؛ هغه سره خولۍ چې د پښتنو د ژغورنې غورځنګ نښه بلل کېږي.
هغه پښتون چې د دې غورځنګ تر جوړېدو مخکې یې د پولیسو او امنیتي ځواکونو د سپکاوي او تحقیر پر وړاندې د «ولې» ویلو جرأت نه درلود، نن په غونډو او لاریونونو کې د افغانستان ملي بیرغ پورته کوي، د «لر او بر یو افغان» شعارونه ورکوي او په لوړ غږ د خپل افغان هویت یادونه کوي. دوی د ډیورنډ کرښې پر ځای د اټک پوله یادوي.
https://www.facebook.com/reel/895572729718591
د پښتون ژغورنې غورځنګ تر راڅرګندېدو مخکې، که چا دا ډول شعار ورکاوه، ژوند به یې له سخت ګواښ سره مخ کېده؛ خو نن، د همدې غورځنګ له برکته، د ډیورنډ د تحمیلي کرښې هغې غاړې پښتانه د افغانستان نقشه او د ملي بیرغ نښه پر خپلو کمیسونو ګنډي، په بازارونو کې ښکاره ګرځي او نه وژل کېږي.
تر دې غورځنګ مخکې، هېچا جرأت نه درلود چې د پښتنو په مظاهرو او اعتصابونو کې د افغانستان ملي بیرغ له ځان سره یوسي؛ خو اوس، لکه څنګه چې لیدل کېږي، د پښتنو د ژغورنې غورځنګ په ګڼو غونډو او لاریونونو کې د افغانستان ملي بیرغ د ګډونوالو ترمنځ رپېږي، چې دا له افغانستان سره د تاریخي او ملي تړون څرګنده نښه ده.
افغانستان باید د ډیورنډ کرښې هغې غاړې د پښتنو له ملي غورځنګ ملاتړ وکړي او له هېڅ ډول سیاسي، اخلاقي او معنوي مرستې ډډه ونه کړي.
هیله ده، دا عیني، تاریخي او کلتوري دلایل د هغو سکتاريستانو خولې وتړي، چې بې‌ځایه خبرې کوي او په افغان ولس کې د شرارت او تفرقې خپرولو هڅې کوي؛ هغه هڅې چې له بده مرغه  د تېرو څلورو لسیزو جګړو کې ور سره زموږ ملي یووالی سخت زیانمن شوی دی.
پای

یادونه: سکتاریسم د فرقه‌ګرایۍ او ډل‌پالنې هغه بڼه ده چې یو سیاسي یا فکري ګروپ له ولسي «تودو» ځان جلا کوي او په خپل محدود داخلي جوړښت تمرکز کوي او یواځې د خپل ځان او شخصي ګټو په فکر کې وي، ډېر کله دا حالت د انشعاب او سیاسي کمزورۍ سبب هم ګرځي.
سرچېنه: فرانسوی ویک

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو لغوه کیدو لامل؛ ایران ته مو وویل چې انتخابونه یا همدا دي او یا هېڅ هم نه دي؛ هغوی ځواب راکړ: «نو هېڅ هم نه»

0

امریکا د ایران له خوا د جمعې ورځې د پلان شوي مذاکراتو د ځای او شکل د بدلولو غوښتنه رد کړه.

یوه امریکایي چارواکي اکسیوس ته ویلي: «یا هم هماغه پخوانی قالب، یا هېڅ؛ ایران هم وویل، نو هېڅ.»

امریکا ویلي که ایران چمتو شي چې بېرته پخواني مذاکراتي جوړښت ته راشي، نو دا هفته یا راتلونکې هفته لیدنه کېدای شي.

یو بل ارشد امریکایي چارواکي هم ویلي، هدف یې ژر تر ژره ریښتینی توافق ته رسېدل دي، که نه خلک به نورو انتخابونو ته وګوري.

مسکو؛یو روسي کامیډین د یو معیوب سرتېري د سپکاوي په تور زندان ته ولېږل شو

0

یوه روسي طنزکوونکي ارټمي اوستانین ته د مسکو یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ نږدې د شپږ کاله بند سزا واوروله او سربېره پر دې یې درې سوه زره روبله نغدي جریمه هم پرې ولګوله.

پر نوموړي دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې د یوې طنزي نندارې پر مهال یې داسې څرګندونې کړې وې چې د چارواکو په وینا د کرکې خپرولو او د مذهبي احساساتو د سپکاوي بڼه لري.

اوستانین تېر کال د مارچ په میاشت کې د یوې وړې هنري غونډې پر مهال په خپلې ټوکې کې یو جګړه ځپلی پخوانی سرتېری انځور کړی و، چې د ماین چاودنې له امله یې پښې له لاسه ورکړې وې او په سکېټ‌بورډ یې تګ راتګ کاوه.

دغه ټوکه وروسته په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوه او سخت غبرګونونه یې راوپارول.

یو شمېر پوځي فعالانو یاد طنز د روسي سرتېرو سپکاوی وباله او د قانوني چلند غوښتنه یې وکړه.

تر دې غبرګونونو وروسته، اوستانین هڅه کړې وه چې له هېواده ووځي؛ خو د بیلاروس امنیتي ځواکونو هغه ونیوه او بیا روسیې ته وسپارل شو.