یکشنبه, مې 17, 2026
Home Blog Page 13

نړیوالې سمندري خیریه ادارې:زرګونه سمندري کارکوونکي په فارس خلیج کې بند پاتې دي او له سخت رواني فشار سره مخ دي

څو نړیوالو سمندري خیریه ادارو خبرداری ورکړی چې د فارس خلیج او د هرمز تنګي په سیمه کې زرګونه سمندري کارکوونکي د روان کړکېچ او جګړې له امله بند پاتې دي او له سختو رواني ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د راپورونو له مخې، له بېړۍ چلوونکو او انجنیرانو نیولې تر اشپزانو او نورو کارکوونکو پورې ګڼ کسان له دوو میاشتو زیات وخت راهیسې په خطرناکو او ناامنه شرایطو کې بند پاتې دي.

ویل کېږي چې د جګړې او پوځي ګواښونو له امله د بېړیو تګ راتګ محدود شوی او ډېرې بېړۍ نه شي کولای په عادي ډول سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو د سمندري چارو ادارې په وینا، لږ تر لږه ۱۱ سمندري کارکوونکي د وروستیو بریدونو او پېښو پر مهال وژل شوي دي.

د بریتانیا د یوې سمندري خیریه ادارې د بیړني غبرګون مشر ویلي، ځینې کارکوونکي داسې حالت ته رسېدلي چې فکر یې کاوه ژوندي به ونه وځي.

د هغه په خبره، سمندري کارکوونکي هره ورځ بې‌پیلوټه الوتکې، توغندي او بریدونه ویني او دا وضعیت د هغوی وېره او اضطراب زیاتوي.

یوې بلې خیریه ادارې ویلي چې شاوخوا ۲۰ زره سمندري کارکوونکي د هرمز تنګي د محدودیتونو او امنیتي ستونزو له امله اغېزمن شوي دي.

ادارې خبرداری ورکړی چې دغه کسان له ذهني فشار، ستړیا، بې‌خوبۍ، یوازیتوب، خپګان او شدیدې اندېښنې سره مخ دي.

د طالبانو حکومت:بدخشان کې د کوکنارو د له منځه وړلو پر ضد اعتراضونو کې دوه کسان وژل شوي

د بدخشان د طالبانو حکومت د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار وایي چې د ارګو ولسوالۍ کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو پر بهیر د اعتراضونو پر مهال دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي ویلي چې دغه اعتراض کوونکي د نشه‌يي توکو د قاچاق وړونکو او ځینو مغرضو کسانو له لوري هڅول شوي وو.

د هغه په وینا، د کشم–فیض‌آباد لویه لاره د لنډ وخت لپاره تړل شوې وه، خو اوس بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې او وضعیت د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

چارواکي وایي چې په سیمه کې حالت اوس باثباته دی، خو د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

حامد کرزی:د ډیورند کرښې ته څېرمه فشارونه او “امن هوکړې” د افغانستان د حاکمیت خلاف دي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه پر مېشتو کلیو او ولسونو د نظامي او اقتصادي فشارونو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی.

نوموړي ویلي، د دغو فشارونو هدف دا ښکاري چې خلک اړ شي د خپلو ستونزو د حل لپاره د پاکستان اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي، چې دا وضعیت د سیمې د خلکو پر ژوند منفي اغېز کوي.

کرزي همدارنګه د هغو راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې چې پکې د کرښې دواړو غاړو ته د ځینو قومي مشرانو ترمنځ د “امن د هوکړې” په نوم اسناد لاسلیک شوي دي.

هغه ويلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د دغو هوکړو هرکلی کړی دی.

نوموړي دا ډول پرمختګونه د ډیورند فرضي کرښې ته د رسمیت ورکولو هڅه بللې او ویلي یې دي چې دا کړنې د افغانستان د ملي حاکمیت سره په ټکر کې دي.

هغه له مسوولو چارواکو غوښتي چې د دې موضوع په اړه خلکو ته واضح او رسمي وضاحت ورکړي، څو د ناسم فهم او تشویش مخه ونیول شي.

ایران:مجتبی خامنه‌یي بشپړ روغ دی، مخالف لوري د هغه د غږ، انځور او نورو سندونو د ترلاسه کولو هڅه کوي

د ایران د مذهبي مشر د دفتر یوه چارواکي د مجتبی خامنه‌يي د روغتیايي وضعیت په اړه تازه څرګندونې کړې دي.

د راپور له مخې، مظاهر حسيني چې د ایران د رهبر د دفتر د مراسمو عمومي مدیر بلل کېږي، ویلي چې د تېر فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسرائیلو د برید پر مهال دی هم د رهبر په دفتر کې موجود و.

هغه ویلي، برید د دوی له موقعیته شاوخوا ۳۰ متره لرې شوی و او هغه ځای چې مجتبی خامنه‌یي به پکې درس ورکاوه، په بریدونو کې سخت ویجاړ شوی دی.

د حسيني په وینا، مجتبی خامنه‌یي د خپل کور پر لور د تګ پر مهال د چاودنې د څپې له امله پر ځمکه لوېدلی و، چې له امله یې د زنګون او ملا سپک ټپونه اخیستي وو، خو اوس یې روغتیا ښه شوې او بشپړ روغ دی.

هغه دا هم ویلي چې د مجتبی خامنه‌یي د تندي د سخت ټپ په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي او زیاته کړې یې ده چې یوازې د غوږ شا ته یو کوچنی زخم و، چې درملنه یې شوې ده.

دغه ایراني چارواکي ویلي، مخالف لوري هڅه کوي د مجتبی خامنه‌یي غږ، انځور یا کوم بل سند ترلاسه کړي، خو د ده په وینا هغه به “په مناسب وخت” کې خلکو ته څرګند شي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سي‌اېن‌اېن په يو راپور کې ویلي وه چې د مجتبی خامنه‌یي ټپونه ژور دي او تر درملنې لاندې دی.

امریکا؛له وینزویلا څخه ۱۳.۵ کیلوګرامه لوړ غني شوي یورانیم واشنګټن ته انتقال کړي

د امریکا حکومت اعلان کړی چې د وینزویلا له یوې زړې اټومي څېړنیزې بټۍ څخه یې ۱۳.۵ کیلوګرامه لوړ غني شوي یورانیم ایستلي او امریکا ته یې انتقال کړي دي.

د امریکا د انرژۍ وزارت ویلي، دا عملیات د امریکا، بریتانیا او وینزویلا په ګډون ترسره شوي او دغه یورانیم د جنوبي کارولینا ایالت یوه اټومي مرکز ته لېږدول شوي دي.

د امریکا د ملي اټومي امنیت ادارې (NNSA) مشر برانډن ویلیامز ویلي، د دې موادو خوندي انتقال “د امریکا، وینزویلا او نړۍ لپاره مهمه بریا” ده او دا ښيي چې وینزویلا د نړیوالو اړیکو د بیا رغېدو په لور روانه ده.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) هم ویلي چې دغه حساس مواد د “یو پېچلي او حساس عملیات” له لارې د ځمکې او سمندر له لارې په خوندي ډول شمالي امریکا ته انتقال شوي دي.

راپورونه وایي، دا یورانیم د وینزویلا پلازمېنې کاراکاس ته نږدې له یوه څېړنیز مرکز څخه ایستل شوي و؛ هغه مرکز چې له ۱۹۹۱ کال راهیسې غیر فعال بلل کېږي.

دغه اقدام داسې مهال ترسره کېږي چې د ډونالډ ټرمپ اداره له ایران څخه د لوړ غني شوي یورانیمو د ترلاسه کولو هڅې هم کوي، خو تر اوسه په دې برخه کې کومه پایله نه ده ترلاسه شوې.

له بلې خوا، د ټرمپ ادارې او وینزویلا ترمنځ اړیکې هم په وروستیو میاشتو کې بدلې شوې دي چې واشنګټن د وینزویلا له چارواکو سره اړیکې بېرته فعالې کړي او امریکايي چارواکو کاراکاس ته سفرونه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز او دیپلوماتیک تماسونه هم پراخ شوي دي.

اسحاق ډار:پاکستان نور انزوا کې پاتې کېدلی نه شي او غواړي له افغانستان سره همکاري پراخه کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، اسلام‌اباد غواړي له افغانستان، چین، بنګله‌دېش او نورو هېوادونو سره سیمه‌ییزې او درې‌اړخیزې همکارۍ پراخې کړي.

نوموړي په لاهور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، پاکستان نور نه شي کولی په انزوا کې پاتې شي او د سیمې هېوادونه باید د ګډو اقتصادي همکاریو له لارې خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

اسحاق ډار ټینګار کړی چې د جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ ثبات، سوداګري او همکاري د ټولو لپاره ګټوره ده او کولی شي د سیمې اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره کړي.

روسیې او سعودي عربستان؛د هرمز تنګي د وضعیت او سیمه‌ییزو تاوتریخوالو پر کمولو خبرې کړې دي

د روسیې او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د هرمز تنګي د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

د راپورونو له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود د ټیلیفوني خبرو پر مهال د د هرمز تنګي او شاوخوا سیمو د وضعیت په اړه بحث کړی دی.

دواړو لورو د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي او د ډیپلوماتیکو هڅو د دوام ملاتړ کړی، څو د روان کړکېچ لپاره یوه دوامداره او اوږدمهاله حل لاره پیدا شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو خواوو ټینګار کړی د ایران او عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو هڅې باید بیا پیل شي.

روسیې هم ویلي چې د ټولو اړخونو د ګټو په پام کې نیولو سره د سیمه‌ییزو ثباتي هڅو ملاتړ او همکارۍ ته چمتو ده.

افغان‌الاصله بریتانوۍ؛رابعه نسیمي د لندن د ښار شورا په ټاکنو کې بریالۍ شوې

د رابعه نسیمي په نوم افغان الاصله بریتانوۍ مېرمن د برېتانیا په محلي ټاکنو کې بریالۍ شوې ده.

نوموړې د کارګر ګوند د استازې په توګه د لوېدیځ لندن د ایست اکتون له حوزې نومانده وه او د ۱٬۲۰۷ رایو په ترلاسه کولو سره یې د ښار شورا څوکۍ ګټلې ده.

رابعه نسیمي په ۱۹۹۹ کال کې د طالبانو حکومت د لومړۍ واکمنۍ پر مهال له خپلې کورنۍ سره برېتانیا ته کډه شوې وه او له هغه وروسته په لندن کې مېشته ده.

هغه د بشري حقونو او کډوالۍ په برخه کې فعاله پېژندل کېږي او د کمبریج پوهنتون څخه د دوکتورا سند لري.

د برېتانیا په دې محلي ټاکنو کې د کارګر ګوند په عمومي ډول په لندن کې زیاتې څوکۍ ګټلې، خو په ځینو نورو سیمو کې یې ماتې هم خوړلې ده.

ډونالډ ټرمپ:د ایران لپاره د واشنګټن د سولې د وړاندیز ځواب ته نن شپه په تمه یم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هغه تمه لري ایران به د واشنګټن د سولې وروستي وړاندیز ته خپله ځواب نن شپه ورکړي.

نوموړي ویلي: «زه تمه لرم چې د ایران له لوري به نن شپه یو لیک یا رسمي ځواب راشي، نو موږ به وګورو چې څه کېږي.»

په همدې حال کې، د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی چې پر ۱۰ کسانو او شرکتونو یې بندیزونه لګولي دي، ځکه هغوی د ایران د “شاهد” ډرونونو د تولید لپاره د وسلو او موادو په برابرولو کې مرسته کړې ده.

دا شرکتونه په چین او هانګ کانګ کې هم شامل دي.

راپورونه وايي، دغه بندیزونه داسې وخت اعلان شوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو خبرې د منځګړو هېوادونو په مرسته روانې دي، خو لا هم ځینې اختلافونه پاتې دي.

بل لور ته، روسیې ویلي چې د امریکا او ایران د خبرو ملاتړ کوي او غواړي چې په سیمه کې جګړه بیا ونه شي.

راپور زیاتوي، د امریکا استخباراتي ادارې وايي چې د ايران مذهبي مشر مجتبی خامنه‌یي د ایران د جګړې په ستراتیژۍ کې مهم رول لري، خو هغه له عامه صحنې څخه پټ دی او د روغتیايي ستونزو له امله تر درملنې لاندې دی.

میا افتخار حسین:له افغانستان سره د سولې او سوداګرۍ اړیکې د سیمې د پرمختګ لپاره اړینې دي

د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا څانګې مشر میا افتخار حسین په پېښور کې د باچا خان مرکز کې یوې غونډې ته ویلي چې د افغانستان په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره سوله‌ییزې او سوداګریزې اړیکې د وخت مهمه اړتیا ده.

نوموړي ویلي، جګړه هېڅ ستونزه نه شي حل کولی، بلکې نورې ستونزې زیاتوي.

د هغه په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټول اختلافات باید د خبرو او سیاسي لارو حل شي.

میا افتخار حسین زیاته کړې چې په تېرو پنځو لسیزو کې پښتنې سیمې د جګړو، ناامنۍ او وینې تویېدو سره مخ دي او لا هم په خیبر پښتونخوا کې هره ورځ خلک د ناامنۍ له امله وژل کېږي.

هغه وویلي، که په سیمه کې سوله‌ییزې اړیکې ټینګې شي، نو د پرمختګ، کاروبار او سوکالۍ نوې لارې به پرانیستل شي.

نوموړي همدارنګه ادعا کړې چې ځینې کړۍ په پښتنو سیمو کې ناامني د خپلو ګټو لپاره کاروي او هڅه کوي د سیمې پر طبیعي زیرمو او کانونو واک ترلاسه کړي.