پنجشنبه, جون 4, 2026
Home Blog Page 12

اوچا: افغانستان کې پر هرو سل زر زیږونونو کې ۶۰۰ میندې مري

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د میندو د مړینې کچه په کې لوړه ده.

اوچا په خپله اېکس پاڼه لیکلي، په افغانستان کې په هرو ۱۰۰ زره زېږونونو کې شاوخوا ۶۰۰ میندې د امیندوارۍ، زېږون او یا هم د زېږون د اړوندو ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د یادې ادارې په وینا، ماهر روغتیايي پرسونل او ښځینه روغتیاپالان د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د ژوند په ژغورلو کې مهم رول لري، خو د ښځو پر کار او ټولنیز ګډون لګېدلي محدودیتونه د دې لامل شوي چې ګڼې میندې اړینو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ونه لري.

اوچا ټینګار کړی چې د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې د راکمولو لپاره باید روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پراخ او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو ملاتړ وشي.

د اروپا اتلانو لیګ؛له پای وروسته په فرانسې کې د ګډوډۍ په تور نږدې ۹۰۰ کسان نیول شوي

فرانسوي چارواکو ویلي، د اروپا د فوټبال اتلانو لیګ کې د پاریس سېنټ جرمن له بریا وروسته په فرانسه کې د رامنځته شویو ګډوډیو او تاوتریخوالو په تړاو نږدې ۹۰۰ کسان نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې، د لوبې له پای وروسته په پاریس او یو شمېر نورو ښارونو کې د زرګونو مینه‌ والو ترمنځ د خوشحالۍ مراسم په ځینو سیمو کې په تاوتریخوالي واوښتل.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي، د ګډوډیو په تور ۸۹۰ کسان نیول شوي او ۱۷۸ امنیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي.

راپورونه وایي، په پاریس کې ګڼ موټرونه سوځول شوي، دوکانونو او عامه تاسیساتو ته زیان اوښتی او په ځینو سیمو کې د پولیسو او مینه‌ والو ترمنځ نښتې هم شوې دي.

پاریس سېنټ جرمن د فوټبال د اتلانو لیګ کې د ارسنال پر وړاندې تر پنالټیو وروسته پایلوبه وګټله او د اروپا د اتلولۍ جام یې خپل کړ، خو د بریا جشنونه په ځینو ښارونو کې له تاوتریخوالي سره مل وو.

لنکا پریمیر لیګ؛ درې افغان لوبغاړي تر اوسه اخیستل شوي

د سریلانکا د لنکا پریمیر لیګ (LPL) د راتلونکي پړاو د لوبغاړو د اخیستنې (ډرافټ) مراسمو ته ګڼ افغان لوبغاړي شارټ لېسټ شوي دي.

تر دې دمه رحمن الله ګربز د کینډي، مجیب الرحمان د کولمبو او فضل حق فاروقي د ډمبولا لوبډلې له لوري اخیستل شوي دي.

د لوبغاړو د اخیستنې بهیر لا هم روان دی او تمه کېږي چې په راتلونکو پړاو کې به نور افغان لوبغاړي هم د بېلابېلو لوبډلو له خوا وټاکل شي.

شيخ هبت‌الله؛د پاکستان سره د اړیکو د رغولو لپاره له ټي‌ټي‌پي د حملو د نه کولو غوښتنه کړې

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپرېس ټریبیون راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت په غیر رسمي ډول پاکستان ته پیغام رسولی چې د دوی مشر شیخ هبت‌ الله اخوندزاده د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ‌ټي‌‌پي) مشرتابه ته خبرداری ورکړی چې نور پر پاکستان بریدونه ونه کړي، که نه نو د دوی ملاتړ به له لاسه ورکړي.

د راپور له مخې، د طالبانو حکومت دا پیغام د دې لپاره ورکړی چې اسلام‌آباد خوشاله کړي او ورته وښيي چې امنیتي اندېښنې یې ورته مهمې دي؛ خو پاکستان دا اقدام کافي نه بولي او وایي یوازې ژمنې او ګواښونه د وضعیت د بدلون لپاره بسنه نه کوي.

یوې پاکستانۍ سرچینې اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې ته ویلي، اسلام‌ آباد لا هم په دې باور دی چې د افغانستان له خاورې د وسله‌ والو ډلو فعالیتونه دوام لري او تر اوسه کوم داسې عملي او د تایید وړ اقدام نه دی شوی چې د پاکستان اندېښنې کمې کړي.

راپور زیاتوي د دواړو لورو ترمنځ د بې‌ باورۍ سربېره، لا هم ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو میاشتو کې د سرحدي نښتو، د ټي‌‌ټي‌‌پي د فعالیتونو، پر سوداګرۍ بندیزونو او متقابلو تورونو له امله کړکېچنې شوي.

هم مهاله ویل کیږي چې دواړه لوري به په نږدې راتلونکي کې د استانبول په کوربتوب خبرو او جوړجاړي ته کېني.

د امریکا او سوریې یارانه؛ولسمشرانو یې د دوه اړخیزو همکاریو او بیارغونې په اړه خبرې کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سوریې ولسمشر احمد الشرع په ټیلیفوني خبرو کې پر دوه اړخیزو همکاریو او اقتصادي بیارغونې بحث کړی.

د راپورونو له مخې، احمد الشرع ټرمپ ته ویلي چې پر سوریې د امریکا پاتې بندیزونه لېرې کړي، ټرمپ هم د سوریې د ثبات او بیارغونې د ملاتړ پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د سیمه‌ییز امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره باید ډیپلوماسي او خبرې اترې دوام ولري، څو د لا زیات تاوتریخوالي مخه ونیول شي.

دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي چې واشنګټن په وروستیو میاشتو کې د سوریې پر وړاندې ځینې بندیزونه نرم کړي او د دمشق له نوي حکومت سره د اړیکو د پراخولو هڅې روانې دي.

اسلام‌اباد کې؛د پاکستان او اروپايي ټولنې د ستراتیژیکو اړیکو اتمه غونډه جوړېږي

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي سیاست لوړې استازې کایا کالاس د پاکستان د مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره په اسلام‌اباد کې خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې سفر پر مهال به دواړه لوري د پاکستان او اروپايي ټولنې د ستراتیژیکو خبرو اترو د اتمې غونډې مشري په ګډه وکړي.

د وزارت په وینا، دغه غونډه د پاکستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د لوړې کچې تر ټولو مهمه رسمي غونډه ده چې پکې د دواړو خواوو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او نورو ګډو همکاریو خبرې کېږي.

ټاکل شوې ده چې کایا کالاس د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له لوړپوړو چارواکو، لومړي وزير او ولسمشر سره هم وګوري.

بنيامين نتنیاهو؛د بیروت پر جنوبي سیمو د برید امر وکړ

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ پوځ ته امر کړی چې د لبنان پلازمېنې بیروت پر جنوبي سیمو بریدونه وکړي؛ هغه سیمې چې د حزب‌الله مهم مرکزونه بلل کېږي.

د نتنیاهو د دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پرېکړه د حزب‌الله له لوري د اوربند د پرله‌پسې سرغړونو او د اسرائیلي ښارونو او وګړو پر ضد د بریدونو له امله شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، نتنیاهو او د دفاع وزیر یسرائل کاتز پوځ ته د بیروت د الضاحیه سیمې پر هدفونو د برید امر کړی دی.

د راپور له مخې، د اپرېل میاشتې له نیمایي راهیسې د اعلان شوي اوربند سربېره، د اسرائیلي ځواکونو او حزب‌الله ترمنځ نښتې او د ډزو تبادله دوام لري.

ویل کېږي حزب‌الله په دې موده کې د ارزانه او په اسانۍ جوړېدونکو ځانمرګو بې‌پیلوټه الوتکو کارول زیات کړي چې د هوايي دفاعي سیسټمونو لپاره یې مخنیوی ستونزمن دی.

د راپورونو له مخې، د مارچ له دویمې نېټې راهیسې د اسرائیلي بریدونو او د خلکو د ایستلو د امرونو له کبله له ۱.۲ میلیونو ډېر لبنانیان بې‌ځایه شوي دي.

د لبنان حکومت ویلي چې د روانو نښتو له پیل راهیسې له ۳۳۷۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې اسرائیل وایي چې په همدې موده کې یې ۲۴ سرتېري او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت:د افغان حاجیانو د راستنېدو لړۍ پیل شوه

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې د حج د مراسمو له بشپړېدو وروسته افغانستان ته د حاجیانو د بېرته ستنېدو بهیر پیل شوی او ټاکل شوې ده زرګونه حاجیان په راتلونکو څو اوونیو کې هېواد ته راستانه شي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۳۰ زره افغان حاجیان به په دوو پړاوونو کې د کابل، بلخ، کندهار او هرات هوايي زونونو له لارې خپلو ولایتونو ته ولېږدول شي.

د راستنېدو د لړۍ په لومړۍ الوتنه کې ۳۴۶ حاجیان د سعودي عربستان له جدې ښار څخه کابل ته راورسېدل.

دغه حاجیان د ننګرهار ولایت اوسېدونکي وو او د مسؤلو چارواکو له لوري یې هرکلی وشو.

چارواکي وایي، د حاجیانو د انتقال ټول بهیر به د ۹۷ الوتنو له لارې ترسره شي او تمه ده چې په راتلونکو ۳۰ ورځو کې بشپړ شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ډاډ ورکړی چې د حاجیانو د منظم او خوندي انتقال لپاره لازم تدابیر نیول شوي او ټولې چارې د ټاکل شوي مهالوېش له مخې پر مخ روانې دي.

د فوټبال نړیوال جام لپاره نوې پرېکړه؛د ګول ساتونکي د ټپي کېدو پر مهال لوبغاړي له میدان نه شي وتلی

د فیفا د ریفریانو مشر پیر لویجي کولینا ویلي، د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام پر مهال به د ګول ساتونکي د ټپي کېدو پر وخت لوبغاړو ته اجازه نه وي چې د میدان له کرښې تخنیکي ځایونو ته ولاړ شي او له روزونکو سره خبرې وکړي.

دا پرېکړه د دې لپاره شوې څو هغه طریقه بنده شي چې ځینې لوبډلې د ګول ساتونکي د ټپي کېدو په پلمه د لوبې جریان دروي او روزونکي خپلو لوبغاړو ته لنډې لارښوونې ورکوي.

فیفا وایي ریفریان به دا قانون په جدي ډول عملي کوي څو لوبه عادلانه او د جریان له ماتېدو پرته روانه وي.

همدارنګه د فوټبال د نړیوالو قوانینو بورډ (IFAB) هم د (VAR) په اصولو کې د بدلون هڅه کوي څو هغه تېروتنې هم وڅېړل او اصلاح شي چې د لوبې له پیل مخکې ترسره کېږي.

د نوې تګلارې موخه دا ده چې د “ټاکټیکل ټایم‌آوټ” مخه ونیول شي او په میدان کې غیر ضروري دمې کمې شي څو د فوټبال لوبه نوره هم چټکه او منظمه پاتې شي.

د هوا تودوخې؛په بریتانیا کې د آسیایي مچۍ د پراخېدو اندېښنې زیاتې کړې

کارپوهانو خبرداری ورکړی چې په بریتانیا کې د هوا د تودوخې لوړېدل ښايي د آسیایي مچيو د شمېر د چټک زیاتوالي لامل شي او د دغو یرغلګرو حشراتو د پراخېدو بهیر لا ګړندی کړي.

د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې ۲۰۲۶ کال به د بریتانیا له تر ټولو ګرمو کلونو څخه وي.

څېړونکي وایي، غیرمعمولي تودوخه د آسیایي مچۍ ملکې هڅوي چې ژر راووځي او نوې ځالې جوړې کړي.

آسیایي مچۍ د شاتو مچیو او نورو حشراتو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

ویل کېږي چې یوه ډله یې په یوه فصل کې شاوخوا ۱۱ کیلوګرامه حشرات خوري، چې د هغو درېیمه برخه د شاتو مچۍ جوړوي.

دا حشرات لومړی ځل په ۲۰۱۶ کال کې په بریتانیا کې ولیدل شول، خو تېر کال کارپوهانو خبرداری ورکړ چې د لومړي ځل لپاره یې ژمی په بریالیتوب تېر کړی او بقا یې ثابته شوې ده.

د راپورونو له مخې، په بریتانیا کې د دغو مچيو د ځالو شمېر ۱۶۱ ته رسېدلی، حال دا چې په ۲۰۲۴ کال کې یوازې ۲۴ ځالې ثبت شوې وې.

متخصصین وایي، یوه ځاله کولی شي لسګونه نوې ملکې تولید کړي او که یوه ځاله له پامه وغورځول شي، راتلونکی کال به لسګونه نورې ځالې رامنځته شي.

کارپوهان اندېښنه لري چې اوس د دغو مچيو لیدل یوازې ساحلي سیمو پورې محدود نه دي، بلکې د هېواد دننه سیمو ته هم خپاره شوي دي.

د دوی په باور، اوس د بشپړې له منځه وړنې پر ځای د اوږدمهال مدیریت پړاو ته رسېدلي دي.

دغه مچۍ چې پخوا یوازې د سوېل ختیځې اسیا په هېوادونو کې موندل کېدل، د اقلیمي بدلون او تودوخې د لوړېدو له امله د اروپا بېلابېلو سیمو ته هم رسېدلي دي.