پنجشنبه, جون 4, 2026
Home Blog Page 11

اسراییلو؛د بیروت جنوبي سیمو اوسېدونکو ته د بیړني وتلو امر کړی

د اسراییلو پوځ د لبنان پلازمېنې بيروت د جنوبي سیمو (ضاحیه) اوسېدونکو ته د بیړني وتلو امر کړی او ویلي یې دي چې په دغو سیمو کې به د حزب‌الله پر هدفونو بریدونه ترسره کړي.

د دې اعلان وروسته زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو د وتلو په حال کې لیدل شوي دي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې د لبنان په جنوب او د بیروت په جنوبي سیمو کې به عملیات پراخ شي.

اسراییل ادعا کوي چې حزب‌الله د اوربند له شرایطو سرغړونه کړې او پر شمالي اسراییل یې راکټي بریدونه کړي دي.

د لبنان چارواکو او سیمه‌ییزو سرچینو راپور ورکړی چې د ایستلو امر له خپرېدو وروسته په ضاحیه او نورو سیمو کې پراخې کډوالۍ پیل شوې دي.

د لبنان حکومت د اسراییلو دا ګام غندلی او د جګړې د پراخېدو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

یونیسف؛افغانستان کې د ماشومانو د ښې ودې لپاره د والدینو د روزنې پروګرام پراخوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په خپل تازه بیان کې د نړیوال بانک له ډلې (World Bank Group) سره د ګډ پروګرام یادونه کړې او ویلي یې دي چې د ماشومانو د لومړنۍ ودې پروګرام له لارې په افغانستان کې د مور او پلار د مهارتونو د لوړولو هڅې روانې دي.

دغه سازمان وایي، مور او پلار د ماشومانو لومړني ښوونکي دي او دوی هم ملاتړ او روزنې ته اړتیا لري.

د یونیسف په وینا، د مور او پلار د ملاتړ پروګرام له مخې به په شپږو ولایتونو کې شاوخوا ۱۰ زره مور او پلار وروزل شي، څو د ماشومانو د روزنې مهارتونه ترلاسه او پیاوړي کړي او په دې توګه نږدې ۲۰ زره ماشومان تر پوښښ لاندې راځي.

یونیسف ویلي د دې هڅو موخه دا ده چې ماشومانو ته په ژوند کې غوره پیل ورکړل شي او هغوی ته د ودې، زده‌کړې او روغتیا ښه فرصتونه برابر شي.

ایران؛د لبنان پر ضد د اسراییلو د بریدونو له امله له امریکا سره غیرمستقیم تماسونه ودرول

د ایران له سپاه پاسداران سره تړلې خبري اژانس تسنیم راپور ورکړی چې تهران د لبنان پر ضد د اسراییلو د روانو بریدونو له امله له امریکا سره د منځګړو له لارې د پیغامونو تبادله درولې ده.

ایران ویلي چې تر هغه وخته به هېڅ ډول خبرې او ډیپلوماتیک تماسونه ونه شي، څو چې په لبنان او غزه کې د اسراییلو پوځي عملیات ونه درېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعيل بقايي ویلي چې د امریکا متضاد دریځونه او د اسراییلو دوامدار بریدونه د خبرو اترو بهیر ټکنی کړی دی.

هغه ټینګار کړی چې د سیمې د هر ډول احتمالي توافق یوه مهمه برخه باید په لبنان کې د اوربند عملي کېدل وي.

سعودي عربستان؛پر لبنان د اسرائیلو بریدونه وغندل

سعودي عربستان د لبنان پر ضد د اسرائیلو وروستي بریدونه غندلي او د لبنان خاورې ته د اسرائیلي ځواکونو ننوتل یې د دغه هېواد د ملي حاکمیت سرغړونه بللې ده.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې ریاض د لبنان پر وړاندې د اسرائیلو پوځي اقدامات ردوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دې بریدونو د درولو او د لبنان خاورې ته د اسرائیلو د پوځي پراختیا مخه ونیسي.

سعودي عربستان د لبنان د حاکمیت او د لبناني ولس د حقونو پر ساتنې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا چاره باید د نړیوالو اصولو او تړونونو له مخې خوندي شي.

اعلامیه زیاتوي چې د لبنان د سیاسي جوړجاړي د تړون پلي کېدل مهم دي، څو د لبنان دولت وکولای شي پر خپلې ټولې خاورې بشپړ واک ولري.

سعودي چارواکو همداراز د لبنان د حکومت د هغو پرېکړو ملاتړ کړی چې له مخې یې وسلې باید یوازې د دولت او رسمي امنیتي بنسټونو په واک کې وي.

د دوی په وینا، دا کار به په لبنان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره مرسته وکړي.

د کرکټ نړیوالې شورا؛د کاناډا پر کرکټ بورډ بشپړ بندیز ولګاوه

راپورونه ښیي چې د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د کاناډا په کرکټ بورډ بشپړ بندیز ولګاوه او غړیتوب یې هم ترې واخیست.

د معلوماتو له مخې، د کاناډا کرکټ بورډ د آی سي سي اسوسیېټ غړی و خو د پراخ مالي او اداري فساد له امله ترې غړیتوب واخیستل شو.

خو د کاناډا کرکټ ملي لوبډلې وضعیت له بندیز سره نه دی بدل شوی، لا هم د آی سي سي په نړیوالو ټورنمټونو کې د لوبېدو اجازه لري.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې آی سي سي پر یاد کرکټ بورډ د شپږو میاشتو لپاره مالي بندیز هم ولګاوه.

په دې وروستیو کې د کاناډا کرکټ بورډ د اداري او مالي درغلۍ او فساد له تورونو سره مخ دی، په تېر شل اووریز نړیوال جام کې د دغه هېواد د ملي لوبډلې یوه لوبه لا هن د فکسېنګ د شک له امله د آی سي سي د فساد ضد څانګې تر څارنې لاندې ده.

حزب‌الله:د اسراييلو کریات شمونه ښارګوټی مو په توغندیو وویشت

د لبنان حزب‌الله ویلي چې د اسرائیلو په شمال کې یې د کریات شمونه ښارګوټی د توغندیز برید هدف ګرځولی دی.

حزب‌الله په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بریدونه یې د اسرائیلو د پوځي اقداماتو او د اوربند د سرغړونو په غبرګون کې ترسره کړي دي.

د دې ډلې په وینا، پر کریات شمونه څو توغندي توغول شوي، خو د بریدونو د پایلو او احتمالي زیانونو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

تر اوسه اسرائیلي چارواکو د حزب‌الله د دې ادعا په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي؛ خو د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله په سرحدي سیمو کې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی.

امریکا: په کویټ کې مو دوه ایراني بالستیک توغندي شنډ کړي

د امریکا پوځ ویلي، تېره شپه یې دوه بالستیک توغندي شنډ کړي چې د ایران له لوري توغول شوي او په کویټ کې مېشت امریکایي ځواکونه یې هدف ګرځولي وو.

د امریکا د مرکزي پوځي قوماندانۍ یا سېنټکام په وینا، دغه توغندي سمدستي له منځه وړل شوي او په پېښه کې هیچا ته زیان نه دی اوښتی.

سېنټکام ویلي، امریکایي ځواکونه په بشپړې بیدارۍ کې دي او د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د خپلو ځواکونو د دفاع لپاره چمتووالی لري، په داسې حال کې چې د روان اوربند د ټینګښت ملاتړ هم کوي.

تر اوسه د ایران له لوري د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

یوناما: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به په نږدې راتلونکو ورځو کې د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه وکړي.

یوناما نن دوشنبه په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې ټاکل شوې د روانې میاشتې د جون په ۸مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت په اړه بحث وکړي.

په دې غونډه کې به د افغانستان وروستي پرمختګونه، د بشري مرستو او بشري حقونو وضعیت او د نړیوال تعامل موضوعات وڅېړل شي.

یوناما همداراز ویلي د جون په ۱۶مه به په افغانستان کې د دغې ادارې (یوناما) ماموریت د فعالیتونو د غځولو په اړه هم پرېکړه وشي او تمه ده ماموریت یې وغځول شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه په منظم ډول غونډې کوي او د یوناما د راپورونو پر بنسټ د هېواد د وضعیت ارزونه او د نړیوالو اقداماتو په اړه بحثونه ترسره کوي.

میانمار کې؛درنې چاودنې لسګونه کسان وژلي

راپورونه وایي، د میانمار د جګړه‌ ځپلې ساګاینګ سیمه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي او له ۷۴ ډېر ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، چاودنه د کان‌ کیندنې لپاره د چاودېدونکو توکو په یوه ګودام کې رامنځته شوې او د سیمې اوسېدونکو ته یې هم درانه زیانونه اړولي دي.

ځايي سرچینو ویلي، د چاودنې له امله نږدې ودانۍ هم ویجاړې شوي او د ټپیانو شمېر نور هم په لوړېدو دی.

تراوسه د پېښې د دقیق لامل په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

اوچا: افغانستان کې پر هرو سل زر زیږونونو کې ۶۰۰ میندې مري

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د میندو د مړینې کچه په کې لوړه ده.

اوچا په خپله اېکس پاڼه لیکلي، په افغانستان کې په هرو ۱۰۰ زره زېږونونو کې شاوخوا ۶۰۰ میندې د امیندوارۍ، زېږون او یا هم د زېږون د اړوندو ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د یادې ادارې په وینا، ماهر روغتیايي پرسونل او ښځینه روغتیاپالان د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د ژوند په ژغورلو کې مهم رول لري، خو د ښځو پر کار او ټولنیز ګډون لګېدلي محدودیتونه د دې لامل شوي چې ګڼې میندې اړینو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ونه لري.

اوچا ټینګار کړی چې د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې د راکمولو لپاره باید روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پراخ او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو ملاتړ وشي.