پنجشنبه, جون 4, 2026
Home Blog Page 10

د طالبانو حکومت:بامیانو ته د اختر په ورځو کې له ۳۰۰ زرو ډېرو سیلانیانو سفر کړی

د طالبانو حکومت د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د لوی اختر له رارسېدو وروسته د دې ولایت سیاحتي سیمو ته د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو شمېر په بې‌ساري ډول زیات شوی دی.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، تر اوسه له ۳۰۰ زرو ډېر سیلانیان د بامیانو تاریخي او طبیعي سيمو ته ورغلي دي.

چارواکي وایي چې یوازې د بند امیر ملي پارک څخه له ۱۴۱ زرو ډېرو کسانو لیدنه کړې ده.

مسؤلین زیاتوي چې بامیان د خپلو تاریخي آثارو، ښکلو منظرو او طبیعي سیمو له امله د هېواد د مهمو ګرځندویزو مرکزونو په توګه مطرح دی، او د سیلانیانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.

سهيل شاهين:نړيوال دې پر افغانستان لګېدلي محدودیتونه پای ته ورسوي او تعامل دې زیات کړي

د طالبانو حکومت چارواکو یو ځل بیا پر افغانستان د لګېدلو نړیوالو محدودیتونو او بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

په دوحه کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست سهیل شاهین ویلي چې د «اسلامي امارت» پر مشرانو سفري بندیزونه او پر افغانستان نور محدودیتونه نه یوازې ناعادلانه دي، بلکې د هېواد د اقتصادي ودې او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل پر وړاندې خنډونه هم جوړوي.

د هغه په وینا، دغو بندیزونو تر اوسه د ستونزو په حل کې کومه اغېزمنه پایله نه ده لرلې؛ نو نړیواله ټولنه باید د فشار پر ځای د تعامل او همکارۍ لاره غوره کړي.

شاهین له نړیوالو غوښتي چې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي او د بندیزونو د پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي، څو اقتصادي فرصتونه او نړیوال تعاملات پیاوړي شي.

بلومبرګ:د روسیې د الوتکو او ډرونونو تولید ۱۱۷ سلنه زیات شوی

بلومبرګ په يوه راپور ‌کې ويلي، د روسیې د الوتکو او بې‌پیلوټه الوتکو د تولید صنعت په بې‌ساري ډول وده کړې ده، ځکه مسکو د جګړې په ډګر کې پر ډرونونو زیات تمرکز کړی دی.

رسمي احصایې ښيي چې د ۲۰۲۶ کال په اپرېل میاشت کې د روسیې د هوايي صنعت تولید د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱۷ سلنه زیات شوی دی.

په دې صنعت کې هم پوځي الوتکې او هم بې‌پیلوټه الوتکې شاملې دي.

راپور زیاتوي چې د زرګونو ډرونونو لپاره د پوځ دوامدارې اړتیاوې د دې چټک پرمختګ اصلي لامل بلل کېږي.

بلومبرګ ويلي چې د روسیې د جګړې ماشین د څو کلونو پراخو لګښتونو وروسته د فشار له نښو سره مخ دی، خو د ډرونونو او هوايي تجهیزاتو تولید لا هم په چټکۍ روان دی.

ایران؛د باب المندب تنګي په شاوخوا کې د اقداماتو خبرداری ورکړی

ایران او د هغه متحدانو د باب‌المندب تنګي په شاوخوا کې د احتمالي اقداماتو خبرداری ورکړی دی.

دا مهمه سمندري لاره د آسیا، اروپا او افریقا ترمنځ د سوداګرۍ او انرژۍ د لېږد له تر ټولو مهمو دهلېزونو څخه ګڼل کېږي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د لبنان او غزې په اړه د اسراییلو د پوځي عملیاتو له امله سیمه‌ییز کړکېچ زیات شوی دی.

د يادونې وړ ده چې په تېرو کلونو کې هم په همدې سیمه کې د امنیتي پېښو او بریدونو له امله ځینې باروړونکې بېړۍ اړې شوې وې چې د افریقا د جنوبي برخې له اوږدې سمندري لارې سفر وکړي، چې له امله یې د لېږد لګښتونه او وخت دواړه زیات شوي وو.

هند؛له فرانسې څخه د ۱۱۴ رافال جنګي الوتکو د پېرلو بهیر پیل کړ

هند د خپل هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره له فرانسې څخه د ۱۱۴ رافال جنګي الوتکو د پېرلو لپاره د رسمي غوښتنې لیک وروستی کړی دی.

د راپورونو له مخې، د دې ستر دفاعي تړون ارزښت شاوخوا ۳.۲۵ لکه کروړه هندي روپیو ته رسېږي.

ټاکل شوې ده چې دغه رسمي غوښتنلیک په راتلونکو اوونیو کې فرانسې ته واستول شي، چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي مذاکرات پیل شي.

هندي رسنیو ویلي، که دا معامله بشپړه شي، نو دا به د هند په تاریخ کې د جنګي الوتکو تر ټولو لوی تدارکاتي پروګرام وي.

دا په داسې حال کې ده چې د هند د هوايي ځواک مشر امار پریت سینګ فرانسې ته درې ورځنی رسمي سفر پیل کړی دی.

جان بولټن:ټرمپ د ایران په اړه په خپل جوړ کړي جال کې بند پاتې دی

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د ایران په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سیاست نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ټرمپ په داسې وضعیت کې بند پاتې شوی چې خپله یې رامنځته کړی دی.

بولټن د I24 ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي: «زما په اند ټرمپ په هغه جال کې راګیر شوی چې خپله یې جوړ کړی. کله چې د ایران پر ضد عملیات پیل شول، هغه خپل اهداف په روښانه ډول نه وو ټاکلي.»

هغه زیاته کړې چې باور لري د ټرمپ اصلي هدف د ایران د نظام بدلون و؛ خو ټرمپ پوهېږي چې که له ایران سره یو کمزوری یا جنجالي تړون هم وکړي، نو له سختو سیاسي او ولسي نیوکو سره به مخ شي.

بولټن ویلي چې هر ډول احتمالي توافق به د پخواني ولسمشر بارک اوباما د اټومي تړون او نورو بدیلو لارو سره پرتله کېږي، او که د امریکا په ګټه ونه ګڼل شي، د ټرمپ لپاره به سیاسي ستونزې رامنځته کړي.

اکسیوس:د ټرمپ او نتانیاهو ترمنځ توده ټلیفوني شخړه شوې

امریکايي رسنۍ اکسیوس د دوو امریکايي چارواکو او یوې بلې باخبرې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ترمنځ د دوشنبې ورځې ټلیفوني خبرې له تاوتریخوالي او سختو خبرو ډکې وې.

د راپور له مخې، ټرمپ د لبنان په اړه د اسراییلو د پوځي عملیاتو د پراخېدو له امله پر نتانیاهو سختې نیوکې وکړې او د بیروت پر ضد د احتمالي برید له پلان سره یې مخالفت څرګند کړ.

سرچینو ویلي چې ټرمپ په خبرو کې نتانیاهو بې‌پروا وباله او هغه یې د نه مننې په چلند تورن کړ.

همدارنګه یې خبرداری ورکړ چې پر بیروت برید به اسراییل په نړیواله کچه لا منزوي کړي او د نړیوال فشار کچه به لوړه کړي.

د راپور له مخې، ټرمپ نتانیاهو ته یادونه کړې چې په تېرو کلونو کې یې د هغه ملاتړ کړی او حتی د فساد قضیو پر مهال یې ورسره سیاسي مرسته کړې وه.

ډونالډ ټرمپ:له ایران سره مذاکرات چټک روان دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل تروت سوشیال کې لیکلي چې له ایران سره مذاکرات په چټکۍ روان دي.

ټرمپ د هغو راپورونو په اړه چې ګواکې ایران د لبنان پر ضد د اسراییلو د پوځي عملیاتو له امله له امریکا سره د پیغامونو تبادله درولې، ویلي: «دا راته هېڅ مهمه نه ده، زه ورته هېڅ اهمیت نه ورکوم.»

نوموړي همدارنګه ویلي چې له بنیامین نتانیاهو سره یې ډېرې رغنده خبرې کړې دي.

د هغه په وینا، بیروت ته به هېڅ پوځي ځواک ونه لېږل شي او هغه ځواکونه چې د تګ په حال کې وو، بېرته ګرځول شوي دي.

ټرمپ زیاته کړې چې د لوړپوړو استازو له لارې یې له حزب الله سره هم ښه تماسونه لرلي او توافق شوی چې ټولې ډزې او نښتې ودریږي.

د هغه په وینا، اسراییل به پر حزب‌الله برید نه کوي او حزب‌الله به هم پر اسراییلو برید نه کوي.

ډونالډ ټرمپ:د لبنان لپاره د اوربند پر موافقې سلا شوې ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د لبنان په اړه د اوربند پر یوې موافقې سلا شوې ده.

ټرمپ ویلي چې له اړوندو خواوو سره د خبرو اترو او ډیپلوماتیکو هڅو په پایله کې د جګړې د درولو او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره پر اوربند توافق شوی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې د اوربند موخه د ملکي وګړو خوندیتوب، د سیمې ثبات او د جګړې د پراخېدو مخنیوی دی.

هغه هیله څرګنده کړې چې ټولې ښکېلې خواوې به د موافقې درناوی وکړي او د سولې د ټینګښت لپاره به عملي ګامونه پورته کړي.

محمد صادق؛د اروپایي ټولنې له چارواکو سره د افغانستانو او سیمې پر امنیتي موضوعاتو خبرې کړي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، د اروپایي ټولنې له لوړپوړو چارواکو سره یې د سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو د خدمتونو د اسیا او سوېل ختیځې آسیا سیمې له عمومي مدیر اریک کورزویل او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي ژیل برتران سره یې لیدلي او په یو لړ موضوعاتو یې بحث کړی دی.

د صادق خان په وینا، په دې لیدنه کې د ترهګرۍ او امنیتي ګواښونو په اړه خبرې وشوې، په ځانګړي ډول د پاکستاني طالبانو یا (ټي‌ټي‌پي) او د بلوڅ ازادۍ غوښتونکې ډلې (BLA) فعالیتونه یاد شول چې د پاکستان په ادعا له افغان خاورې فعالیتونه تنظیمړي.

محمد صادق ویلي، دواړو لورو د سیمې د امنیتي ننګونو د حل لپاره د همغږو او ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی او د اړیکو او تعامل د دوام غوښتنه یې کړې ده.

دا لیدنه او څرګندونې داسې مهال کېږي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغانستان له خاورې د وسله‌ والو ډلو د فعالیتونو په اړه خپلې اندېښنې بیا بیا مطرح کړې دي، خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې ردوي.