پنجشنبه, اکتوبر 8, 2026
Homeامنیتحوثیانو د سعودي پر دوو هوايي ډګرونو د توغندیزو بریدونو ادعا کړې

حوثیانو د سعودي پر دوو هوايي ډګرونو د توغندیزو بریدونو ادعا کړې

د یمن حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان پر ریاض او نجران هوايي ډګرونو او د خمیس مشیط پر یوې هوايي اډې یې توغندیز بریدونه کړي دي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي، د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر دوه کروز توغندي او د نجران هوايي ډګر او خمیس مشیط هوايي اډې پر لور بالستیک توغندي توغول شوي دي.

سریع ادعا کړې چې بریدونو خپل هدفونه ویشتي، درې واړه تاسیسات یې زیانمن کړي او د ریاض او نجران په هوايي ډګرونو کې یې د الوتنې فعالیتونه ګډوډ کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here