د ګډ امنیتي تړون سازمان وايي، د دغه سازمان، د خپلواکو هېوادونو مشترک المنافع (CIS) او د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) ګډ کنفرانس به د اکتوبر په ۱۵مه او ۱۶مه په مسکو کې ترسره شي.
د ګډ امنیتي تړون سازمان په وینا، په دې غونډه کې به د منځنۍ اسیا او افغانستان امنیتي وضعیت او اړوند امنیتي مسایل وڅېړل شي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، روسیه چې سږ کال د ګډ امنیتي تړون سازمان مشري کوي، له CIS او SCO سره د امنیتي همکاریو د پراختیا هڅې یې هم روانې ساتلې دي.
ټاکل شوې د ګډ امنیتي تړون سازمان د جمعي امنیت شورا او د بهرنیو چارو، دفاع او امنیت شوراګانو د سکرترانو ګډه غونډه هم د نومبر په ۱۰ او ۱۱مه په مسکو کې ترسره شي.
په دې غونډو کې به د سازمان د ګډ امنیت د پیاوړتیا په اړه ځینې پرېکړې او اسناد هم تصویب شي.

