پنجشنبه, اکتوبر 8, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت پلاوی د ډیجیټلي فورم لپاره مسکو ته ولاړ

د طالبانو حکومت پلاوی د ډیجیټلي فورم لپاره مسکو ته ولاړ

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین جان عمري د یوه پلاوي په مشرۍ د دویم نړیوال ډیجیټلي فورم په موخه مسکو ته سفر کړی دی.

د دغه وزارت په وینا، په فورم کې به د ډیجیټلي حکومتولۍ، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري خوندیتوب، ډیجیټلي زیربناوو او د ټکنالوژۍ په برخه کې د نړیوالو همکاریو په اړه بحثونه وشي.

د وزارت پلاوی به د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې تجربې او ترسره شوي اقدامات شریک کړي او د فورم په څنډه کې به د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د دوه‌اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here