د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، اسلاماباد د داسې افغانستان ملاتړ کوي چې باثباته، سوکاله او له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې وي، خو د نوموړي په وینا دا کار د متقابل درناوي، صداقت او سیاسي ارادې غوښتنه کوي.
ډار دا څرګندونې په نیویارک کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د تماس ډلې په غونډه کې کړې دي.
هغه ویلي، د طالبانو حکومت باید هغه ګامونه واخلي چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د یوځای کېدو لپاره مناسب شرایط برابر کړي. نوموړي ادعا کړې چې د طالبانو حکومت د «ناسمو لومړیتوبونو او نظریاتو» له امله افغانستان له نړۍ سره د ادغام او د خلکو د ژوند د ښه کېدو فرصتونه له لاسه ورکړي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له طالبانو غوښتي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو د کارېدو د مخنیوي په موخه «روښانه او د تایید وړ اقدامات» وکړي.
نوموړي ویلي، سیمهییز هېوادونه او د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د نږدې کېدو په برخه کې مرسته کولای شي.

