چهارشنبه, سپتمبر 23, 2026
Homeبشري حقونهد غزې په اړه د اردوغان د څرګندونو پر مهال اسراییلي استازو...

د غزې په اړه د اردوغان د څرګندونو پر مهال اسراییلي استازو د ملګرو ملتونو غونډه پرېښوده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال د غزې وضعیت سخت وباله او ویې ویل چې دغه سیمه د ماشومانو لپاره د نړۍ پر تر ټولو لویې هدیرې بدله شوې ده.

اردوغان وویل: «زه د یو پلار او نیکه په توګه چې له خپلو اولادونو او لمسیانو سره مینه لرم، په دروند زړه وایم چې غزه نن یوازې د ماشومانو پر تر ټولو لویې هدیرې بدله شوې نه ده، بلکې په نړۍ کې د ماشومانو د غړو پرې کېدو تر ټولو لوړه کچه هم لري.»

هغه غزه د خپل وخت «تر ټولو غیرانساني او د شرم وړ بندي‌خونه» وبلله او د فلسطینیانو پر وضعیت یې نیوکه وکړه.

د اردوغان د وینا پر مهال د اسراییلو استازو د غونډې تالار پرېښود او ووتل.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here