یکشنبه, جولای 26, 2026
Homeکورپاڼهپاکستان تر اوسه د کومو افغان وسله‌والو ډلو ملاتړ کړی؟د اوو لسیزو...

پاکستان تر اوسه د کومو افغان وسله‌والو ډلو ملاتړ کړی؟د اوو لسیزو مداخلو ته لنډه کتنه

ليکوال: نجيب پاڅون

د ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۴مه د پاکستان له جوړېدو سره د افغانستان او یاد هېواد اړیکې له سیاسي اختلافاتو سره پیل شوې. د ډیورنډ فرضي کرښې، د پښتنو سیمو د راتلونکي، د وېشل شوې افغان خاورې او د برېټانوي هند د میراث موضوعات د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو اختلافاتو لامل شول.
خو د دواړو هېوادونو اختلاف یوازې تر سیاسي بحثونو محدود پاتې نه شول، افغانستان د سړې جګړې، سیمه‌ییزو سیالیو او نړۍوالو رقابتونو په اوږدو کې د لویو قدرتونو د سیالۍ ډګر شو، او پاکستان د خپلې ناوړه امنیتي تګلارې له مخې په بېلابېلو وختونو کې د افغانستان له ځینو سیاسي او وسله‌والو مخالفو جریانونو سره اړیکې جوړې کړې.
د نړۍوالو اسنادو او څېړنیزو راپورونو له مخې، د پاکستان له‌خوا د افغان مخالفو ډلو د ملاتړ موضوع په ځانګړي ډول له ۱۹۷۳ کال وروسته روښانه کېږي؛ هغه وخت چې د سردار محمد داوود خان د حکومت پر وړاندې د ځینو اسلامپالو او ورانکارو مخالفینو د تنظیم او ملاتړ موضوع مطرح شوه.
په دې لنډه مقاله کې د پاکستان او افغان وسله‌والو ډلو د اړیکو مهم تاریخي پړاوونه څېړل کېږي؛ له مجاهدینو څخه تر طالبانو او له ۲۰۰۱ وروسته د نویو وسله‌والو ډلو ملاتړ تر بحثونو پورې.

د ۱۹۷۳ کال وروسته؛ د افغان مخالفو ډلو د ملاتړ پیل



د ۱۹۷۳ کال د جولای کودتا چې سردار محمد داوود خان یې واک ته ورساوه، د افغانستان او پاکستان اړیکې نوې مرحلې ته داخلې کړې.
د ګڼو څېړنو او وروسته خپرو شوو اسنادو له مخې، د پاکستان حکومت د داوود خان د حکومت پر وړاندې له هغو افغان اسلامپالو او ورانکارو مخالفینو سره اړیکې جوړې کړې چې له نوي نظام سره مخالف وو.
په دې دوره کې د ګلبدین حکمتیار، برهان‌الدین رباني، احمدشاه مسعود او نورو اشرارو نومونه ډېر یادېږي چې وروسته د افغانستان په ورانولو کې یې مهم رولونه ولوبول.
د موجودو څېړنو له مخې، د ۱۹۷۴ او ۱۹۷۵ کلونو ترمنځ د ډیورند کرښې هاغاړې سیمو کې د افغان مخالفینو او ورانکارو د تنظیم او روزنې لومړني مرکزونه جوړ شول.
د ۱۹۷۵ کال د پنجشیر بغاوت هغه لومړنۍ مهمه پېښه وه چې د افغانستان حکومت یې د پاکستان له خاورې د تنظیمېدو کره ادعا وکړه.
که څه هم دغه بغاوت ناکام شو، خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ بې‌باوري یې زیاته کړه او د افغان مخالفو ورانکارو شبکو او پاکستاني امنیتي ادارو اړیکې یې پیاوړې کړې.

د شوروي یرغل او د مجاهدینو پراخ ملاتړ (۱۹۷۹–۱۹۸۹)

د ۱۹۷۹ کال د شوروي اتحاد له پوځي مداخلې وروسته، د افغانستان جګړه د سړې جګړې په یوه نړۍواله سیالۍ بدله شوه.
پاکستان د افغان مجاهدینو د تنظیم او د نړۍوالو مرستو د وېش اصلي مرکز شو. د پاکستان استخباراتي ادارې ای‌اېس‌ای د وسلو، مالي مرستو او پوځي امکاناتو په وېش کې مهم رول درلود.



پاکستان د پېښور مېشتو اوو تنظیمونو له لارې د مجاهدینو ملاتړ تنظیم کړ:
۱- حزب اسلامي (ګلبدین حکمتیار)
۲- جمعیت اسلامي (برهان‌الدین رباني)
۳- اتحاد اسلامي (عبدالرب رسول سیاف)
۴- حرکت انقلاب اسلامي (مولوي محمد نبي محمدي)
۵- حزب اسلامي (یونس خالص)
۶- محاذ ملي اسلامي (پیر سید احمد ګیلاني)
۷- جبهه نجات ملي (صبغت الله مجددي)

د ۱۹۸۰ مو کلونو په اوږدو کې د ډیورنډ فرضي کرښې هاغاړې سیمو کې د افغان مجاهدینو لپاره روزنیز مرکزونه جوړ شول چې پکې د چریکي جګړې، وسلو کارولو، مخابراتو، د افغان وطن ویجاړولو او پوځي تاکتیکونو روزنه ورکول کېده.

د شوروي له وتلو وروسته د طالبانو راڅرګندېدل (۱۹۸۹–۲۰۰۱)

د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان د کورنۍ جګړې له سخت پړاو سره مخ شو. پاکستان هڅه کوله چې په کابل کې داسې حکومت رامنځته شي چې د اسلام‌اباد امنیتي او سیمه‌ییزو ګټو ته نږدې وي.
په دې دوره کې د پاکستان اړیکې له ځینو مجاهدینو، په ځانګړي ډول د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار او د جمعیت ګوند برهان‌الدین رباني سره، ډېرې یادې شوي.
په ۱۹۹۴ کال کې طالبان د افغانستان په سوېل کې راڅرګند شول. طالبانو د نظم او امنیت د راوستلو شعار ورکړ او په لومړیو کې یې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړ.
د طالبانو د چټک پرمختګ په اړه د پاکستان د رول موضوع له هماغه لومړیو کلونو راهیسې د نړۍوالو څېړنو مهم بحث و. یو شمېر څېړونکي او افغان چارواکي ادعا کوي چې پاکستاني امنیتي او سیاسي کړیو د طالبانو له ودې سره مرسته کړې وه.
په ۱۹۹۶ کال کې طالبان کابل ته داخل شول او پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژاند.

له ۲۰۰۱ وروسته؛ د طالبانو بیا راڅرګندېدل او نوې شخړې

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو وروسته د امریکا په مشرۍ نړۍوالو ځواکونو افغانستان ته پوځي مداخله وکړه او د طالبانو حکومت نسکور شو.
له دې وروسته د افغانستان او پاکستان اړیکې یو ځل بیا د نړۍوال سیاست مهم بحث شو. د افغانستان جمهوري حکومتونو او یو شمېر نړۍوالو چارواکو تل ویل، چې پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې ځینو مشرانو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.
د اشرف غني حکومت هم په لومړیو کې د پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو هڅه وکړه، خو وروسته د وسله‌والو بریدونو له زیاتېدو سره اړیکې بېرته ترینګلې شوې.

له ۲۰۲۱ وروسته نوی امنیتي پړاو او د نویو وسله‌والو ډلو روزل او ملاتړ

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، له دې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیت، ډیورنډ فرضي کرښې او وسله‌والو ډلو په اړه اختلافات زیات شول.
یو شمېر افغان او نړۍوال شنونکي او کره سرچېنې باور لري، چې پاکستان د افغانستان په اړه لا هم د نفوذ پخوانۍ تګلارې تعقیبوي او اوس یې تازه بیا یو شمېر وسله والې ډلې روزلی او ملاتړ یې پیل کړی تر څو په افغانستان کې ناکراري او ورانکاري پیل کړي.

پایله

د تېرو اوو لسیزو تاریخ ښيي چې پاکستان په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې د افغانستان له ځینو مخالفو سیاسي او وسله‌والو جریانونو سره اړیکې لرلې؛ له ۱۹۷۰مو کلونو د اسلامپالو شبکو څخه نیولې، د مجاهدینو (اشرارو) د جګړې، د طالبانو د راڅرګندېدو او له ۲۰۰۱ او له ۲۰۲۱ وروسته د نویو وسله‌والو ډلو تر ملاتړ او بحثونو پورې.

مهمې سرچینې:

United Nations Analytical Support and Sanctions Monitoring Team Reports
SIGAR – Afghanistan Reconstruction Reports
Congressional Research Service (CRS) – Afghanistan Reports
U.S. Department of Defence – Afghanistan Security Reports
Office of the Historian, U.S. Department of State – Afghanistan Documents
Steve Coll – Directorate S
Ahmed Rashid – Taliban: Militant Islam, Oil and Fundamentalism in Central Asia

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here