دیمن رسنیو راپور ورکړی چې سعودي جنګي الوتکو په تېرو ساعتونو کې د یمن په تعز، الجوف، الحدیده او مأرب ولایتونو کې پر بېلابېلو سیمو شاوخوا ۴۰ هوايي بریدونه کړي دي.
د حوثیانو تر کنټرول لاندې «المسیره» ټلوېزیون هن ویلي چې په الجوف، مأرب، الحدیده، تعز، البیضاء او صعده ولایتونو کې لسګونه هوايي بریدونه شوي دي.
د حوثیانو د پوځي ویاند په وینا، سعودي الوتکو په ۱۲ ساعتونو کې ۵۴ بریدونه کړي. خو دا شمېرې تراوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
سعودي لوري هم تر اوسه د شاوخوا ۴۰ بریدونو ادعا په رسمي ډول نه ده تایید کړې.
دا بریدونه په داسې حال کې راپور کېږي چې په وروستیو ورځو کې د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن د حکومت ځواکونو او حوثیانو ترمنځ نښتې بیا زیاتې شوې دي.
حوثیانو هم پر سعودي عربستان پراخ بریدونه کړي چې د سعودي چارواکو په وینا، ۷۳ کسان په کې ټپیان شوي دي.

