د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان ویلي، افغانستان د پاکستان دښمن هېواد نه دی او هغه افغان محصلین چې قانوني اسناد او معتبرې ویزې لري، کولی شي په پاکستان کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ په خپل لومړي اوونیز خبري کنفرانس کې ویلي چې تر اوسه داسې پرېکړه نه ده شوې چې ټول افغان محصلین دې بېرته افغانستان ته واستول شي.
خو یو شمېر افغان محصلینو ویلي چې ان د معتبرې ویزې لرونکو محصلینو ته هم د بېرته ستنېدو خبره شوې ده.
بلخوا، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) په خپلو خبرتیاوو کې په پاکستان کې پر زدهکړو بوخت ټول «افغانان» د اوسني سیاسي وضعیت له امله د بېرته ستنېدو لپاره مخاطب کړي دي.
د دغو خبرتیاوو په متن کې دا روښانه نه ده چې معتبرې ویزې لرونکي محصلین له دې پرېکړې مستثنا دي.
په همدې حال کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې قانوني اسناد لرونکي افغان محصلین کولی شي په دغه هېواد کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.

