لیکنه: ارمان شینواری
حماسه میډیا
له څه باندې سل ورځنۍ جګړې وروسته، د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای لپاره یو موقت تړون اعلان شوی چې د منځني ختیځ د وروستیو کلونو له مهمو سیاسي تحولاتو څخه ګڼل کېږي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه توافق «لوی تړون» بللی، خو په داسې حال کې چې ایراني چارواکي وایي د جګړې او پوځي عملیاتو د درولو ترڅنګ به د هرمز تنګي سمندري بندیز هم پای ته ورسېږي.
د راپورونو له مخې، د تړون د لاسلیک مراسم به د جمعې په ورځ په سویس کې ترسره شي، خو لا هم ګڼې مهمې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي؛ لکه دا چې ایا اسرائیل به د تړون ټولو مادو ته ژمن پاتې شي او که نه!
د تړون مهم ټکي:
د ایران د ملي امنیت عالي شورا ویلي چې د توافق له مخې به په ټولو جبهو کې پوځي عملیات سمدستي درول کېږي، په ځانګړي ډول په لبنان کې، چیرې چې اسرائیلي ځواکونه لا هم د دغه هېواد د خاورې یوه پراخه برخه تر خپل کنټرول لاندې لري.
دغه تړون همدارنګه د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو، د ایران پر بندرونو د امریکا د سمندري بندیز د ختمېدو او د اټومي موضوعاتو په اړه د ۶۰ ورځنیو مذاکراتو د دوام زمینه برابروي.
خو اسرائیل؛
د تړون تر ټولو لویه ننګونه!
سره له دې چې ایران د لبنان لپاره د اوربند خبره کوي، خو اسرائیلي چارواکي بل دریځ لري.
د اسرائیل د دفاع وزیر یسرائیل کاتز ویلي چې د دوی پوځ به په لبنان، سوریه او غزه کې په امنیتي سیمو کې د نامحدود وخت لپاره پاتې شي.
سیاسي شنونکي باور لري چې د بیروت پر جنوبي سیمو وروستي اسرائیلي بریدونه د دې لپاره وو چې تل ابیب د تړون تر عملي کېدو مخکې خپل امتیازات زیات کړي. حتی ټرمپ په ښکاره ډول پر اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د بیروت بریدونه د تړون د ناکامېدو سبب کېدای شول، او کار یوه لویه ننګونه او د خپګان وړ موضوع وه.
د اسرائیل دننه غبرګونونه څه وایي؟
په اسرائیل کې د دغه توافق پر وړاندې مخالفتونه زیات شوي دي.
د اسرائیلي شنونکو او اپوزیسیون ځینو مشرانو دا تړون د نتنیاهو شخصي او سیاسي ماتې بللې ده. د دوی په وینا، اسرائیل ونه توانېد چې د ایران اټومي پروګرام له منځه یوسي، د ایران ملاتړې ډلې بې وسلې کړي او یا هم د تهران حکومت کمزوری کړي.
افراطي ښي اړخي سیاستوال اېتامار بن ګوېر هم ویلي چې اسرائیل باید له هغو سیمو څخه ونه وځي چې پوځ یې نیولې دي.
خو د توافق دننه به د ایران اټومي پروګرام سره څه کېږي؟
د تړون تر ټولو مهمه برخه د ایران اټومي پروګرام دی.
د راپورونو له مخې، وروستی توافق به په راتلونکو ۶۰ ورځو کې د اټومي شخړې د حل لپاره بشپړې خبرې پر مخ یوسي. ځکه ټرمپ ویلي چې ایران به یوازې د سولهییزو موخو لپاره د یورانیمو د غني کولو اجازه ولري. د اټومي انرژۍ لپاره یورانیم باید له ۳ تر ۵ سلنې پورې غني شي، خو د اټومي وسلو لپاره دغه کچه شاوخوا ۹۰ سلنې ته اړتیا لري.
هاخوا ویل کېږي چې ایران اوس هم نږدې ۴۴۰ کیلوګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم لري، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه ده.
د لبنان او حزبالله موضوع:
د راپور له مخې، د ایران او امریکا د توافق یوه مهمه لاسته راوړنه دا ده چې د لبنان جګړه د ایران له قضیې سره تړل شوې ده. داسې ښکاري چې د حزب الله د بې وسلې کولو یا منحل کولو په اړه په توافق کې کوم واضح شرط نشته. دا د اسرائیل له هغو مهمو اهدافو څخه و چې غوښتل یې حزبالله کمزوری یا بې وسلې شي. له همدې امله ګڼ اسرائیلي سیاستوال دا توافق د خپل هېواد لپاره نیمګړی او د ایران لپاره بریا بولي.
د امریکا او ایران د اړیکو راتلونکی:
که څه هم دواړو لورو د جګړې د درولو لپاره موقت توافق اعلان کړی، خو وروستی او دایمي تړون لا هم د ۶۰ ورځنیو مذاکراتو پایلو پورې تړلی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د اټومي پروګرام په اړه وروستۍ هوکړه رامنځته نه شي، پوځي فشار او حتی عملیات بېرته پیل کېدای شي. له همدې امله اوسنی توافق د سولې بشپړ ضمانت نه، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې نوې ډیپلوماتیکې مرحلې پیل ګڼل کېږي.
د سیمې پر ځواکمنو هېوادونو اغېز:
دغه توافق یوازې د ایران او امریکا ترمنځ موضوع نه ده؛ بلکې د سعودي، متحده عربي اماراتو، قطر او نورو خلیجي هېوادونو لپاره هم مهم دی. ځکه چې د هرمز تنګي پرانیستل د نفتو او ګازو صادراتو ته بېرته لاره هواروي، چې د سیمې اقتصاد او نړیوال بازارونه ترې مستقیمه ګټه اخلي. له همدې امله خلیجي هېوادونه د دې توافق له اصلي ګټونکو څخه شمېرل کېږي.
د توغندیو پروګرام او سیمه ییز متحدین!
امریکا مخکې ټینګار کاوه چې ایران باید خپل بالستیک توغندي محدود کړي او له خپلو سیمهییزو متحدینو لکه حزب الله، حماس او د یمن حوثیانو ملاتړ کم کړي. خو وروستي راپورونه ښيي چې دا موضوعات د خبرو له اجنډا څخه ایستل شوي دي، چې د ډېرو شنونکو په اند د تهران لپاره یوه مهمه سیاسي لاسته راوړنه ګڼل کېږي.
د هرمز تنګي راتلونکی!
د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد یو له مهمو لارو څخه دی او شاوخوا د نړۍ پنځمه برخه نفت او مایع ګاز له همدې لارې انتقالېږي.
د تړون له مخې به دغه تنګی لومړی د ماینونو د پاکولو لپاره پرانیستل شي او وروسته به سوداګریزې بېړۍ پرې تګ راتګ پیل کړي.
شنونکي وایي چې که څه هم تنګی پرانیستل کېږي، خو د نړیوالو باروړونکو شرکتونو باور بېرته ترلاسه کول به وخت ونیسي او ښایي څو میاشتې وخت ته اړتیا وي.
د بندیزونو برخلیک!
تر اوسه د امریکا او لویدیځو هېوادونو اقتصادي بندیزونه په بشپړه توګه نه دي لغوه شوي.
د راپورونو له مخې، د ایران د نفتو پر صادراتو ځینې محدودیتونه به کم شي، خو د بانکي او مالي بندیزونو په اړه لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
اروپايي هېوادونو هم ویلي چې د بندیزونو لرې کول به د ایران د اټومي پروګرام د راتلونکو پرمختګونو پورې تړلي وي.
کنګل شوې شتمنۍ!
ایران غواړي د جګړې له امله د رامنځته شویو زیانونو د جبران لپاره خپلې کنګل شوې شتمنۍ ترلاسه کړي.
راپورونه ښيي چې شاوخوا ۲۴ میلیارده ډالر کنګل شوې ایراني شتمنۍ ښایي په پړاوونو کې خوشې شي، خو امریکا ټینګار کوي چې دا به د ایران د ژمنو د عملي کولو پورې تړلې وي.
نړیوال اقتصاد ته اغېزې!
د تړون له اعلان وروسته نړیوالو بازارونو مثبت غبرګون ښودلی دی.
د نفتو بیې نږدې ۴ سلنه راټیټې شوې او د امریکا د ونډو بازارونه هم لوړ شوي دي.
اقتصادپوهان باور لري چې د هرمز تنګي پرانیستل او د جګړې کمېدل به د انرژۍ نړیوال بازارونه ارام کړي، خو د جګړې له امله د رامنځته شویو زیانونو، د اکمالاتي ځنځیر د ګډوډۍ او د انرژۍ د تاسیساتو د زیانونو اغېزې به لا هم د میاشتو لپاره دوام وکړي.
پایله
د ایران او امریکا ترمنځ نوی توافق که څه هم د جګړې د درولو او د سیمې د نسبي ثبات لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، خو لا هم د اسرائیل دریځ، د ایران اټومي پروګرام، د هرمز تنګي بشپړ فعالیت، بندیزونه او د تهران د سیمهییز نفوذ راتلونکی هغه موضوعات دي چې د دې توافق بریا یا ناکامي به پرې وټاکل شي. د همدې لپاره شنونکي دا تړون د جګړې پای نه، بلکې د یوې نوې او حساسې سیاسي مرحلې پیل بولي.

