د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د دغه هېواد پلاوی به په نیویارک کې له هغو منځګړو سره وګوري چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو په بهیر کې ښکېل دي.
د ایران د «ایسنا» خبري اژانس د راپور له مخې، د دې لیدنې موخه د وروستیو وړاندیزونو او د روان وضعیت په اړه د نظرونو شریکول دي.
راپورونه وايي، د قطر یو پلاوی تېره اوونۍ امریکا ته تللی و او امریکايي چارواکو سره یې د ایران وړاندیز شریک کړي و چې له مخې یې د هرمز تنګي د پرانیستلو په بدل کې د اقتصادي فشارونو د کمولو غوښتنه شوې وه.
په ورته مهال، د ایران «تسنیم» خبري اژانس ویلي چې له امریکا سره د مستقیمو خبرو لپاره کومه طرحه نه شته.

