د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند حبیب غفران معلوماتو ته د لاسرسي نړیوالې ورځې په مناسبت له رسنیو غوښتي، داسې خبرونه خپاره کړي چې د خلکو او هېواد په ګټه وي.
غفران ویلي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ژمن دی چې رسنیو ته په لازم وخت کې اړین معلومات وړاندې کړي.
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند زیاته کړې چې د معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې یې په ۱۲ ولایتونو کې سمینارونه جوړ کړي او پلان لري چې په ټول هېواد کې ورته پروګرامونه جوړ کړي، څو رسنیو ته د معلوماتو ورکولو بهیر اسانه شي.
نن د سېپټمبر ۲۸مه معلوماتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ ده، خو په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ معلوماتو ته د لاسرسي په خلا کې دي.

