دوشنبه, سپتمبر 28, 2026
Homeافغانستانبریتانیا د افغان ښځو او نجونو لپاره د کډوالو د بیا مېشتېدو...

بریتانیا د افغان ښځو او نجونو لپاره د کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرام بېرته پرانیزي

د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې د کډوالو د بیا مېشتېدو یو پروګرام به بېرته فعال کړي چې له مخې به یې افغان ښځو او نجونو ته هم ځانګړی لومړیتوب ورکړل شي.

د ګارډین د راپور له مخې، د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره شبانه محمود دغه قانوني لاره د هغو زیان‌منو کډوالو لپاره پرانیزي چې د جګړو، ځورونې او سختو شرایطو له امله خوندي ځای ته اړتیا لري.

راپور وايي، د دې پروګرام له لارې به افغان ښځې او نجونې د هغو ډلو په کتار کې وي چې د بیا مېشتېدو لپاره به لومړیتوب ولري.

تمه ده د پروګرام له لارې د منل کېدونکو کسانو شمېر په پیل کې محدود وي او هر کال به ټاکل کېږي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه کسان چې د دې پروګرام له لارې ومنل شي، له امنیتي او جنايي ارزونو وروسته به د دایمي استوګنې لپاره د نورو کډوالو په پرتله اسانه قانوني لاره ولري.

شبانه محمود ویلي، د دې طرحې موخه دا ده چې د جګړو او ځورونې له امله زیان‌منو کسانو ته د قانوني کډوالۍ لاره برابره شي، خو د کډوالو شمېر به تر کنټرول لاندې وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here