د بریتانیا پولیسو ویلي، پنځه کسان د لویدیځ انګلستان په RAF Fairford پوځي اډه کې د احتمالي «ترهګریز» عمل د چمتو کولو په شک نیول شوي دي.
پولیسو ویلي، تېره ورځ د درې مشکوکو موټرو په اړه له خبرتیا وروسته، وسلهوالو پولیسو شکمن کسان ونیول.
د امنیتي اقداماتو لپاره د سیمې شاوخوا ۴۰۰ متره ساحه تړل شوې او نږدې ۸۵ کورنۍ د احتیاط له مخې له سیمې ایستل شوې دي.
پولیس وايي، څېړنې لا په لومړني پړاو کې دي او د نیول شویو کسانو د هویت یا د پېښې د احتمالي انګېزې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
راففایرفورډ هغه پوځي اډه ده چې د امریکا او ناټو ځواکونو له خوا کارول کېږي.
د راپورونو له مخې، ایران مخکې خبرداری ورکړی و، هغه اډې چې د ایران پر ضد بریدونو لپاره کارول کېږي، هدف ګرځېدلی شي.

