د ایران میلیونونه زدهکوونکي د نوي ښوونیز کال له پیل سره بېرته ښوونځیو ته ستانه شوي، خو دا ځل د جګړې د اغېزو، ویجاړو شویو ټولګیو او رواني فشارونو تر سیوري لاندې.
الجزیرې راپور ورکړی چې له ۱۶ میلیونو ډېر ایراني زدهکوونکي خپلو ښوونځیو ته تللي، خو په ځینو سیمو کې د جګړې له امله زیانمن شوي ښوونځي او د زدهکوونکو رواني ستونزې د زدهکړو پر بهیر اغېز کوي.
ایراني ښوونکي وايي، د ماشومانو د رواني حالت ملاتړ د ښوونیز کال له مهمو ننګونو دي.
راپورونه ښیي چې جګړې د ایراني کورنیو پر اقتصادي وضعیت هم اغېز کړی او ځینې کورنۍ د ښوونیزو توکو د برابرولو له ستونزو سره مخ دي.

