د طالبانو حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ اړوند د پنځمې امنیتي حوزې ځواکونه وايي، هغه کس یې نیولی چې څو ورځې وړاندې یې له خپل کور ۱۸۰ زره امریکايي ډالر تښتولي وو.
د کابل امنیه قوماندانۍ په وینا، د عبیدالله په نوم دغه کس له پېښې وروسته مزارشریف ښار ته تللی و او کابل ته له بېرته راستنېدو وروسته یې غوښتل د کابل ښار د کمپنۍ سیمې له لارې ایران ته ولاړ شي، خو د طالب امنیتي ځواکونو له لوري له ۵۰ زره او ۲۰۰ امریکايي ډالرو او ۲۶ زره افغانیو سره نیول شوی دی.
د طالبانو حکومت اړوند چارواکي وايي، یوه ټکسي چلوونکي له نوموړي ۲۰ زره ډالر او د یوه هوټل مسؤل ۷۷ زره ډالر په چل ترلاسه کړي وو، چې دواړه کسان هم نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي.
د معلوماتو له مخې، طالب امنیتي ځواکونو په ټولیز ډول ۱۲۷ زره امریکايي ډالر بېرته ترلاسه کړي او اصلي مالک ته یې سپارلي دي.
نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی.

