نن د سپټمبر ۲۸مه، «معلوماتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ» ده.
دا ورځ د دې لپاره نومول شوې چې د معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي حق او د باوري او پر وخت معلوماتو ارزښت روښانه شي.
یونسکو وايي، معلوماتو ته لاسرسی د باخبره پرېکړو، حساب ورکونې او د ټولنې د لا زیات شفافیت لپاره مهم دی.
خو په افغانستان کې دا ورځ داسې مهال را رسېږي چې رسنۍ او خبریالان لا هم د معلوماتو د راټولولو او خپرولو پر مهال له بېلابېلو محدودیتونو او ستونزو سره مخ دي.
راپورونه ښیي چې پر رسنیو محدودیتونه، د خبریالانو نیول، سانسور او پر انټرنېټ او مخابراتي شبکو محدودیتونه د افغانستان د معلوماتو پر چاپېریال اغېز کړی.
په ورته مهال، یونسکو ټینګار کوي چې خلکو ته د باوري معلوماتو رسول، د خپلواکو رسنیو ملاتړ او د خبریالانو خوندیتوب معلوماتو ته د عامه لاسرسي د پیاوړتیا لپاره مهم عناصر دي.

