وروسته تر هغې، چې اسرائیل د لبنان حزب الله ډلې د مشر حسن نصر الله د وژلو خبر ورکړ؛ رویټرز خبر ورکړی، چې ایران د خپل مذهبي مشر علي خامنهيي ځای بدل کړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، نوموړی یو خوندي ځای ته انتقال شوی، خو د تازه ځای په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده، اسرائیل څه موده وړاندې په ایران کې د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه هم وواژه.

